تاند- د بریتانیايي سندرغاړې ادیل (Adele) نوې سندره، چې (هلو) نومېږي، په هر ساعت کې نژدې یو ملیون تنه ګوري.
د دې دا نوې سندره د جمعې په ورځ خپره شوه او تراوسه (پنجشنبه، اکتوبر۲۹) پوري (یو سلو اته ویشت ملیون) ځلي کتل شوې ده.
نه یوازې د دې دا سندره زیاته اورېدل شوې بلکې په یوټیوب کې تر بل هر نوم او کلمې د ادیل نوم زیات پلټل (سرچ) شوی دی.
په یوټیوب کې د خپرېدو په لومړیو دوو ورځو کې دا سندره په هر ساعت کې په متوسط ډول یو ملیون ځلي کتل کېده او یو نیم وخت په ساعت کې یو ملیون او ۶ لکو کسانو کتله.
ادیل له درې کلونو وقفې وروسته د سندرو ویل پیل کړي. دې په ۲۰۱۲ م کال د سکای فال فلم لپاره سندره ویلې وه او خورا زیات شهرت یې ترلاسه کړی و.
د ادیل پخوانی البوم، چې (۲۱) نومېږي، د یوویشتمې پېړۍ تر ټولو زیات پلورل کېدونکی البوم ګڼل شوی دی.
دا البوم یوازې په بریتانیا کې ۴ ملیونه او اووه نیم لکه کاپي پلورل شوی خو په نړۍ کې تر ۳۰ ملیونه زیاتې کاپۍ یې پلورل شوي دي.
د ادل نوی البوم به د راتلونکې نوومبر په شلمه راووځي. دا البوم (۲۵) نومېږي.
ديره فه زره فوري ويديو وه
nice