یاقوت زابلی :- د برتانیې د دفاع وزارت ,وايي ځواکونو يې یو ځل بیا د افغانستان په هغه سیمه کې پراخ عملیات ترسره کړي دي چې په تېرو څو کلونو کې يې پکې سختي جګړې ترسره کړي وې.
د معلوماتو له مخې ۸۰ برتانوي عسکر د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو د ځواکونو سره د مرستې لپاره یادې ولسوالۍ ته ولاړل تر څو هلته د طالبانو سره جګړه وکړي.
څو اونۍ وړاندي افغانستان د دفاع وزارت ویلي و چې شاوخوا زر تنه وسله والو په سنګین کې پر دولتي ځواکونو بریدونه کړي.
د سنډې ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې دغه عملیات د دفاع وزیر فیلپ هامونډ په امر ترسره شوی او تر تېرې اونۍ چې پای ته رسیدل پټ ساتل شوي و.
سرچینه زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې چې افغان ځواکونو د عملیاتو مشري په غاړه اخیستي برتانوي سرتیري هم یواځي د همکارانو رول لري تر څو په راتلونکي کال کې د ټولو امنیتي مسوولیتو لپاره افغان ځواکونه چمتو شي.
د انګلستان دفاع وزارت ویلي چې د سنګین په عملیاتو کې ګډون پدې مانا ندی چې دوي بیرته په جګړه کې ښکیل شوی بلکه دا په هغه ساحه کې چې د افغان ځواکونو په مسوولیت کې ده د ملي اردو سره د همکاري مانا لري.
د دغه وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي چې سنګین ولسوالي لا هم یو ستونزمنه سیمه ده خو دا نور د افغان ځواکونو کار دی چې له یاغیانو سره جګړه وکړي.
د معلوماتو له مخې په دغو اته ورځنیو عملیاتو کې چې برتانوي ځواکونو ترسره کړل یو شمېر وسله وال طالبان او د ملي اردو سرتیري وژل شوي خو برتانوي عسکرو ته زیان ندی رسیدلی.
په هلمند کې د بریتانیې د عملیاتي قواو یو قوماندان جګړن راپورټ جونز ویلي چې د سنګین عملیاتو په ښه ډول وښوده چې افغان ځواکونه هغه وړتیا لپاره کومه چې باید ویې لري.