د استاد اجمل ښکلي لکچر
لیکنه: شفیق امیرزی
دا پوښتنه مو ځواب کړې؟ که نه مو ده ځواب کړې نو په یوه کاغذ کې ولیکئ چې لیکوالي ستاسې په اند څه شی ده؟ همدغې پوښتنې ته ځواب ورکړی خو هغه ولیکئ همدا کرښې چې تاسې د لیکوالۍ په اړه لیکلې دي لیکوالي ده، دا به سمه لیکوالي نه وي خو د لیکوالۍ ابتدا ده.
لیکوالي په اصل کې د ځان تفسیر او د ټولنې یا نړۍ تعبیر دی، لیکوالي د ځان تفسیرول دي، لیکل بیا خپلې بڼې لري، ادبي دي او تحقیقي دي، مقاله له تحقيق سره په توپير که موضوع يې علمي هم وي، د ادبي ماهيت له پلوه په تخليقي ادب کې راځي. فرانسس بېکن به خپل فلسفي نظرونه ليکنو په بڼه لیکل. وروسته دې ډول ليکنو ته (Essay) وویل شوه. دا بیا په دوو برخو وویشل شوه، که به هغه په علمي مسایلو کې وه هغه ته به یې زموږ په اصطلاح ليکنه يا مقاله يا مضمون ووايه او که به په پکې ادبي استدلال شوى وى، موږ ورته ادبي ټوټه وويله، خو ادبي لیکنې بیا ستا خپل نظر دی د سفرنامې لیکوال، د ادبي ټوټې لیکوال، د کیسې لیکوال دغو ټولو ته لیکوال وایو، خو محقق ته په دې ليکوال وايو، چې له ليکوالۍ نه استفاده کوي، ګنې د ليکوالۍ او تحقيق ترمنځ توپير دى. ليکوالي د ادبي نثرونو ته وايي،هغه که سفرنامه وي، که لنډه کيسه، که ادبي ټوټه. ورته والى د مقالې او تحقيقي مقالې ترمنځ دى. په مقاله کې ښايي ليکوال راته خپل ادبي ادبي يا علمي تجربې بيان کړي او ليکنه يواځې د علمي استفاده نه، د ادبي تندې د خړوب لپاره هم وکاروي؛ خو په تحقيقي مقاله عموما له ماخذونه ډېره استفاده کېږي او له موضوع سره چورلټ علمي چلن کېږي.
لیکوالي چې د ځان تفسیر دی، نو ورسره جوخت د ټولنې تعبیر هم راځي دا چې په لیکوالۍ کې ځان څومره مهم دى. ځینې ادبي مکتبونه دي چې لیکوالي له فرد نه بېلوي، دوی به ویل چې لیکوالي لیکوالي لیکل کوي، لیکوال تشه وسیله ده، خو پوښتنه دا ده چې که لیکوال نه وي لیکوالي به له کومه شي؟
کوم لیکوال چې فردي فکر نه لري خو په ټولنیز منطق روان وي هغه ټولنې ته ګټه نه شي رسولی، په لیکوالۍ کې دا مهمه ده چې زه څوک یم؟ او زه څه وایم؟ دا نه ده مهمه چې ټولنه څه وايي مهمه دا ده چې ته څه وايې؟
د ټولنې تعبیر په دې مانا چې د فرد په توګه د ټولنې په اړه زموږ فکر څه دی؟ په انسان کې دوه ځانه دي یو هغه چې ټولنه یې تا ته درکوي او بل هغه، چې ستا خپل فردي غوښتنې رانغاړي او له هغه ټولنيز سره په ټکر کې وي. لیکوالي د دغو دوو ځانونو تر منځ اړیکه ټینګول دي په ځینو ټولنو کې دا کوښښ کېږي چې دا دوه ځانونه سره پوخلا شي، چې فرد ته د هوسا ژوند او فکر زمینه برابره شي؛ خو که ته داسې وکړې چې د ټولنې ځان پر خپل ځان تحمیل کړې؛ نو له ګڼو ستونزو سره به مخ شې، ځکه دلته بیا فردي آزادي له منځه ځي او کله چې فردي آزادي له منځه ولاړه شې بیا نو نوښت نشته، هر څه به د تېر په شان د یوه دود له مخې روان وي، خو اصله خبره دا ده چې ته به د ليکوال په توګه خپل ځان ته ژمن وې، هغه ځان ته نه، چې ټولنې درکړی دی. په دې توګه به ته په خپل انتخاب کې خپلواک وې.
دا لیکوالي ده، لیکوالي دې ته نه وايي چې اصل د یوه دود له مخې ووایې، چې معما له پخوانو نه راته پاتې ده، نو پوره ده او نواقص پکې نشته، بلکې ووايې، چې دا معما رښتيا هم صنعت دى که نه او که نه دى ولې نه دى او که دى ولې دى او که ددواړو ترمنځ دى؟
کوم لیکوال چې په ټولنیز فکر روان وي هغه ټولنې ته ګټه نه شي رسولی، نو د لیکوال دا کار نه دی چې ټولنه څه وايي، د لیکوال کار دا دی چې پخپله دى څه وايي. لیکوالي د ځان تفسیر دی، ټولنه داسې ده لکه ماشوم چې په سړک اوړي؛ نو لیکوال ته ښايي چې دا ماشوم له مرګه وژغوري. هوښياري خو دا نه ده، چې ځان هم ورسره په موټر ووهي.
کېدای شي، ډير داسې څه وي چې ټولنه یې درسره ونه مني؛ خو ته به خپل هغه افکار لیکي چې ټولنې ته یې ګټه ده. د لیکوال دا دنده ده چې په ټولنه کې ځينې فکرونه چيلنج کړي. دا به نه وايي څه چې هر مشر وايي هغه سم دي او هغه به هرومرو مني، خو که ته له دې ويرې پټه خوله ناست يې په ټولنه کې به زما حیثیت ته نقصان وي، بيا موثره ليکوالي نه شې کولاى.
د ټولنې تعبیر دا مانا چې له تا سره د ټولنې په اړه څه فکر دی؟ او دا فکر باید نسبي ثبات ولري، بيا د همدې فکر په سیوري کې خپل فردي افکار د لیکوالۍ په ژبه اړولاى شې.
نو اوس به دې خبرې ته راشو، چې (رنسانس) وايي (علم په کتابونو کې دی) خو که ځير شو علم به په کتابونو کې وي؛ خو نوښت په فردي فکر کې دى. که موږ په کتابونو اتکا وکړو بیا نو نوښت نشته، همدا به وایو چې عروض دا شی دي، هغه شی دي، خو پخپله به مو د هغه په اړه فکر نه وي کړی، په هغه کې به مو نوښت نه وي کړی، یا به مو یې په اړه شک نه وي کړی، چې دا څه شی دي او د کوم خوم دوا دي؟ همدارنګه اوس ویلی شو، چې د علم پرمختګ په فردي فکر کې دی.
اوس به دا پوښتنه وکړو چې د لیکوالۍ سرچینې څه شی دي؟
لیکوالي په عمومي توګه په درو شیانو کې ده: تجربه، مشاهده او مطالعه؛ دغه درې د لیکوالۍ لپاره سرچینې دي.
دا نه چې ته به خپلې تجربې کټ مټ را اخلې .دا لیکوالي نه ده لیکوالي، بلکې دا ده چې پخپلو تجربو فکر وکړې د خپلو تجربو ژورو ته ورکوز شې، هغه تحلیل کړې او هغه ولیکې.
ښه اوس نو چې پوه شو چې لیکوالي درې پورته سرچینې لري ښه ده چې هر یوه ته یې وده ورکړو، زه دا نه وایم چې ټوله ورځ مطالعه وکړئ خو مطالعې ته وخت وټاکئ که مطالعه و نه کړئ لیکوالي نه شی کولی.
تجربه کوئ، له هر څه یوه دقیقه پایله واخلئ او هره تجربه په فکر کوئ، هر څه ته فکر کوئ، څو مو پر تجربو یو څه ورزیات شي، نو اوس به په دې اړه ووایو چې دا درېواړه په فکر کې سره یو ځای کېږي؛ نو دې پایلې ته رسېږو چې د لیکوالۍ سرچینه د فرد فکر دی.
د تجربو کټ مټ را اخیستل د کمزوري لیکوال کار دی د ښه لیکوال کار دا دی چې دا خپلې تجربې او مطالعې سره پرتله کړې او هغه ولیکي.
اوس نو پوهېږو، چې مطالعه، مشاهد او تجربه د انسان په فکر کې منظمې راټولېږي، پايله همدا راوځي، چې د ليکوالۍ سرچينه د انسان فکر دى.
ښه لیکوال څوک دى؟
ښه لیکوال دا دی چې حقایقو ته د شک په سترګه وګوري ځينې حقیقتونه ثابت وي، خو ډير داسې څه شته چې په ټولنه کې به سم منل شوي وي؛ خو هغه به سم نه وي. حقیقتونو ته د شک په سترګه کتل پکار دي، دا له ټولنې سره دوښمني نه ده او ښايي هم نه، چې موږ له خپلې ټولن سره دوښمني وکړو، ځکه لیکوال چې د ټولنې پر وړاندې ودرېد، ټولنه یې مخې ته نه پرېږدي؛ خو لیکوال باید د ټولنې د ځينو حقیقتونو پر وړاندې ولاړ وي. د لیکوال فردي شعور باید تر ټولنيز شعور لوړ وي. که داسې نه وي، لیکوالي نه شي کولی. لیکوال باید تر ټولنې پوه او دقیق وي.
خو په ټولنه کې ځینې داسې شیان شته چې پر وړاندې یې غبرګون پکار دی، لکه په ټولنه کې مو دا دود دی وايي(ښځه یا د کور ده یا د ګور) نو اوس د یوه لیکوال او يوه م مهذب شخص په توګه به دا خبره له ټولنې سره نه منې، بلکې د ټولنې د دغې خبرې پر وړاندې به درېږې. یا زموږ په ټولنه کې وايي (چېرته ډب هلته ادب) نو اوس که زه د ټولنې سره دا خبره ومنم، زما ګټه ټولنې ته څه شوه؟ په دې مانا چې د ټولنې د ځینو حقیقتونو پر وړاندې به غبرګون ښیې.
یا یوه بله خبره ده مشران وايي هغه څه دې چې مور او پلار نه وي کړي ته یې هم مه کوه، نو اوس خو به ډیر داسې څه وي چې هغوی نه وي کړي خو که یې زه و نه کړم د پرمختګ له ننني کاروان نه به شاته پاتې شم. لیکوال هغه دى، چې داسې څه وکړي چې مور او پلار یې نه وي کړي. دودونه مات کړي. په لیکوالۍ کې نوښتونه وکړي او نوي فکرونه او پرمختګونه وپالي.
ښه لیکوال هغه دی چې په ځینو جامدو افکارو فکر وکړې، او دا وپلټي چې فرد څه وايي ځکه په لیکوالۍ کې فرد مهم دی.
د ښه لیکوال بله ځانګړنه دا ده چې مسايلو ته له نوې زاویې وګوري:
لیکوال که په حقایقو شک ونه کړ، هغه لیکوال پر مخ نه شي تللی، خو شک هغه وخت پیدا کېږي چې له نوې زاویې ورته وګورې. د بېلګې په توګه په ادب کې هر ورځ ورسره مخ کېږي چې معما څه شی ده؟ تعریف مو یې زده کړی دی او هغه مو د صنعت په توګه منلې ده، ولې مو منلې ده؟ ځکه په هغه مو شک نه دی کړی له نوې زاویې مو نه دي ورته کتلي، خو که اوس دا پوښتنه وکړو چې په ادب کې معما څه شی ده؟ او په اوس وخت کې یې ګټه څه ده؟ هله به موږ یو نوښت وکړو؛ خو که دا همداسې د یوه صنعت په توګه ومنو؛ نو همداسې جامد به پروت وي او موږ به یې هم یوازې تعریف زده کوو بس.
خو ګورئ ما چې د کوم شک خبره کړې ده هغه معقول شک دى. د افراطي شک خبره نه کوم چې د شک له دایرې ووځئ. د شلمې پېړۍ نوميالى انګرېز فيسلوف برتراند رسل وايي چې زه د افراطي شک او افراطي یقین مخالف یم. ځينو شیانو کې شک نه دی پکار، د ځينو شيان پر ځينو برخو شک پکار دى او د ځينو شيانو پر ډېره برخه او همدا معقول شک دى، چې حقايق راته له سره راوپېژني او وګړي له اخلاقي او علمي تشې سره مخ نه کړي.
معقول شک په دې مانا چې زما ادب ته چې کومه تیوري جوړه شوې ده، تر کومه سمه ده خو داسې افراطي شک نه کوم چې دا هرڅه چې دي هغه ته اور واچوم او نه یې منم او افراطي یقین هم داسې دی که زه ووایم چې په ادب کې هر هغه څه سم دي چې پخوانیو لیکلي دي او که څوک د نقد ګوته ورته نیسي، زه یې مخالف یم. دا دواړه زموږ په زیان دي او ادب ته کومه ګټه نه شي رسولی؛ نو شک او باور دواړه نسبي پکار دي. لوی لیکوال هم هغه دی، چې نسبي شک لري. لکه یو څوک دی وايي تلمېح هومره ارزښت نه لري لکه څومره چې پخوانیو ورکړی و، ځکه وخت او دود توپير لري خو اوس دا خبره هم مهمه ده چې ووایې دا زما شک مهم دی که نه دی؟ په دې مانا چې پخپل شک هم شک پکار دی.
اوس دې ته راځو چې له شک وروسته کومه مرحله ده؟
د شک او یقین تر منځ یوه بله مرحله ده چې ښايي د سرګردانۍ وادي ورته ووايو. په دې کې مرحله کې خو تا زاړه حقايق ړنګ کړل؛ نو اوس پکار ده، چې په دې مرحله کې دا ګډود حقايق منظم کړې او د نويو حقايقو په بڼه يې ټولنې ته وړاندې کړې. بيا نو درېيمه مرحله ده، چې که تا خپلو سوالونو ته ځوابونه پیدا کړل، د بېلګې په توګه دا دې وموندله چې دا معما صنعت اوس کوم اهمیت نه لري یا یې لري؛ نو دا ځوابونه چې سره وپېيې، تا نوى ادبي حقيقت کشف کړ او د همدغو ځوابونو منظمې ليکنۍ بڼې ته ليکوالي وايي.
- اعتدال ولري
هغه لیکوال ښه لیکوال دی چې اعتدال ولري، ښه لیکوال هغه دی چې د منفي اړخونو تر څنګه د هر څه مثبت اړخونه هم له پامه ونه غورځوي او موږ ته مستقيم او نامستقيم د تهذيب او له نورو فرهنګونو سره مينه راوښيي.
اوس يوه پوښتنه کوو:
- دا څه شی دي؟
د سوفي نړۍ چې کله د کانت فلسفه تشریح کوي؛ نو هلته فیلسوف خپلې شاګردې (سوفي) ته یو مثال ورکوي، چې موږ هر څه د حواسو له لارې اخلو؛ نو ورته وايي چې که ستا تر څنګه یوه پيشو وي او يوه پنډوسکه له کړکۍ راشي؛ نو هرو مرو به ستا او د پېښو غبرګون توپير ولري؛ پېشو به په توپ پسې ورټوپ کړي؛ خو ته به فکر وکړې چې دا د څه شى دی؟ څنګه دلته راولوېد؟ او چا راوغورځاوه؟
پيشو په حواسو ډیره تکیه کوي او څه چې په سترګو ویني حمله ورباندې کوي؛ نو انسان خو عقل لري حقایق په عقل درک کوي او تر درک وروسته یې پر وړاندې غبرګون ښيي.
اوس فرض کړه یو څه کوټې ته راننوځي، انسان فکر کوي چې دا څه شی دي؟ لړم دی؟ نه لړم خو داسې نه وي؟ مار دی؟ هو مار دى. مطلب په يوه کټګورۍ کې يې راولو او بيا يې پر وړاندې همغسې مناسب غبرګون ښيو.
نو د ښه لیکوال په فکر چې لومړنۍ پوښتنه راګرځي هغه (دا څه شی دی؟) ده. لکه وايي معما څه شی ده؟ کله یې چې معما و پېژندله بیایې په ارزښت او نه ارزښت هم پوهېږي.
تر دا څه شی دی؟ وروسته د ولې؟ پوښتنه ده، وروسته له دې چې پوه شوې چې دا معما ده بیا له ځانه وپوښته چې معما ولې ده؟ معما څه ارزښت لري، ولې پخوانیو دومره ارزښت ورکاوه خو اوس ولې ارزښت نه لري؟ د حقایقو تر شا علتونه د ولې له لارې پيدا کولاى شو؛ نو ليکوال د همدغو دوو پوښتنو (دا څه شى دى؟) او (ولې؟) ترمنځ پرته ده.
- حللارې
کله مو چې مسایل پیدا کړل هغه ته حل لارې پیدا کړئ. د ليکوال يو تعريف دا دى، چې مسايل پيدا کولاى شي او بيا دې مسايلو ته حللارې موندلى شي.
څنګه ولیکو؟
اوس مو هر څه پیدا کړل، مسله او حل لاره مو پيدا کړه، تجربه هم راسره ده، خو لیکلی یې نه شو. له دې نه ښکاري، چې د ليکوالۍ دوه اړخه دي، يو اړخ يې هغه و، چې موږ پر پاس بحث وکړ، چې مساله څنګه پيدا کړو، بل دا چې دا څنګه د سپينې پاڼې ته ورسوو.
له موږ سره که نور څه نه وي، د ژوند د عادي مسايلو په اړه خو ډېرې خبرې وي؛ خو موږ يې ولې نه شي ليکلى، لاندې لاملونه لري:
- نه يې شم ليکلى؟
ولې یې نه شو لیکلی؟ ځکه چې پر موږ دا ذهنیت حاکم دی، چې زه يې مثلا د رفيع صاحب يا غضنفر صاحب غوندې نه شم ليکلى، نو نه يې ليکم. دا ذهنيت نفې کړئ، تاسو يې ليکلى شئ، پر ځان باور ولرئ.
- د احساس شدت
بله ستونزه دا چې موږ ليکلو ته زياتره وخت شديد تمايل نه احساسوو او د احساس شدت د (څه) او (ولې) غوندې په متجسسو پوښتنو په ځان کې پياوړى کولاى شو. کله مو چې ليکول ته شديد تميال پيدا کړ، له واره قلم و کاغذ راواخلئ او ليکل پيل کړئ، ضرور نه ده، چې ليکنه په همدې يوه ناسته کې ختمه کړئ؛ خو د ښې ليکنې بنسټ په همدې وخت کې ايښوداى شئ.
- ترتیب
او بله خبره چې موږ ليکوالي نه شو کولاى، دا ده، چې زموږ په ذهن کې يوه منطمه نه وي پرته، ګډه وډه وي. د ليکوالۍ يوه ګټه دا ده، چې د انسان فکر منظموي او منظم نړۍ ليد ورکوي. خبرې چې له ذهن نه د قلم نوکې ته راځي، ډېر بدلون پکې راځي، ډېرېږي، کمېږي او منظمېږي؛ خو پکار ده، چې موږ مخکې له مخکې په ذهن کې خپلې ليکنې ته خاکه جوړه کړو، چې ليکنه څرنګه وپېيم، کومې خبرې مخکې کړم، کومې ورپسې او کومې په پاى کې او څرنګه استدلال وکړم، چې لوستونکى راسره خبره ومني.
- انتخاب
بله ستونزه چې موږ لرو هغه دا ده چې په خپل ذهن کې په موجودو معلوماتو کې انتخاب نه شو کولی. ښايي موږ هر څه په يوه ليکنه کې نه وايو، د ليکنې له موضوع سره سم په خپلو ذهني معلوماتو کې غوراوى کوو. دا غوراوى له موږ سره د ليکنې په نظم کې مرسته کوي.