د کور په کتابتون کي د کتابونو په اوډولو اخته یم، د ټلیفون زنګ مي فکر خپل ځان ته واړاوی، د ټلیفون پرهنداره د ملګري نوم راته ښکاري.
ملګری مي تر روغبړ وروسته وايي، (سبا یوولس بجې دي هیر نه سي، یوځای ځو.)
له ملګري سره ترژمني وروسته مي ټلیفون بند کړ، چي سبا سو، نو له وعدې سره سم ټاکل سوي ځای ته یوڅو ګړیه مخکي روان سوم.
زه ځکه یوڅو دقیقې وختي روان سوم، چي د ځینو اوسنیو ملګرو(!) درواغجنو وعدو اوبېځایه اوږدو پلمو څو ځله، څه چي هره ورځ مي ځوروي، لیکن بیاهم هغه اش هغه کاس وي.
په نوره نړۍ کي خلک وخت او وعدې ته په درنه سترګه ګوري، نو ځکه يې ځانونه د نړۍ له ګړندي کاروان سره اوږه په اوږه روان کړي دي.
ټاکل سوي ځای ته پرټاکلي وخت ورسیدم، له خدایه شکر دی، چي ملګری مي زما له مخه هلته ولاړ دی، خوښ سوم په موټرکي ورسره سپور سوم او د ټاکل سوي ځای پرخوار روان سوو.
تر یوڅه مزل وروسته يې موټر تم ځای ته وروګرځاوی.
داځای د واده نوی صالون دی، چي نن يې پرانیستغونډه ده.
د صالون په خوله کي زیات ځوانان په منظم ډول د میلمنو ښه راغلاست ته ولاړ دي.
په ډلو، ډلو بللي او نابللي مېلمانه تریوې سرسرکي تلاښۍ وروسته صالون ته ننوزي.
زه اوملګری مي هم ترتلاښۍ راتیر او پر پرتو څوکیو کښېنستو.
هر مېزته شپږ څوکۍ ایښوول سوي دي.
نور مېلمانانه هم راغلل او زموږ د مېزپاته تشي څوکۍ يې ډکي کړې.
دیاد صالون پرانیستغونډي ته يې پر یوولس بجې يې غوښتي یو، خو مراسم تر ۱۲ بجو هم واوښتل.
لوږه، انتظار او زیاته ګڼه ګوڼه ګړی په ګړی غمیږي.
مېلمانه لا په ډلو ډلو سالون ته راروان دي.
ناستو کسانو هر یوه ترلس ځله ډېر خپلو لاسي ساعتونو ته وکتل او بیابه يې سینګار سوي سټیج ته د پرګرام د ژر پیلیدو په هیله مخ ور واړوي.
له اوږد انتظار وروسته اناونسر دمراسمو د پيلیدو زیری وکړ.
پرانیستغونډه د کلام الهي په څو مبارکو ایاتونو پيل سوه.
وروسته د ملي سرود د احترام لپاره له حاضرینو وغوښتل سوه، چي پرخپلو ځایونوچوپ ودریږي.
دادی ملي سرود پیل سوو، په صالون کي ناست کسان یو په بل پسې پر خپلو ځایونو ودرېدل.
شاوخوا مي وکتل ځیني میزونو ته لا یو شمیر مېلمانه، نه یوازي ناست بلکي په لوړ اوازیې خبري هم نه دی بس کړي.
زما ښي اړخ ته د یو امنیتی چارواکي یوه ډله ساتونکي همداسي بې پروا په خپلو منځو کي اشارې او پټي خبري کوي.
په ټول صالون کي د ګوتو په شمیر یوڅو کسان او ددغه صالون کارکوونکي ځوانان چوپ اوپه ډېردرنښت ملي سرود ته ولاړ دي.
دملي سرود د ږغېدلو پرمهال ناستو کسانو ته فکر یوړم، کوچنیان او لیونیان نه معلومېږي، هریوه پاک کالي اغوستي، ځان يې ساټ اوباټ کړی دی، خوبدبختانه خپل ملي ارزښت (ملي سرود ) ته احترام نه لري.
عجیبه خلک دي! دلته زېږېدلي، دلته لوی سوي، ددې هیواد هوا تنفسوي، اوبه يې څښي، د پلارسريې په همدې خاوره کي ښخ دی، خو بیاهم دګران هیواد ملي ارزښتونوته درناوی نه کوي.
زما هغه وخت ښه په یاد دی، چي په پاکستان کي مو د کډوالۍ ترخې شپې سباکولې، موږ هره ورځ پاکستانیان لیدل چي خپلي قومي ترانې (ملي سرود) لپاره ټول په احترام درېدل.
نه يې ملایانو ویل، چي ملي سرود ته د احترام لپاره ولاړېدل ګناه لري، نه يې اپوزیسون ویل، چي داملي سرود په حکومت پوری تړلی دی اونه هم له اردو ژبو ماسوا نورو اقلیتونو ویل، چي (قومي ترانه ) ولي زموږ په ژبه نه ده، خو له بده مرغه زموږ په هیواد کي بیاداخبره سرچپه ده.
دلته ځیني افغانان لاتراوسه هم دملي ارزښتونو په ارزښت یانه پوهیږي یايې ځانونه غول اچولي دي، چي ددوی ددغه عارفانه تجاهل له امله هره ورځ په لسهاوو بېګناه افغانان د هیواد په بیلا بیلو برخوکي د بدبختۍ، بې اتفاقۍ او د تپل سویو جګړو په اور کي لولپه کیږي.
زموږ ویاړلی تاریخ، اساسي قانون،ملي سرود،ملي مشران،مځکنۍ بشپړتیا، پولي واحد، لویه جرګه، تاریخي ابدات، ملي ژبه، دهویت تذکره او نور… زموږ ملي ارزښتونه دي، چي احترام او ساتنه يې دهرافغان ملي مسؤلیت دی.
31 – 10 – 2015
دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په ۷۴ ګڼه کي هم خپور سوی دی