د افغانستان د خلکو د غنی کلتور د سینی نه هوښيارانو يو متل رانقل کړی وايي :  اوښان نه ژاړی بارونه يي ژاړی.

د نننه افغانستان کی د هيواد ډير استوګن په ځانګړی توګه د وطن د جنوب ، شرق ولسونه او دشمال او غرب کليوال خلک نه يواځی د بدوی ژوندانه د ټوپک او پيسی تر بد ترين استبداد لاندی ژوند کوی.

بلکی هغوي چی د اړوند ظلم عاملین او فاعلين دي د خلکو څخه زيات شورماشور کوی . همدا وايي ټوپکی کمی دی ، پيسی په خلاصيدو دي ، ګولی نشته او د خلکو د سرکوب لپاره هم غږی يا هماهنګی وجود نه  لری.

خود چا اولادونه چی د ناتو د ړندو ګوزارونو، د کابل درژيم د تنظيمی مليشو او د طالبانو د ځانمرګو بريدونو ښکار ګرځی کلی يي ورانيږی . کروندی يي د مينونو کرځایونه جوړ شوی.  خپل ځلمی بچی د يوی مړی ډوډی په خاطر د جنګ د سړی خوری بلا خولی ته ورکوی ايران ، پاکستان اروپا ته يي استوی او د محلی ټوپوک والا و په ونيو سرو لمنو ته يي ورغورځوی . د غو ټولو بدمرغيو ته يي سينی سپر کړی پر خپل لوی څښتن يي توکل او پر خپل ايماندار ملت يي تکيه کړی. خبری او فريادونه لږ کوی خو عملونه او کارونه ډیر کوی.

زمونږ دولس دغه مجاذ ، خوی اوکرکټر هغه سياسی مدرسه ده چی افغانی روڼ خيالان سیاسون حتی ملايان او طابان بايد ذده کړه ورڅخه وکړی  او د ځانونو لپاره يي د عمل او نظر هسته وګرځوی.

خبره مو پدی پوری کوله دوه اوونی وړاندی چی مو د افغانستان د سیاسی  حلقو او شخصيتونو د سياسی پيوستون لپاره د مستقلی متحدی ملی جبهی دمينځ ته راتګ اوپر همدی بنياد بيا د موقتی انتقالی حکومت د جوړښت وړاندیز له هيواد والو سره شريک کړنو خدای پاک شاهد حال دی ډول ډول تماسونه موتر ګوتو کړه ، رنګ په رنګ بحثونه راپيدا شول اودامسله د نظر ورکولو او نظر اوريدل يوه وسيله وګرځيده.

حقيقت دادی چی د جبهی د جوړښت کارتر يوه حده پڅ روان دی د اځکه چی د افغانستان سیاسی ورشو د يو ډول ځانګړی ټيکه دار انحصارګر سیاست لپاره برابر شوی. مګر په جبهه کی د سیاسی حلقو او شخصيتونو زمانی يووالی اوله دی لاری د خلکو هوښياری بيداری او پيوستون داوسنی افغانی ټولنی نسبتا هراړخيز تحليل ورځينو واقیعتونو او په هيواد کی د خپل مينځی اتحاد تاريخیچی ته په پام سره طرحه  شوی.

زمونږ د خلکو خواشینی د بی انصافيو شتون ، د خلکو وژنی ، خارجی مداخلی ، ددنيا د سترو استخباراتی شبکو رنګ په رنګ  لوبی د بيت المال چور ، د قانون نه حاکميت د ځمکو غصبول د ټوپک کوتک په زور حاکميت غلاګانی بونګی اودی ته ورته کارونه خبرونه نه بلکی په خبرونو تبصری دی او داتبصری دومره ستومانه کونکی شوی چی په عامو خلکو کی ژوندی ملی رو حيه وژنی .

د دی پيښو څخه نه يادونه ځکه ناشونی ده چی دردونه او فريادونه سره ملګری وی خو دروشنفکرانو سياسی هوښيارانو او ټولنيزو کدرونو دنده داده چی لږ مخکی لاړ شی ددرد علتونه ومومی او داروته لاس په کارشی

که څه هم پر کوم سياسی تحليل چی سیاسی دريځ غوره کيږی هغه باید د ټولن پيژندنی د ټولو اصلونو په چوکاټ کی برابر شوی وی داړوندی اجتماع د تاريخ دين کلتور اقتصاد جغرافي  بشری قوت خپل مينځی جوړښتونو او ملی خصلتونو روغه رمټه ارزونه پکی شتون ولری.

مګر په افغانستان حاکيم قوتونه يا دقيقا پر هيواد ورتپل شوی ترخه واقیعتونه،  ددی څخه راپيدی شوی دردونه او په دغو دردونو دردمندو خلکو او حالتونو پيژندنه کم ترکمه د باوری سياسی تحليل لپاره بسنه کوی

ددیموکراتيکو پلانونو سياسی حقوقی ریفورمونو  د امنيت  د شوری دپریکړو سره سره  دناتو تړون په افغانستان کی د افغانی ټولنی داقتصاد سیاست او جنګ يوداسی مرکز هسته ده چی مخالفان او موافقان پرهمدی محور څرخی او په هيواد کی دفعال ملی سیاست سياسی دريځونه هم پر همدی بنياد نيول کيږی . پدی اساس څه کول په کار دی؟ څنګه يي وکړو ؟ او څوک يي وکړی پوښتنی ددی موضوع په  سپيناوی پوری  تړلی دی.

دناتو د مخالفانو او موافقانو دقيقه پيژندنه او تثبيت اسان کار ندی ځکه دشوروی اتحاد ایران ، پاکستان ، ازبکستان ، تاجکستان ، هندوستان او عربی اميرانو نه د افغانستان خلک پوره خفه دی.

له همدی امله دوی د امريکا د متحده ايالاتو او غربی ملکونو مرستوته په اړينو خلکو بدل شوی کيدی شی يو څه زيات افغانان په خپل هيواد کی د لويدیزوالو او افغانستان شریکی ګټی پيوندول و غواړی خو پداسی بڼه نه څنګه چی غربيان روان دی افغانان ځکه د غرب په سترو دولتونو بی باوره شول  چی جنګ سالاران يي په شنه زور په افغانستان په ورتپل او د هغوی په بهانه نه يي افغانستان ته داسی پوځونه واستول چی دولس کاله په جګړه کی لتاړ پاتی شوی.

دافغانانو يو ملی خصلت دادی چی دوی په خپل هيواد کی پردی اوپردی حاکميت نشی ذغملی داچی ملت په ملی کچه د ناتو په بشپړ علنی مخالفت پا موافقیت کی تصميم نشی اعلانولی د جنګی فشارونو سره سره يو ستر علت يي د مخالفانو د جنبش په راس کی ، د طالبانو ګونګ سياستونه او پدوی باندی د خارجی پيوندونو تورونه دی . په رښتيا سره طالبان ندی توانيدلی چی د افغان ولس ملی کرکټر او ديوه ملی اذادی بښونکی غورځنګ خصلتونه په خپلو سياستونو کی تنظیم او منعکس کړای شی.

خو د ګز لاندی ميدان کی د ناتو افغان موافقان په ايران پاکستان کی د جوړو شوو جهادی ډلو ډیره مشران ، قوماندان ، دانجوګانو ريسان   د غرب څخه د ناتو دپوځونو سره وړل شوی افغان تکنوکراتان، ديموکراتان ، د قومی مذهبی ،ژبنيو قبيلوی ډلوټپلو سروالان هغه تجاران چی په وروسته پاتی ټولنو کی د سترو صنعتی ملکونو د پخو او خامو موادو د تبادلی لپاره ددلالانو دندی سرته رسوی. په ځنی اجتماعی ، حقوقی کلتوری او مذهبی برخو کی په معلوم شمير افغانان او ديادو کسانو د ګټو شريکان د ناتو په افغانی موافقانو او د کابل داوسنی اداری په جوړونکی قشر کی شميرل کيږی.

طالبان نور ډول ډول وسله وال مخالفان د کابل درژيم د بدو کړو وړو څخه په تنګ راغلی افغانان، په کليو بانډو کی د خپل سنتی ژوندانه سره روږدی خلک او په هيواد کی د ناتو تود پوځی حضور اوددی حضور په نتيجه کی دلاسپوڅی رژيم مخاليف اففانان د ناتو د مخالفانو د قطار ستره برخه جوړه وی.

 د اقتصاد، سياست، جنگ، کلتور او د ټولنيزو مناسباتو په ټولو برخو کې د ناتو او طالبانو څانگړو تگلارو د هېواد سياسي چاپېريال د دوي د پوځي سياستونو تر سيوري لاندې راوستي حتی جنگ جگړه په کسب او هغې کاري طريقی

بدله شوې چې د ټولنې په ميلونو ميلونو وگړي د جگړې په اوجوره ژوند کوي.

د ناتو په کتابونو کی  خوښاغلی کرزی جمهوريس ليکل شوی مګر د افغانستان په ولايتونو او د کابل په پټو ښکاره دفترونو کی د هغو ډلو مشران ، قوماندان ، د بهرنيو ځانګړو څانګو ټومبل شوی وزريران ، او د مليشه يي کلتور وسله وال ياغيان حکومت کوی چی له اولی ورځی په خارجی ريښو او قومی جوړښتونو راوړل شوی دی. ددوی ترمينځ اتفاق په خلکو په شنه زور حاکميت او بی اتفاقی ددوی د خارجی پيوندونو د بيلو بيلو مرکزونو د ګټو تضادونه دی. دغی وضعی ملی وحدت ملی خپلواکی ، سراسری سوله  ولسواکی او بيړنی عدالت د افغانستان د خلکو ملی مشترک ارمانونو ګرځولی . او د خلکو ترمينځ سياسی وحدت په همدی غوښتنو مينځ ته راځی.

پدغه شان ټولنه کې د ملي اقتصاد، ملي دولت، او ملي کلتور خبرې يا د خپل زاړه تاريخ د پاڼو قصی او يا د راتلونکي ژوندانه خواږه ارمانونه دي. د ناټو مشرانو په وار وار ويلي موږ افغانستان ته تروريزم پسې راغلي يو هغه تروريزم چې د سړې جگړې د پيل نه تر ننه پورې تعريف شوی نه دی.

د کابل رژيم چې په ترکيب کې يې طالب ضد ځنې جهادي ډلې او د دوی د گټو شريکان شامل دي په افغاني خاوره کې د تروريزم ضد جنگ ته د کورني سياسي، پوځي، قوي په توگه دنده سر ته رسوي. د دې ژوندۍ نمونه همدا ده چې د دولسو کلونو په تېرېدو سره بيا هم ناتو او افغان حاکميت هغه وعدې يوه هم پوره نه کړې چې خلکو سره يې کړي وې او سياسي هوښيارو خلکو د اول نه نه باورولي.

سره د دې چې طالبان پدې ټوله موده کې د ناتو سره وجنگېدل او د جنگ په ميدان کې وځلېدل مگر په سياسي اړخ کې تر ننه پورې طالبان يو طالبی تحريک دی  . پداسې حال کې چې دوی ځانته اسلامي امارت وايي او د حکومت په بڼه د هر افغان او هرې لوېشتې خاورې په مقابل کې ملي ذمه واري لري. ملي مسايلو، د اقتصاد، سياست، تجارت، ديپلوماسۍ، سولې، نړۍ والو روابطو، ټولنيز ژوند او هغو ټولو سياستونو په اړوند گونگه تگلاره لري چې د افغانستان ملت پرې جوړېږي، ساتل کېږي، پرمختگ پرې کوي، ستونزې پرې حل کېږي، عدالت پرې تامينېږي، خپلواکی پرې تثبيتېږي او د اضدادو ځخه ډکه نړۍ کې ژوند پرې کېږي.

پداسې حال کې چې د افغانستان ځان واکان ځانونو ته د يوه په ځای د دوو اسلامي دولتونو خاوندان وايي، او زموږ د هېواد هم هغه غټې غټې جهادي، روحاني، مذهبي، بنسټ پالي، معتدلې قوم پالي او سمت پالې ډلې يې مشري کوي.

افغانستان تر ټولو غريب، تر ټولو غل، فاسد، تر ټولو نا امنه، تر ټولو بې اتفاقه، تر ټولو ستر پوډر خرڅونکی او په ټوله اسلامي دُنيا کې لومړنی ملک يادېږي چې د اسلام د مبين دين د احکامو پر ضد شرمونکي اعمال پکې سر ته رسېږي اود ضد اسلامي کارونو ډېر کوونکی. د هغو تنظيمي ملېشو سروالان دي چې د هر افغان ځخه ځانونو ته ښه مسلمانان وايي. کله چې د يوه ملت د ژوند خط السير، اقتصاد، سياست، کلتور، ملي باورونه، ارزښتونه، دين، مذهب او حقوق د داسې قوتونو په وسيله پدغو لارو روان وي. د خلکو، ملت او ولس تر ټولو اساسي دنده څه ده؟

د شپږ اووه سوه افغاني کورنيو او د دوی د دشکاره د شريکانو څخه پرته ټول افغانان همدا يوه خبره کوي. وه خلکو وطن او راخستی دين دنيا مو خراب شو. خو هغه د خوشحال بابا شعر هېڅوک په ځان نه عملي کوي چې وايي:

چې دستار تړي بسيار دي

د دستار سړي په شمار دي

زموږ د ټولو افغانانو لومړنۍ مقدمه او مقدسه وظيفه په خپل مېنځ کې پيوستون دی. داسې اتفاق چې په هغې کې ملي گټې، ملي غوښتنې په نښه شوي وي، څوک چې چېرته دي هلته يې د حقوقو درنښت شوی وي. د خپل وطن په سياست کې د سوالگرو په توگه نه بلکې د خاوندانو په بڼه رول و لوبو و. د دنيا د خلکو سره د همدې زمانې په اجتماعي، منطق خبرې وکړو او د هغه اسلامي افغاني او ولسواک حاکميت لپاره  د يو ملت په توګه  فردي او اجتماعي پيټو ته اوږې ورکړو چې بې انصافه  حالاتو او ظالمو مناسباتو را پشا کړی دی.

د اتفاق او اعتماد لپاره د هر چا گټور نظر د درناوي وړ دي مگر د ملي او ټولنيزو ستونزو دحل په خاطر وړانديزونه بايد په مشخصو علمی معيارونو ولاړ وي.

په اوسنی دنيا ديو طرفه مناسباتو د حاکيم جريان له مخی دوروسته پاتی ملتونو د تقدير لپاره تدبير پرمختللی ضنعتی ملکونه خپل حق بولی پدی اساس دوی چی وغواړی هره ملی مسله جهانی کوی، دافغانستان لانجه دشروع نه په همدی چوکاټ کی اچول شوی په معضله کی د بهرنی اړخ دوزن سره سره دهيواد په چارو کی دافغانانو اصالت منل او هغی ته غاړه ايښودل دافغان جنګ تر ټولو  ښه عملی او ګټوره لاره ده.

داچی زمونږ ګاونډی رژيمونه او د سرمايي په شنه زين اس سپاره غربی دولتو نه به سوال،  زاری او غوړه يي ستا او سپوره يي زما باندی دافغانانو ټاکونکی نقش ومنی.

هسی ځانونه تيرايستل دی.

د مسکونه دببرک کارمل : پيښورنه د صبغت اله ربانی ، اودين نه د کرزی راتپل ددوی  داسلامی ديموکرات او بشر دوستانه سياست ژوندی نمنونی  دی.

مونږ باید خپل ځان پخپله په سيلانو شریکانو کی ناستی ته برابر کړو د هيچا سره دښمنی نه کوو په خپل بريد ودريږو . مونږ خپل تاريخ لرو. د خپل دين خاوندان يو، دسرو زرونه ډک وطن خدای پاک راکړی ، زمونږ ميندی د غازيانو مورانی دی مونږ له هيچا نه کم نه يو . چيرته چی کم يوو هغه زمونږ په منيځ کی بيګاړی ده زمونږ مشرانو لاپخوا ويلی ؤ ، د بيګاړه کلی همسایه ملک وی. پوښتنه داده په اوسنيو شرايطو کی څنګه اتفاق ته تللی شو؟ او څه ډول يګانتوب زمونږ داروانی ستونزی حل کولی شی؟

که هر څوک دامنی چی زمونږ ستونزه ملی ده. نو د حل چوکاټ به يي هم ملی وی او حل لاره به يي هم ملی وی. د ملی مسلو سره کلتوری ، قومی ، مذهبی ، ايديالوژيک او احساساتی سلوکونه پخپله غټه بی انصافی  یاد خپلی بړستنی څخه ښپی د باندی ايستل دی. د هر جا مذهب قوم او مفکوره ددرناوی وړه ده. که مونږ په رښټيا سره له دين  او  وطن سره صادق يوو.

حتمی ده يو داسی افغانی سیاسی چوکاټ به هم جوړو او ځانونه به هم ورسره جوړو چی هفی  کی هر تن اوهری حلقی ته د خپلو خپلو ارزښتونو او فکرونو په ساتنه ځای استقلال او تکامل دری واړه شتون ولری. دافغانی ټولنی د خپل کرکټر، مسلطو حالاتو او افغانستان ته دورته ملتونو تاريخی مبارزوته په پام داچوکاټ د یوی داسی پراخی افغانی مستقلی جبهی جوړښت دی  چی هغی کی د پيوستون لاری طریقی ، هدفونه ، تکتيکونه مسوليتونه او هويتونه مشخص او په ګوته شوی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *