تاند- د طالبانو په تحریک کې د ملا اختر محمد منصور د مشرتابه مخالفې ډلې ځان ته نوی مشر وټاکه.

د منصور مخالفو طالب قومندانانو نن /دوشنبه/ وویل چې دوی ملا محمد رسول اخوند خپل مشر ټاکلی دی.

دې ډلې همداراز ویلي چې له منصور سره به جګړه او لانجه ونه کړي او خپل تمرکز به له دښمنانو سره په مبارزې وکړي.

د منصور د مشرۍ مخالفو قومندانانو وویل:«موږ خپل مشر وټاکه چې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو او حکومت پر ضد د مجاهدینو لارښوونه وکړي.»

لوېدیځې رسنۍ وايي چې په دې اړه یې د منصور د ډلې د عکس العمل د معلومولو لپاره د نوموړي له ویندویانو سره د تماس هڅه وکړه خو داسي ښکاري چې ذبیح الله مجاهد نه غوښتل چې په دې اړه څه ووايي.

د طالبانو ځینو غړیو لوېدیځو رسنیو ته د نوم د نه څرګندېدو په شرط ویلي چې ملا محمد رسول اخوند پخوانی طالب دی:

«دی له پخوانیو طالب مشرانو څخه دی.۱۰ کاله یې له ملا عمر سره تېر کړي او د هغه یو خورا باوري او معتمد کس و.»

ویل کېږي چې د اخوند په مشرۍ جلا شوې ډله د پیسو او جنګیالیو د شمېر له پلوه خواره ده خو امکان لري چې د طالبانو ترمنځ اختلافات زیات کړي.

اخوند پنځوس کلن دی. د طالبانو د واکمنۍ په مهال یې د دوو ولایتونو د والي په توګه دنده اجرا کړې خو ملا نه دی.

د ده اکثره پلوي طالبان او قومندانان له منصور څخه په دې خوابدي دي چې د ملا محمد عمر اخوند مړینه یې پټه کړې وه.

د دوی په منځ کې ځیني شک لري چې ممکن ملا عمر د منصور له لوري وژل شوی وي.

خو ملا منصور وايي چې د ملا عمر مړینه یې د دې لپاره پټه ساتلې وه چې د طالبانو په منځ کې یووالی زیانمن نه شي.

One thought on “د منصور مخالفو طالب مشرانو جلا مشر وټاکه”
  1. دطالبانو څخه جلا شوی ډله باید په فرهنګی ډګر کی خپل یوه رسمی ویبپانه ولری ترڅو خلک یی له نظریاتو اودریځونوڅخه وخت په وخت خبر شی اوهم یی دویاند یو رسمی تویتر پاڼه او فیسبوک پاڼه موجوده وی زما په اند فرهنګی ډګر له نظامی ډګر ډیر تاثیر لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *