باران ته یې لپه نیولې وه. د باران غټې دانې پکې نه تکیه کیدې. ده ورته کتل او خندل او اوبه یې پر اوږدو څڼو لکه ناوه بهیدې.
ټک ټوک شو ډبرې پرې ووریدې. مړوند یې کلک ونیو. زګیروی یې شو. څو کاڼي یې پښو ته څیرمه ولګیدل. ده د ونې شاته منډه کړه.
ماشومان تر ونې راتا شول:
« لیونی لیونی»
« هاغه دی هاغه دی»
سړي ډبرې ته لاس کړ. ماشومانو چیغي کړې. څلور کسه مشران راغلل. سړی یې له مټو ونیو او په کور یې ننویست. یوه یې وویل:
- اوس مو بخت بیداره شو
څنګلوري یې سر ته لاس ونیو. لیوني پرده جګه کړه دباندې یې باران ته وکتل. یوه په لوړ غږ ورته وویل:
- بیا غواړي دباندې ووځې
لیوني خپل لاسونه لپه کړل، لکه چې زړه یې غوښتل د باران اوبه راغونډې کړي، نو په ژړغوني غږ یې وویل:
- بیا ماشومان نه وهم.
پای