تاند- د چین سیهوا خبري اژانس وايي چې د اکتوبر میاشت، چې نن یې وروستۍ ورځ ده، د وسله والو طالبانو لپاره خورا سخته او خونړۍ میاشت وه.

د دغه خبري اژانس په وینا په اکتوبر کې طالبانو کندوز ونیوه او له ډېرو تلفاتو وروسته یې له لاسه ووت، دغه راز یې د کندوز ارچي ولسوالي، چې شاوخوا دوه کاله د دې ډلې مضبوطه اډه وه، وبابلله.

طالبانو کندوز ښار د سپټمبر په وروستیو کې نیولی و. خو افغان امنیتي ځواکونو د امریکا د هوايي ځواک په ملاتړ نه یوازې دا ښار بېرته ونیوه بلکې طالبانو ته یې درنې مرګ ژوبلې هم واړولې.

د افغانستان د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد، چې د کندوز د عملیاتو مشري یې کوله، وايي چې په دغه ښار کې طالبانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو دقیق شمېر څرګند نه دی خو بې له شکه په سلګونو طالبان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.

د کندوز سرپرست والي خبریالانو ته وویل چې د کندوز په جګړو کې ۱۶۳ ملکیان وژل شوي او ۱۳۰۰ نور ژوبل شوي دي.

خو د کندوز د عامې روغتیا رييس سید مختار بیا وايي چې ۱۵۳۰۰ تنه ملکیان د درملنې لپاره روغتونونو ته وړل شوي دي.

سینهوا خبري اژانس وايي چې په اکتوبر کې وسله والو طالبانو د افغانستان په نورو سیمو کې هم حملې زیاتې کړې څو د هوا تر سړېدو او د ژمي تر راتلو مخکې سیمې لاندې کړای شي.

دوی د کندوز له بایللو وروسته د تخار درقد ولسوالي ونیوله. د بدخشان د جرم ولسوالۍ ډېرې برخې یې هم ونیولې. دا هغه ولسوالي ده چې د وروستۍ زلزلې مرکز و.

خو په هلمند کې امنیتي ځواکونه وايي چې حمله کوونکو طالبانو ته یې درنې مرګ ژوبلې اړولي دي.

دوی نن /د اکتوبر وروستۍ ورځ/ وویل چې د ګریشک ولسوالۍ له شاوخوا څخه یې طالبان شړلي او کابو ۷۰ تنه یې وژلي یا ټپیان کړي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن /شنبه/ وویل چې افغان امنیتي ځواکونو شاوخوا ۳۰ وسله وال طالبان د جمعې له ورځې تر ننه پوري وژلي دي.

طالبانو پرون د نورستان پر برګمټال ولسوالي له څو خواوو بریدونه وکړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *