تاند- چارواکي او شاهدان وايي چې وسله والو طالبانو نن له څو خواوو د نورستان پر برګمټال ولسوالي یرغل کړی دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې وسله والو طالبانو لږترلږه ۳ پولیس وژلي او دوې پوستې یې نیولي خو امنیتي ځواکونو یې د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

د نورستان سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې پر برګمټال ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په حمله کې دری امنیتي سرتیري وژل شوي او اووه ملکیان ټپیان شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن /جمعه/ وویل چې وسله والو طالبانو سهار وختي پر برګمټال ولسوالۍ له څلورو خواوو حمله وکړه چې اوس هم دوام لري.

والي سیمې ته د تازه دمو سرتېرو د رسېدو خبره هم وکړه، او ویې ویل چې امنیتي ځوا��ونه د وسله والو طالبانو د حملو په وړاندې کلک مقاومت کوي او هغوی یې نه دي پرې ایښي چې پرمختګ وکړي.

په تېرو څو کلونو کې پر برګمټال څو ځلي وسله والو طالبانو او د هغو بهرنیو ملاتړو حملې کړي او هر ځل په شا تمبول شوي دي.

سږ کال طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له خلا څخه په ستفادې د ولسوالیو د نیولو لپاره حملې زیاتې کړي او یو شمېر ولسوالۍ یې موقتاً نیولي هم دي خو په دې نه دي توانېدلي چې ډېر وخت یې وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ