کتاب مې را واخیست، څو کرښې مې ولوست، خوند یې را نه کړ، مخامخ توشکې ته مې واچاو.

په اړخ وواښتم، خوب نه راته، له کړکۍ مې وکتل سپوږمۍ د آسمان په منځ کې ولاړه وه، کوټې ته مې وکتل څو کتابونه پر توشکه پراته وو. عادت مې دی چې کتاب ولولم پر توشکه یا بالښت یې پرېږدم چې خوښ مې نه شي همدلته یې پرېږدم بل را واخلم، مور مې چې راشي وايي کتابونه کرې که یې لولې.

هماغه کتاب مې بیا راوخیست ناول و، هلک پر نجلۍ مین دی، ټولګیوال دي، لولم یې کیناستم پښې مې اوږدې هوارې کړې، ډیالوګ ته راورسېدم.

هلک د نجلۍ له مخې سره روان دی، د سترګو تر کونجو ورګوري.

  • صنم شماره مې ولیکه
  • نه یې لیکم
  • ولیکه دومره ناز مه کوه
  • وایم، نه یې لیکم

نجلۍ موسکۍ وه ښايي د هلک له ځورولو یې خوند اخیست

  • راکړه خو ګوره زنګ نه درته وهم
  • واخله او زنګ ووهه.

په کیسه کې مخ ته روان وم، پوه شوم چې څه به نه وي، یوازې دومره چې نجلۍ له هلک بهر ته دتګ غوښتنه کړې وه؛ خوند یې نه راکاوه بې ځایه خبرې وې پای ته یې ورغلم، څو پاڼې د کتاب له پایه پیل ته راغلم، لیکلي وو، صمد له یونانه صنم ته زنګ وواهه همدا چې جرمني ته ورسېږي صنم به هم راغواړي.

کتاب مې نشو خوښ په منډه منډه مې یې پاڼې اړولې، دا کيسې ډېرې راته کلیشه ښکاره شوې، هره ورځ د مینې کیسې راته بل ډول ښکاره شوې، خوند یې تللی.

څو پاڼې مې واړولي لیکلي وو، یوه اونی وشوه چې صنم له صمد سره اړیکه نه لرله، پر همدې شنبه احوال راغی چې د صمد بېړۍ ډوبه شوې، د کتاب وروستی جمله دا وه صنم بې صمده پاتې شوه.

کتاب مې پر مخامخ توشکه وکاره، سترګې مې پټې کړې د شپې مې د صمد ډوبه بېړۍ په خوب ولیده، خو صنم د ساحل په غاړه روانه وه او په موبایل کې یې خبرې کولې په خبره یې نه پوهېدم خو په وېښتو یې لاس را تېراوه کله کله به یې تر شا ډوبې بېړۍ ته راوکتل بیا به یې مخ واړاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *