خوږو دوستانو! کليوال ملګري ټولنه د نورو فعاليتونو ترڅنګ له څه مودې راهيسې په هيواد او له هيواد څخه د باندې له ليکوالو، شاعرانو، ډاکټرانو، ژورناليسټانو، څېړونکو او مورخينو سره د وېډيويي لينک له لارې غونډې نيسي.
د راتلونکې شنبې په ورځ د يادې ټولنې په غوڼده کې ځوان او مبارز ليکوال، شاعر، سياستپوه، ژورناليسټ او د (پسرلي) مجلې مسوول چلوونکى ذبيح الله احساس به له دغه لارې د (افغان نيشنليزم) تر سرليک لاندې په موضوع لکچر ورکوي.
کليوال ملګري ټولنه د نورو تر څنګ په دغه غونډه کې ستاسو ګډون ته سترګې پر لاره ده.
وخت: د ماسپښين درې بجې، د لړم مياشتې (۱۶مه) نېټه
. ځاى: د همت بنسټ د غونډو تالار، څلوېښت متره سړک، دريم پلان نثار روغتون ته څېرمه د غزني ښار
د اړيکوشمېرې : (۰۷۲۹۰۵۲۵۲۵)يا (٠٣١٢٠١٠٢٢٧)