تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش په تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد پر مبارزې په ملیاردونو ډالر لګول شوي دي.

د سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو د سرپلټونکي دفتر په خپل تازه راپور کې، چې د جمعې په ورځ /اکتوبر۲۹/ یې خپور کړ، ویل شوي چې د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد پر هلوځلو ۸  ملیارده او ۴۰۰ملیون ډالره لګولي خو لا هم افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو ستر تولیدوونکی هیواد دی.

په راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۰۲ څخه تر دې دمه د امریکا کانګریس د افغانستان د بیارغونې لپاره نژدې یوسلو لس ملیارده (۱۰۹.۶۲) ډالره تصویب کړي چې له هغو څخه ۸ اعشاریه ۹۳ ملیارده لا لګول شوي نه دي.

د امریکا له لوري د دومره زیاتو پیسو له لګېدو سره سره د افغانستان اکثره اساسي ستونزې حل شوي نه دي ځکه چې د امریکا ډېرې پیسې یا په فساد کې ضایع شوي یا په داسي پروژو لګېدلي چې خلکو ته یې ګټه زیاته محسوسه نه ده.

پر معاشونو، لوکسو دفترونو او نورو ضمني وسایلو هم ډېرې پیسې لګول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *