زهیرمل

له ستونزو سره بریالیتوبونه؛

افغان کریکټ ملې لوبډله هر میدان ته په تش لاسونو ښکته شوه، خو له هر میدانه ډک لاسونه راووته.

cidvlgبریا مو مبارک شه، زړورو افغانانو

زموږ قهرمانانو، زموږ قهرمانو

دا خوږه سندره وه چې د کریکټ د لوبو پر مهال غږېدله او جلا خوند یې کاوه. کله کله به د دې سندرې خوند هم پیکه شو او مزه به یې اوبو یوړه. دلیل یې هم درلود، یا به مو د لوبې مدیریت غلط وکړ، یا به مو د لوبې پر مهال له خپلو پلانونو او لوبغاړو سمه ګټه پورته نه کړه او یا به هم له پیله سم لوبغاړي میدان، لوبې، فیټنس او ځای ته په کتو سره نه و ټاکل شوي. بس چې هر شی چې به و یوه ضربه به یې راکړه او ډېر کله دا ضربه راته په ګرانه بیه هم تمامه شوې چې ښه بېلګه یې په دې وروستیو کې د سکاټلنډ پر وړاندې په انټرکانټیننټل لوبو کې ماتې وه.

په هر حال خامیانې شته، ستونزې شته، فساد شته، قضاوت غلط دی، پرېکړې غلطې کېږي، ټاکنه غلطه وي، خان خاني ده او بلا نور کړاوونه، خو ټول په لویو خلکو کې دي، لوبغاړي مو داسې پاک دي، لکه له مور زیږېدلی له ټولو ګناهونو پاک او منزح ماشوم. د دوی مېړانه، شجاعت، استعداد او د مټو زور لکه لمر ټولې نړۍ ته روښانه دی. له نبي راواخله تر حشمت او له حمید راواخله تر افتاب ټول مو د سترګو تور او د زړه سرونه دي. پر ضد یې یوه خبره هم نه شم زغملای او نه یې په کې ځای شته. سمه ده چې باید یو شمېر یې نور خپلو کورونو ته ولاړ شي او یا هم باید خپلې تجربې نویو لوبغاړو ته ولېږدوي، خو دا هم په دې مانا نه ده چې دوی ګنې د کریکټ لپاره هیڅ هم نه دي کړي. دوی د افغانستان کریکټ ژوندی کړ، نوم یې راکړ، لوبډله یې راجوړه کړه، مینه یې راکړه، خوښي یې راکړه، ویې خندولو، ویې ژړولو، عزت یې راکړ، زموږ بیرغ یې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې پورته کړ او زموږ ملي سرود یې د هر چا تر غوږ کړ. همدومره مو بس دی.

په دې اړه به په راتلونکي کې درته یو څه ولیکم چې ستونزه چېرته ده او څه په کار دي، خو اوس وخت د خوشحالۍ دی او د خوشحالۍ پر مهال د غم ډول وهل لکه په غرمه کې لیټۍ خوړل دي.

لوبغاړو مو توره وکړه، میدانونه یې رافتح کړل، زړونه یې را خوشحال کړل او د نړۍ سترګې یې راته متوجه کړې. امید لرم چې ای‌سي‌سي به له دې وروسته افغانستان هیڅکله هم له سترګو لاندې نه کړي او یا به هم ورسره سرسري چلند وکړي. اوس دا خبره یقیني شوه که له اروپا یو هېواد د ای‌سي‌سي فول ممبر شیپ ته راځي، یو باید له اسیا هم اوسي چې دا به بې له شکه افغانستان وي. اوس به ای‌سي‌سي مجبوره شي چې د یوې فول ممبرشیپ لوبډلې لپاره د ټولو اړینو امکاناتو د برابرولو په برخه کې خپلې مرستې راسره دوه برابره کړي.

دا یوازې زمبابوې نه وه چې ماته مو کړه، بلکې دا لومړۍ درجې ټولو هېوادونو ته یو اخطار و چې یو نوی سیال مو انتظار کوي او شېبې درته شمېرې چې کله به ورسره د میدان منځ ته دانګۍ. دا لوبه به مرسته وکړي چې د همدې بشپړ غړیتوب لرونکیو هېوادونو سره نورې لوبې واخلو او دا چاره هله شونې ده چې کریکټ بورډ لاس تر زنې پاتې نه شي او یا هم لکه د زمبابوې په څېر لوبډلو باندې بسنه ونه کړي، بلکې لاس لویو غرونو ته واچوي، هره دروازه ټک ټک کړي، حتما یې یوه خلاصېږي.

له دې سره هم مهاله په کار ده چې کریکټ بورډ د خپلو ټولو پرمختګونو په اړه د کریکټ د نړیوالې شورا سره په بار بار اړیکي ونیسي او د خپل هر پرمختګ څخه یې اګاه وساتي، نه دا چې په دوبۍ، بریټانیا او اسټرالیا کې مو چکرونه یوازې د خپلو خوندونو لپاره وي او کومه لویه لاسته راوړنه ونه لرو. دا اړیکې یوازې د مخامخ لیدونو نه، بلکې د نورو لارو هم ترسره کېدای شي چې کریکټ بورډ باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

په هر حال بیا هم د کریکټ د دې تاریخي بریا مبارکي ټولو لوبغاړو او ټولو هېوادوالو ته وړاندې کوم. خولې مو له خندا تشې مه شه، بریا مو مبارک شه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *