د بدلون اوونیزې سرليکنه/ اداره
ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د افغانستان د یوې اونۍ جنګ په لګښت یوه ولسوالي جوړېدای شي او د یوې میاشتې په مصرف یې یو ولایت.
دا ډېره جالبه محاسبه ده، کولای شو د دې محاسبې حاصل د ځمکې د غونډې کُرې د جنګ او جوړونې د محاسبې له حاصل سره متناسب ثابت کاندو.
هغه لګښتونه چې بشر یې د بشر د تباهۍ لپاره پر وسله جوړونه او کارونه کوي، که د انساني هوساینې لپاره پر بشر پالونکو اهدافو متمرکز شي زموږ د لمريز نظام، ژوندانه ته مساعده سیاره به کاملاً په یوه رنګینه و معطره ګلدانۍ بدله شي، نو هله به انسان د انساني جوهر یو واقعي ممثيل وي، انساني هویت به په رښتیا ثابت وي، انساني حیثیت به هغو اسماني مدارجو ته اوچت شي چې ان د شیطان به هم انسانیت ته هوا وشي.
ښایي ښه زورور اعتراض وشي چې دا خورا انساني عاشقانه او تخیلي خبرې دي چې فعلاً یې د ځمکنیزو واقعیتونو په زمينه کې مطرح کول هسې یو عبث بحث دی، دا ځکه چې نتيجه نلري، هر هغه اقدام او کلام چې محسوسه و مطلوبه پایله ونشي لرلای، پر طرح و نقشه یې وخت ضایع کول عاقلانه نه دي.
هوکې! دا بېخي سمه ده چې دا یو شاعرانه خیال دی خو په دنیا کې ډېر شاعرانه خیالونه دي چې په سلیزو څه ان زریزو یې انساني ذهنونه بوخت او خوښ ساتلي دي، څه پروا کوي که کله د ځینو وچو او کلیشه یي اعدادو و ارقامو، فورمولونو و تحلیلونو پر ځای ځينې داسې انسان خوښوونکي او احساس پاروونکي شاعرانه تخیلات وړاندې کړو چې که څه خاصه د درک وړ نتيجه ورباندې مرتبه هم نه وي خو هسې څو شېبې څو انسانپرستو ذوقونو ته خوند ور کړي او د لوستونکو په زړونو کې د انسانیت لپاره د ارماني ولولو څپې را ولاړې کړي او دا هم له امکانه لېرې نه ده که مطلق نه وي نو نسبتاً خو مو د آدمیت پر خوا ګام اخیستو ته وهڅوي.
موږ د ټولې نړۍ د جنګ ارمانجنو ته چلېنج ور کوو، که د ټول بشري تاریخ په اوږدو کې یوه د انساني خیر- ښېګڼې په ماهیت پسوللې جګړه راته ثابته کړي داسې چې د ټیټو نا انساني اغراضو غش په ګډ نه وي بیا به تر هر چا وړاندې د جنګ د حقانیت شعار موږ پورته کړو خو موږ او بل هر واقعبین فرد و کولکټیف ته مالومه ده چې تاریخ لا پخپلو پاڼو کې د جګړې د تقدس کوم ثبوت نه دی ثبت کړی، بیا نو حق لرو او هر بشرپالونکی قشر حق لري چې له ټول انساني ژوند سره ملګرې داسې ناولې پديده چې څومره غندلای شي ويې غندي.
ښايي دا خبرې پر ښویېدلو جګړه مارو ډېرې ترخې ولګېږي، څومره به ښه وي که داسې وشي ځکه ګوندې وي چې له یوه- نیم سره یې دا فکر پیدا شي چې هو! ولا دا جنګ، دا انسان وژنه، دا وینه تویونه، دا تباهۍ دا ګډوډۍ، دا نو څه معنا؟ د دې نو څه مطلب؟ او د دې نو څه نتيجه؟ که موږ وکولای شو د یوه جنګیالي په ذهن کې دا ډول پوښتنې خلق کړو، لوی کار به مو کړی وي، ځکه هره پوښتنه جواب غواړي او د دې ډول پوښتنو جوابونه هغه ستر انساني هدفونه دي چې موږ په خپل سیاسي طرز تفکر کې ټاکلي دي، خیر دی که د ډېرو لخوا د ښکلو ایډیالونو ټاپه پر ووهل شي مګر آیا ښکلي آیډیالونه په رسمیت پېژندل خپله یوه بریا او د یوه ښه انساني صفت ثبوت نه دی؟
په دې لنډه لیکنه کې نه د نړۍ مثالونو ته ځای شته او نه هم د افغانستان د اوږده تاریخ بیان ته، یوازې د تېرو درو نیمو لسیزو د جنګ یو څو شعارونه را اخلو او تاسې ته په هر هغه ارزښت قسم در کوو چې تاسې باور پر لرئ، رښتیا ووایاست! آیا هغه جګړه ماران چې د خپل جنګ د توجیه لپاره یې دغه شعارونه ور کول یا یې ورکوي، دوی خپله هم پر معتقد ول؟ یا پر معتقد دي؟
د وجدان په ژبه یې ولولئ! او د منطق په ژبه فیصله وکړئ:
جنګ، د اعلای کلمة الله لپاره!
جنګ، د اسلامي حکومت جوړېدو لپاره؟
جنګ، د خدای پر ځمکه د خدای د قانون د تطبیق لپاره؟
جنګ، د شریعت غرای محمدي د انفاذ لپاره؟
جنګ، استعماري اهدافو ته د استعمارګرو د رسېدو د مخنیوي لپاره؟
جنګ، د اسلامي خلافت او اسلامي اخوت لپاره؟
جنګ، د فرد له استعمار څخه د فرد د خلاصون لپاره؟
جنګ، د نړیوال کارګري نظام جوړېدو لپاره؟
جنګ، د کور، کالي، ډوډۍ لپاره؟
جنګ، د طبقاتي توپیر د اختتام لپاره؟
جنګ، د بشري حقونو د ساتنې لپاره؟
جنګ، د ترورېزم د ځپلو لپاره؟
جنګ، د بیا رغونې لپاره؟
جنګ، د مدني او دموکراتیکې ټولنې لپاره؟
او بالاخره جالبه دا چې:
جنګ، د امن، سولې او ثبات لپاره؟
بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۰مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۶/ ۱۳۹۴