که څه هم یو ځل بیا افغانستان د نړۍ د زبرځواکونو د مخامخ ښکېلتیا شاهد دی، خو د افغانستان په سیاسي دستګاه کې د لوېدیځ نفوذ د دې لامل شو، چې د افغانستان په ګټه د اړتیا وړ ملاتړ راجلب نه شي، بلکې د راتلونکو ننګونو او جدي ګواښونو لامل شي، چې ښه بېلګه یې هم افغانستان ته د پاکستان له لوري اوس مهاله او راتلونکي مستقیم او غیرمستقیم متوجه ګواښونه دي.

له دې حقیقت څخه انکار نشی کېدای، چې په سیمه کې روانې جګړې او سیاسي لوبې ګټونکي او بایلونکي لوري هم لري، چې ګټونکې یې معمولاً هغه لوري دی، چې یا خو د دغو لوبو ابتکار ورسره دی او یا یې هم د تطبیق لپاره په سیمه کې نفوذ درلودلی دی. طالبان چې د پاکستان د مريتوب زنځیر یې په غاړه دی، د خپلو ملګرو په‎ څیر یې، افغانستان د ژورې کندې په لور یووړو، اوسیدونکي یې په ویر او بدمرغۍ کې ډوب کړل.

۱۴ کاله کیږي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې حضور لري او دلته یې د شتون هدف د تروریزم لمنځه وړل دي. له تروریزم سره د مبارزې له پیله او ار اوسه د دغې پدیدې د لمنځه وړلو په برخه کې په خپله مبارزه ټینګار کوي، په داسې حال کې چې به دې پوه شوی چې د توروریستانو اصلي ځالې چیرته دي.

امریکا او متحدینو ته یې روښانه ده چې تروریزم له کوم ځایه سرچينه اخلي، څوګ او چېرته یې روزي او څوګ یې ملاتړ کوي، خو امریکا چې پاکستان د خپلو اهدافو لپاره کاروي دغه پوښتنه نه تري کوي او نه يې هم په دې اړه ورسره څه ویلي دي.

پاکستان په افغانستان کې داسې جګړه پیل کړې چې اوس یې په خپله پاکستان له دوام پرته د لمنځه وړلو هیڅ لار نه لري. دغه هيواد اوس په خپله د خپلو روزل شویو توریریستانو له ګواښونه سره مخ ده خو هغه تروریستان چې د پاکستان د نابودۍ هڅه کوي څوګ یې لاسنیوی نه کوي. افغانستان چې د پاکستان له لورې په جګړه ییزه برخه کې زیانمن دی او ټول تروریستي بریدونه چې په دې هيواد کې ترسره شوي په هغې کې د پاکستان لاس شته، خو افغان حکومت په متقابل عمل لاس نه پورې کوي.

پاکستان او ناڅرګندو ملګرو یې نیږدي ۱۴ کاله د سپین بیرغ لاندې په افغانستان کې جګړې ګرمه ساتلې او تر اوسه دغه جګړه دوام هم لري، خو دې ته په کتو چې په ورستیو کې یو شمېر طالبانو د سولې لپاره ښه نظرونه څرګند کړل او بیلابیلې ناستې هم وشوې او د افغانستان لپاره یې د سولې لپاره هیله بښونکي پيغامونه درلودل، خو دغو پرمختګونو پاکستان ته ویره واچوله او دغه پروسه يې د ملا عمر په مړینه لمنځه یوړه. خو پاکستان بیا هم غلی کیناست او د داعش په نوم یې د وحشي وسلوالې ډلې ملاتړ پیل کړ.

په افغانستان کې د داعش عمل د اسلام ضد او د بشري ناورین تر ټولو خطرناکې پيښې دي. دغه پيښې چې موږ يې دا نن او پرون ګورو یوه ډله په تورو د خلکو سرونه غوڅوي، بل خلک په بمونو الوزوي دا د ځمکې په سر په تاریخ کې داسې کار نه دی شوی، دا د سیمې د استخباراتي شبکو او د پاکستاني حکومت کار دی چې د دین د سپکاوي او اسلامي عقایدو د بدنامولو په خاطر داسې کار کیږي.

وروستۍ پيښې ښه يي چې له تیرو څو لسیزو راپه دیخوا په هېواد کې کورني جنګونه او وژنې روانې دي، خو د طالب او داعش په نامه وسله والې ډلې اوس په انسان وژنه کې نوښت کوي او له دې لارې خپل وحشت پر خلکو خپروي. دا ډول کړني او په سیمه کي دی ته ورته نور وحشي اعمال چي د څو بي مهاره او بي علمه انسانانو لخوا د اسلام او مسلمان په نامه ترسره کیږي. ځينې وسله وال چې تر دې مخکې د طالب په نوم شته و او په منځ کې يي پاکستاني طالبان هم شته دي اوس يي د مالي مرستو په خاطر د داعش جامې پر تن کړي دي او ددې ډلې په نوم فعالیت کوي.

کوم څه چې هم دا اوس په افغانستان کې د داعش په نامه روان دي، ریشه یې بیا هم په اسلام آباد کې ده.که د هېواد د وروستیو څو کلونو حالاتو ته دقت وکړو، کله چې لا چا شاید د داعش نوم په افغانستان کې نه و اورېدلی، د پاکستاني پنجابیانو او نورو پردیو نقاب پوشه تروریستانو حضور او فعالیت په کونړ، نوریستان، لوګر، بدخشان او د هېواد په نورو سیمو کې (په خاصه توګه ډيورنډ کرښې ته نژدې سیمو کې) تل څرګند و.

د افغانستان بیچاره او رنځور ملت، له کلونو راهیسي د طالبانو په نامه د پردیو استخباراتي سازمانونو د لویو اهدافو لپاره جوړو شویو ډول، ډول تروریستي ډلو (لشکرې طیبه، لشکرې جنګوي…) د ترور، ظلم او خشونت قرباني دی. په دغسې روانو حالاتو او ورسره رواني جګرې کې، افغانانو ته دا دی یوه بله توره بلا پیدا شوه چې خدا خبر په دغه نامه داعش (تور رنګ د وحشت رنګ) به اوس نور څو کلونه افغانان قرباني ورکوي او خاور به یې لا هم د پردو د جنګ میدان وي.

ژوندی دې وي افغان ولس

مړه سپیره دي وې د افغانستان دښمنان

ژوندۍ دې وي د لوی افغانستان هیلې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *