تاند- د هند اکانومیک ټایمز ورځپاڼې نن /دوشنبه/ راپور ورکړ چې دغه هیواد په افغانستان کې نوی سفیر نومولی دی.

ورځپاڼه وايي چې منپریت وهرا (Manpreet Vohra) له ستراتیژیک نظره په مهم هیواد افغانستان کې د امرسینها پر ځای سفیر ټاکل شوی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړه چې وهرا یې په کابل کې سفیر ګومارلی دی.

د دغه وزارت په وینا وهرا اوس هم په بهرنیو چارو وزارت کې لوړه چوکۍ لري.

وهرا له ۱۹۸۸ م کال راهیسي د هند په بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي او ټاکل شوې ده چې د نوي دندې د پیلولو لپاره ژر کابل ته لاړ شي.

ده په پاکستان کې هم د هند د مرستیال سفیر او په پیرو کې د هند د سفیر په توګه دنده اجرا کړې ده.

هند افغانستان ته د خپل ستراتیژیک دوست په سترګه ګوري او په تېرو ۱۴ کګلونو کې یې د افغانستان پر بیارغونه تر ۲ ملیارد ډالره زیاتې پیسې لګولي دي.

One thought on “هند د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه”
  1. هند دافغانستان تاریخی اوثابت دوست او همیشه کمک کونکی هیواد دی . ترهغو چی دافغانستان، پاکستان او هندوستان اوسنی جغرا فیای موقعیت پاته وی هند به دافغانستان دوست او پاکستان به دافغانستان دښمن وی نوسیاسیون او دسیاسی چارو مسولین ددی موقع څخه ښه ګټه واخلی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *