چارواکي وايي چې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ پر يوه جومات د د داعش وسله والو له خوا د توغول شوي توغندي د لګېدو له امله ١٠ لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده د اچين ولسوال حاجي غالب مجاهد وايي دا پېښه پرون مازديګر د دې ولسوالۍ د پنډولا په سيمه کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه چې د داعش وسله والو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو شپږ راکټ توغولي چې يو يې د سيمې پر يوه جومات لګېدلى دى. د ولسوال په وينا، په دې پېښه کې شپږ لمونځ کوونکي وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. دى وايي چې وژل شوي لومړى پنځه کسان وو خو يوه ټپي وروسته سا ورکړې ده.