تاند- د ال هیبري د ۲۰۱۵ م کال د سولې د زده کړې معتبره نړیواله جایزه د ښوونې او روزنې په برخه کې افغان فعال راز محمد دلیلي ته ورکړای شوه.

د امریکا د پي آر نیوز د راپور له مخې، ښاغلي دلیلي ته د دې جایزې د ورکولو په مراسمو کې، چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې جوړ شوي وو، وویل شول چې نوموړي د خپل عمر ۲۵ کاله سولې او د ټولنې د پرمختګ چارو ته ځانګړي کړي دي.

راز محمد دلیلي، چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی، له کلتوري او مذهبي ارزښتونو څخه د قومونو او قبیلو ترمنځ د لانجو د هوارولو، د نجونو د تعلیم د تشویقولو او له څو لسیزې جګړې وروسته په ټولنه کې د حرکت راوستلو لپاره ګټه اخیستې ده.

دلیلي وویل:«د سولې لپاره کار یوازې زما مسوولیت نه دی، د سولې لپاره کار یوازې ستاسو دنده نه ده، مهمه نه ده چې ستا له هیواد یا دین سره تړاو ولري، باید د سولې لپاره ټول په ګډه کار وکړو.»

راز محمد دلیلي د سنايي پرمختیايي ټولنه په ۱۹۹۰ میلادي کال په پېښور کې د مهاجرت له تجربو وروسته تاسیس کړه. دې ټولنې په پیل کې یوازې یو غړی درلود خو اوس ۶۰۰ تنه پکې کار کوي او د افغانستان په ۱۳ تر ټولو ناکرارو ولایتونو کې فعالیت کوي.

ال هیبري یوه خصوصي موسسه ده چې په ۲۰۰۷ م کال جوړه شوې او هرکال په نړۍ کې یوه مخکښ ته ، چې د سولې او زده کړو په برخه کې وځلېږي جایزه ورکوي.

د دې ټولنې د جایزې ارزښت ۳ زره ډالره دی.

تراوسه پوري دغو کسانو دا جایزه ګټلې ده:

Abdul Aziz Said (2007)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *