د عمران خان لومړۍ مېرمن جمایمه چې په اصل کې انګريزه وه هغه مهال یې په عمران زړه وبایله چې هغه د کرکټ په ډګر کې یو نسبي اتل و.
همدا لامل کېدای شي چې دکرکټ سره لېونۍ مینې جمایمه دې ته اړه کې څو د وخت له تکړه لوبغاړي عمران خان سره په لېونۍ مینه د هغه ژوند ته غېږه ورکړي.
عمران چې نور له کرکټه ستړی و د جمایمه وړاندیز ته یې په بې ساري توګه هرکلی ووایه داسې چې اټکل نه کېده دغه جوړه دې یو وخت بېله شي.
د دوی ترمنځ د مینې تارونه هغه وخت په شلېدو راغلل چې نور عمران خان د کرکټ په نړۍ کې اتلولي نه شوه ګټلای او نه هم دی نور د دې وړ وه چې په دې لوبه کې ولوبیږي.
جمایمه چې دی یې په کرکټ کې خوښ شوی وه دا ورته سخته ښکارېدله چې د ده د ژوند ملګری دې له دې لوبې چې دوی پیوند کړ مخه ښه وکړي.
له دې سره عمران خان له کورنیو ستونزو سره هم لاس او ګریوان خو دغه جنجالونه تر دې وغځېدل چې نور عمران خان ته سخته وه د خپلې مېرمنې هره غوښتنه پرځای کړي او د خپلې کورنۍ غوښتنې له پامه وغورځوي ، بلاخره جمایمه یې طلاق کړه او هغه هم بېرته هغه هېواد ته ستنه شوه چېرته چې یې د عمران خان سره د واده کولو خوبونه ریښتا کړل.
عمران خان له خپلو جنجالونو لا خلاص شوی نه وه چې دې ته ورته بل جنجال به یې له سیاسته زړه توروي هغه دویم واده هم په پټو سترګو وکړ له یوې داسې جلۍ سره چې رازونه به یې په ټوله نړۍ کې د ټلویزون او خبرونو له لارې د عمران خان سیلان خوشحاله کړي.
هغه تیر کال چې په پاکستان کې د ده په مټ سیاسي اوضاع خرابه شوې وه له لندن مشتې پاکستانۍ ژورنالېستې او دبي بي سي ټلوېزیون له یوې پخوانۍ وياندې ريحام خان سره واده وکړ.
ریحام د پاکستان له يوه تلوېزیون سره د ویاندې په توګه کار کاوه او عمران خان سره چې د پاکستان دتحریک انصاف ګوند مشر دی د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وپېژندل او اړيکې یې په واده بدلې شوې.
دا ښکار ده چې عمران خان لکه څنګه چې په کرکټ کې تکړه لوبغاړی پاتې شوه وو دغه راز د سیاست په ډګر کې یې هم ټول پاکستاني سیاستول ځان ته ګوته په غاښ پاتې کړل او ان درې میاشتې یې د پاکستان مهمې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې وې چې نږدې وو نواز شریف استعفا ته اړ کړي.
د عمران خان دې سیاست له پخوا د ریحام خان په بدن کې د مینې پارونکي رګونه په جوش راوستي وو چې یوازې په یوه مرکه کې د عمران سترګې پرې خوږې شوې خو له دې خبر نه وو چې د یو طرفه مینې وروستی انجام تر کومه او په څه مطلب نښتی وي.
هغه په داسې حال کې دویمه مینه پیل کړه چې خپل سیاسي مشکلات یې دومره زیات وو چې د دې وخت نه وه څو دویم واده وکړي.
عمران پرته له دې چې ریحام خان وپوښتي د هغې وړاندیز ته یې لبیک ووایه خو، دا وخت یې له پامه لوېدلی وه چې جمایمه له هغه سره د کوم لامل له مخې بېله شوه.
راپورنه لیکي ریحام خان غوښتل له خپل معشوق سره سیاست کې ښکیله شي خو، عمران خان نه غوښتل کورنۍ یې په دې اوږده مزل کې ستړې کړي.
له بل پلوه ویل کېږي د عمران خان خويندې او کورنۍ له دې واده نه ناخوښې وه نو یو لامل د بېلتون دا هم د ډېرو په باور کېدای شي خو اصلی ټکی دلته داده چې د ریحام خان او عمران ترمنځ ناکامې مینې په دې وروستیو کې هغه له سختې سیاسي ناکامۍ سره مخ کړی وو او داسې ښکاري عمران خپله سیاسي ناکامي اوس په خپلې مېرمنې ورواچوي نو ځکه يې خبره تر طلاق ورسېده.
جدایي راغله لارې دوه شوې جانانه خپل کار دې کوه خپل به کومه