یادښت :
د دیارلس سوه اتیایمې لسیزې دپای په کلونو کې د کابل پوهنتون دبشري پراختیا او پالیسۍ په مرکز کې دافغانستان داوبو په اړه دیوې څېړنیزې پروژې همکار وم، هغه مهال دڅېړنو په پایله کې دافغاني اوبو دسرچینو په اړه ځينې په زړه پورې او ضروري معلومات زیرمه شول، چې دادی تاسو ته یې دیوې مهمې برخې لنډیز وړاندې کوم. په دې څېړنه کې له خپلو ټولو همکارانو څخه په مننه.
لېوال
په دې برخه کې اوبه د تولیدي، ټولنیزې او طبیعي سرچینې په توګه څېړل کېږي. په دې برخه کې د کلیوالو د ژوند او اوبو ترمنځ اړیکې ګورو او په دې به رڼا واچول شي ،چې د کلیوالو د ژوند په لا ښه کېدو کې اوبه څومره ونډه لري.
اوبه اساساً په کلیو کې د ژوند د موجودیت یوه سرچینه ده په هغه کلي کې، چې اوبه نه وي شاړه ګڼل کېږي.
اوبه دتولیدي سرچینې په توګه د کلیوالو اقتصادي فعالیتونه رامنځ ته کوي او د دوی په معیشتي چارو کې مهم رول لري.
دلته ګورو چې وچکالي او د اوبوکمښت پر کلیوالو کورنیو څه ناوړه اغیز درلودلای شي.
د اوبو کمښت کولای شي ددغو کورنیو د ګټې وټې پر څرنګوالي او ورځنیو فعالیتونو کې بدلون راولي د اوبو کمښت یا نشتوالي د خوړو خوندیتوب ته زیان رسوي.
د کرنې ونډه د کورنیو په ژوند او په ملي سطحه د خوړو د خوندیتوب او څرنګوالي کې د پام وړ ده.
دلته لیدل کېږي، چې د اوبو د کمښت له امله د ژوند د دوام لپاره د کرنې ځای کوم امکانات نیسي یا خو به کلیوالي کورنۍ نورو کارونو او د ګټې وټې نورو امکاناتو ته لاس اچوي او یا به د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپلې وروستۍ شتمنۍ هم له لاسه ورکوي. له دې ستونزو څخه د مخنیوي لپاره خلک د وچکالۍ له ګواښ سره مقابله کوي. پایله اخلو ،چې داوبو کمښت مخامخ د خوړو له خوندیتوب او د ښه ژوندانه له څرنګوالي سره اړیکه لري.
راځئ تر هر څه وړاندې دغه مشخص مفاهیم وڅېړو :
۱ـ له اوبو او ژوند سره اړوند خوندیتوبونه لکه
- داوبو خوندیتوب
- د خوړو خوندیتوب
- بشري خوندیتوب
- فزیکي خوندیتوب
بې وزلي او له دې څخه را پېښ ګواښونه
ژوند چارې
کورنۍ ژوندچاري :
اوبه د یوه مادي ارزښت او ملکیت په توګه او په دې ارزښت کې د کورنیو ونډه څه ډول ده. اوبه د یوې ټولنیزې شتمنۍ په توګه او د فردي شتمنۍ په توګه مطرح او ددغې شتمنۍ ته لاسرسۍ ددغې برخې د بحث موضوعات دي.
همدا راز د څښلو د اوبو د کمښت عوامل او د هغو پایلې هم څېړل کېږي.
په دې برخه کې د پالیسۍ لپاره سپارښتنې لري، چې په جوړولو کې یې په سمنګان کې د CPHD له خوا د یوې عملي سروې او په افغانستان کې له معتبرو معلوماتو او تجربو څخه کار اخیستل شوی دی.
کور نۍ: د یو ټولنیز جوړښت واحد دی. کورکهول د داسې یوې معیشتې کورنۍ په توګه پېژندل کېږي چې ګټه او لګښتونه یې سره ګډ وي. دا که یوه کورنۍ وي او یا د څو کورنیو یوه ګډه ټولګه وي.
ژوند چارې، دا د هغو توانمندیو، امکاناتو او فعالیتونه مجموعه ده، چې د ژوند دوام ممکنوي، ژوند چارې هغه مهال دوام مومي چې له فشارونو او ستونزو څخه ځان وژغورلای شي او دخپلې بقا او ملکیتونو ددرلودلو قابلیت وغځولای شي.
ژوند ته څو اړخیزه ګواښونه او د کورنیو زیانمنتوب د بې وزلۍ په مانا نه دي، خو دغه ګواښونه له بې وزلۍ څخه رامنځ ته کېدای شي. که څه هم کورنۍ د ګواښونو پرمهال د ګټې او کاروبارنور امکانات لټوي خو په اوږده موده کې دوی ته زیان رسیدلای شي.
د څښلو اوبه یو اساسي ضرورت دی :
د بشري حقونو له نظره د څښلو اوبو ته لاسرسی د ټولو انسانانو حق دی، اوبه باید لنډې ترلاسه شي، پاکې وي، پریمانه وي او ترلاسه کول یې د هر چا په وس کې وي. دا هم د شخصي او هم د کورنۍ د کارولو لپاره.
اوبه چېرته کارول کېږي :
۱ـ څښل
۲ـ پخلی
۳ـ مینځل
۴ـ حفظ الصحه
په افغانستان کې خلک اوبه د خدای یو داسې نعمت ګڼي چې هر څوک یې د ترلاسه کولو حق لري.
خو دا خبره یوازې په یوه واحد ټولنیز جوړښت، کلي یاکور کې سمه ده خو که د دوو ټولیزو واحدونو ترمنځ اختلاف وي بیا نو دا حق تر پښو لاندې کېږي.
د څښلو اوبه دا اهمیت لري چې ټولنیزې اړیکې ښې یا خرابې کړي.
داوبو تولیدي ځانګړنې :
افغانستان د کورنیو په سطح ډېرو مواردو کې اوبه کارول کېږي :
-کرنه ( مهم) دلته نو اوبه د مارکیټی ارزښت لرونکې ده، خرڅول کېږي او اخیستل کېږي.
– په پټیو او باغونو کې اوبه مصرفېږي او په مالدارۍ کې.
له دې پرته اوبه په تعمیراتي چارو، حمانونو، موټرو مینځلو، هوټلونو او نورو ځایونو کې هم مصرفېږي.
اوبه او ټولنیزې اړیکې :
اوبه ټولنیزې اړیکې ټېنګوي، په اجتماعي چارو کې د دریځونود لوړاوي یا پرځیدو باعث ګرځي، اوبه په پور هم ورکول کېږي ( غیر رسمي) د اوبو ورکول خیرات او ثواب هم ګڼل کېږي.
د خیرات او ثواب باور په ټولو غریبو، متوسطو او پانګوالو کورنیو کې شته.
اوبه د یوه حق په توګه
اوبه د یوه ملکیت په توګه
د څښلو او کرنې لپاره په اوبو کې ټول حق لري، خو په څاه ګانو او کاریزونو کې د مالکیت مسئله مطرح کېږي.
د څښلو داوبوکمښت او پایلې یې :
– د څښلو د اوبو کمښت د کلیو موجودیت او ژوند ته ګواښ:
له دې امله کډې او شخړې رامنځ ته کېږي او ناوړه اغیز یې پر ښځو او ماشومانو ډېر وي. ډېر ځله د څښلو د اوبو نشتوالی ماشومان له زده کړې څخه محروموي.
– د څښلو داوبو کمښت کورنیو ته اقتصادي زیان اړوي، د اوبو موندلو لپاره وخت، انرژي او وسایل په کار دي.
د څښلو د اوبو په برخه کې د کوچیانو ستونزه :
ډېر ځله د کوچیانو او میشتو خلکو تر منځ د څښلو اوبو پر سر ستونزې او شخړې رامنځ ته کېږي. څاه ګانو او کاریزونو ته کوچیان ډېر لاسرسی نه لري. په تېره بیا په اوړي کې کوچیان د اوبو موندلو په برخه کې ډېرې ستونزې لري. کوچیان په شریکو او عمومي سرچینو باندې متکي دي.
له میشتو خلکو سره د کوچیانو تفاهم ته اړتیا ده او د دوی میشت کول هم د پام وړ مسئله ده.
د کلیوالو د ژوند چارو په بدلون کې د کرنې ونډه :
په کلیو کې خلک ډېر ځله له کرنې پرته نورو چارو ته لاس غځوي. ډېر ځله د نفوسو ډېر والی د کر وړ زمکې کمښت رامنځ ته کوي ځکه نو بشري ځواک نورو چارو ته مجبورېږي په افغانستان کې ۶۰٪ خلک تر ۲ هکتارو لږ زمکه لري.
۳۰٪ خلک تر ۵هکتارو پورې زمکه لري.
۷۰٪ بزګران نه شي کولای یوازې له زمکې څخه د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.
په افغانستان کې د غنمو اوسني حاصلات کم دي.
داوبو کمښت او د اوبو د زیرمه کولو په برخه کې ستونزې ډېر ځله بزګران له کرنې پرته نورو چارو ته هڅوي.
دکرنې ګټه او د حاصلاتو مقدار ډاډمن او معلوم دوامداره حالت نه لري او کورنۍ نه شي کولای له اقتصادي پلوه پرې تکیه وکړي داهم د ګټې او ژوند چارو د بدلون لټه رامنځ ته کوي.
له ۲۰۰۲ زکال وچکالۍ وروسته ګڼو بزګرانو (۵۰٪) ونه شوای کړای پوره حاصلات ترلاسه کړي. ۷۰٪ بزګران په دې بریالي نه شول ،چې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي. ګڼې کورنۍ له پور او بهر څخه د مرستو غوښتولو ته اړ شول.
داوبو ناخوندیتوب د کورنیو تولیدي چارې ګواښي :
د افغانستان بېلا بېل سیندونه داوبو د مقدار له نظره متفاوت دي. مثلاً آمو ډېرې اوبه لري، حال دا چې هلمند لږې اوبه لري، د هلمند د سیند په وروستیو څانګو کې خلک ډېر ځله له کاریزونو څخه دسیند پر ځای کار اخلي د کابل دسیند غاړو ته پراته خلکو له واږدې مودې څخه را په دې خوا پوره حاصلات نه دي اخیستي.
له ۱۹۹۸ – ۲۰۰۲ م کاله پورې وچکالۍ د خلکو په ذهنیتونو کې د یوې سختې او اوږدې وچکالۍ خاطرې پریښودې ، کرنې، څړځایونو او حاصلاتو ته یې سخت زیان ورساوه، قیمتي یې ډېره کړه او خلکو خپل څاروي ډېر ارزانه وپلورل.
لنډه مهالي او اوږدمهالي لېږ دیدنې یې رامنځ ته کړې. په دې لړ کې ختیځ او سهیل له زمکو څخه د کمو حاصلاتو د ترلاسه کولو له امله تجارت او هجرت ته د خلکو اړوتل اوږد تاریخ لري.
په ۲۰۰۲زکال ډېر کم حاصلات ترلاسه شول ۶۰٪ خلکو خودکفايي نه درلوده ۲۰۰۳زکال کې د فیصدي ۴۸٪ ته راکمه شوه. په وروستیو کلونو کې هم وضعیت هومره نه دی ښه شوی.
بدیل معیشت اود ژوندي پاتې کېدو لپاره ستراتیژي :
کورنۍ مجبورې دي دوچکالۍ پرمهال دکرنې بدیل معیشت رامنځ ته کړي چې په دې صورت کې اقتصادي وضعیت ډېر نه بدلېږي خوکه بله ګټه نه ويو نو د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅه د کورنۍ شتمنۍ او اقتصاد له منځه وړي.
د کرنې ځای ناستی معیشت دخوړو په کیفیت او کمیت کې بدلون راولي،کورنۍ غواړي خپل لګښتونه را کم کړي.
د وچکالۍ د بحران میراث :
- شخړې
اوبه ډېر ځله د شخړو باعث ګرځي خو په وچکالیو کې دا شخړې لا ډېرېږي. هم انفرادي شخړې رامنځ ته کوي او هم ټولنیزې. که څه هم ورځنی ژوند له ستونزو سره مخامخ کوي خو ژر حل کېدای هم شي. داشخړې هم د څښلو په اوبو، هم د کرنې پر اوبو او هم د کوچیانو او میشتو خلکو ترمنځ پېښېږي.
- پورونه
وچکالي ډېر ځله خلک پوروړي کوي، په کلیوالو کورنیو کې متفاوت ډولونه پور اخیستل کېږي، ګڼه برخه پورونه په سود نه وي، د ژوند ځینې عمده مصارف لکه ودونه او خیراتونه خلک پوروړي کوي.
-
مخدرات
دمخدره موادو کرل تورو پیسو اود نورو ستونزو ترڅنګ د کورنیو اقتصاد هم له منځه وړي مخدراتو ته د خلکو مخ اړولو یو دلیل وچکالي ده، که څه هم ځينې وخت داضافي ګټې ترلاسه کولو لپاره خلک داوبو لرلو په صورت کې هم مخدرات کري.
په ۱۹۸۰زکال په هلمند کې د اپیمو د کرلو یو دلیل وچکالي وه، خو په ۱۹۵۰زکال کې د اوبو د کمښت تر څنګ له ګاونډیو هېوادونو څخه د سوداګرو ډېر راتګ هم خلک اپیمو کرلو ته وهڅول.
په ۱۹۸۰ لسیزه کې بې امنیتي هم د اپیمو د کر په زیاتوالي کې ونډه درلوده، په بدخشان کې د هوارو زمکو کموالي او د اوبو د رسیدلو ستونزې د اپیمو د ډېریدو باعث شول. د اپیمو کرل له اوبو پرته نور عوامل هم لري لکه زیات قیمت او نور. بېلګه:
کندز هم هواره زمکه لري اوهم اوبه پریمانه دي مخدرات کم کرل کېږي، خو بلخ چې د کندز په نسبت کمې اوبه لري ډېر ځله مخدرات کري.
جنسیت، اوبه او کرنه :
ښځې په افغانسان کې محرومه، زیانمنونکې او بې حقه ګڼل کېږي له تاوتریخوالي سره مخامخ دي. لکه په پور او بدو کې د ښځو ورکول.
افغانستان یوه نرواکه ټولنه ده. دلته جنسي توپېرونه جدي دي. خو د اوبو کمښت په دې توپېرونو پورې اړه نه لري، داوبو له کمښت سره نر او ښځې یو شان زیان وینې، نارینه تر ښځو ډېر د خوړو د ناخوندیتوب او کمښت څخه زیان ویني ځکه د نارینه وو فزیکي خواري او زحمت ډېر وي او دا زحمت کافي خوړو ته اړتیا لري.
پالیسي جوړونه :
له اوبو څخه د ښې کار اخیستنې لپاره ښايي مناسبه پالیسي وجود ولري ،د خوړو خوندیتوب لپاره باید کورنۍ محصولات ډېر شي.
اود زراعتي محصولاتو د عرضې اوتقاضا ترمنځ باید تعادل رامنځ ته شي.
بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۰مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۶/ ۱۳۹۴