تاند- د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د هیواد د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله له امریکا سره د افغانستان پر امنیتي تړون د بیاکتنې غوښتنه وکړه.
دوی وویل له واشنګټن سره د کابل دوه اړخیز امنیتي تړون ګټه نه لري ځکه چې امریکا افغان امنیتي ځواکونو ته لازمې وسلې نه ورکوي چې د امنیتي تړون یوه اساسي غوښتنه ده.
څرګنده نه ده چې څومره وکیلان له امریکا سره د امنیتي موافقې د لغوه کېدو ملاتړ کوي خو دا لږترلږه لومړی ځل دی چې د امنیتي تړون د لغوه کېدو په اړه په ولسي جرګه کې بحث راپورته کېږي.
په ولسي جرګه کې د بلخ یوه استازي رحمن رحماني وویل:«امریکا د امنیتي تړون پر اساس افغان امنیتي ځواکونو ته وسلې نه دي ورکړي او دا مسله د پوښتنې وړ ده.»
یوه بل وکیل عباس ابراهیم زاده وویل:«ولي امریکا زموږ ځواکونو ته وسلې نه ورکوي. دوی په خپلو ژمنو کې ریښتیني نه دي.»
ځینو نورو وکیلانو بیا پر ولسمشر اشرف غني نیوکه وکړه چې ولي یې له روسیې څخه د وسلو غوښتنه کړې ده.
ویل شوي چې د افغانستان حکومت له روسیې څخه د جنګي څرخکو په شمول یو شمېر وسلې غوښتي دي.
ټاکل شوې وه چې امریکا د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک لپاره شاوخوا ۶۰ جنګي څرخکې واخلي خو د اوکراین پر سر د امریکا او روسیې د اړیکو د خرابېدو له کبله د امریکا کانګریس له روسیې څخه د امریکا په پیسو د وسلو د رانیولو مخالفت کوي.
د ۲۰۱۴ کال په پای کې د امریکا او ناټو محارب یا جنګي ځواکونه له افغانستانه ووتل او د جګړې ټول پېټی یې افغان امنیتي ځواکونو ته پرېښود خو له دې سره سره له کندوز څخه د طالبانو د ایستلو په عملیاتو کې امریکايي الوتکو فعاله ونډه واخیسته.
د پاکستان سره د افغا
نستان په دې تینګلي حالت کې د امریکا شړل نو دا معنی ښندي چې پا کستان ته وایثی و را ځه د پلار حق دې واخله