خبریال: بصيرالحق عادل – د هلمند د باباجي د سیمې لسګونه خلک چې  جګړې در په در کړي دي، تر هلمند مدني ټولنې راورسېدل، دا خلک له دولت ګيله کوي چې، د جګړې پر مهال دوی ته هيڅ پام نه کوي او د دواړه غاړو لخوا يې کورونه په نښه کيږي.

باباجی چې د لښکرګاه څنګلوري سيمه ده، له تېرو دوه اونیو راهيسې پکې د افغان امنيتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ د جګړې په میدان بدله سوې ده.

که څه هم امنيتي چارواکي وايي، طالبان يې په شا کړي او سيمه يې تر ډېره پاکه کړې، خو دغه لسګونه خلک شکايت کوي چې يوازې دا نه چې دولت کوم پرمختګ نه دی کړی، بلکې عام خلک د جنګ د دواړه غاړو لخوا په نښه کيږي او مرګ ژوبله ورته اوړي.

سيمه وال وايي، د دوی کورونه د جګړې له امله نړيدلي، تر دې دمه ګڼ خلک ژوبل شوي او له سيمې کډه شوي دي.

خلکو له هلمند مدني ټولنې وغوښتل چې د دوی د ژوند د خونديتوب په خاطر دې له ځايي او مرکزي ادارې سره خبرې وکړي، ترڅو سيمه کې د دوی په وړاندې شته ستونزې او ګواښونه کم شي.

باباجيوال وايي، له دولته نه خواړه غواړي نه کالي، یوازې دې د دوی د سرپناه غم  وخوري. دوی دغه راز وايي که جګړه نوره وغځيږي نو ښځې او ماشومان به يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

پر همدې مهال د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، لښکرګاه ته څېرمه باباجي سيمه کې د روانې جګړې له امله ولسي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

همدرد وايي، له سيمې ډېری کورنۍ لښکرګاه او ورڅېرمه ولسواليو ته کډه شوي دي، چې دا مهال د سرپنا ترڅنګ له نورو ګڼو ستونزو مخ دي.

نوموړي له دولت جدي غوښتنه وکړه چې د سيمه والو ژوند ته دې پام وکړي او د دوی د سرپنا غم دې وخوري.

بل خوا په قومي برخه کې د هلمند مدني ټولنې استازی عبيدالله زيارمل وايي، د جګړې له امله خلک ځپل شوي او بې کوره شوي دي.

هغه له اړونده  ادارو وغوښتل که جګړه نوره هم غځيږي نو د سيمې د خلکو لپاره دې د سرپنا او د ژوند لومړۍ اسانتياوې رامنځته کړي.

که څه هم د هلمند امنيتي چارواکي وايي، د باباجي ترڅنګ يې په نادعلي او ګرشک کې وسله وال طالبان سخت ځپلي دي، خو مدني فعالان او د سيمې خلک بيا وايي، چې امنيتي ځواکونه يوازې په دفاعي حالت کې دي چې تر دې دمه يې کوم پرمختګ نه دی کړی.

2 thoughts on “باباجيوال: که جګړه بنده نه شي نو د ولايت دروازه به بنده کړي”
  1. دباباجی دجنگ دپرمختگ په باره کی باید وویل دجنگ د دریدو یا ختمولو دپاره کوم پرمخ تگ نه دی شوی داضافه ویدو کی لا پرمختگ شویدی د دولت خبره برعکس ده ددولت پوشتنه وکری ولی مخ ته نه زی وایی اجازه نشته طالب ته چی ووایه ولی جنگ ته ادامه نه ورکوی وایی اجازه نشته ایا ددوی اجازه دیوه سری پلاس کی ده داد سگوانی سپی دی چی مشخص وخت اومشخص زمان ته ار تیا لری مشرانو یی پیسی ( دو )نه دی پرایشی خو هر یو دملت دخوار اوغریب وطنی دوشمن دی سپی سره خوز کی باداران بیرته پخندا په یوه کور اوپریوه سترخان دودی خوری

  2. دباباجی دجنگ دپرمختگ په باره کی باید وویل شی دجنگ د دریدو یا ختمولو دپاره کوم پرمخ تگ نه دی شوی داضافه کیدو کی لا پرمختگ شویدی د ی دولت خبره برعکس ده ددولت سه پوشتنه وکری ولی مخ ته نه زی وایی اجازه نشته طالب ته چی ووایه ولی جنگ ته ادامه نه ورکوی وایی اجازه نشته ایا ددوی اجازه دیوه سری پلاس کی ده داد سگوانی سپی دی چی مشخص وخت اومشخص زمان ته ار تیا لری مشرانو یی پیسی ( دو )نه دی پرایشی خو هر یو دملت دخوار اوغریب وطنی دوشمن دی سپی سره خوز کی باداران بیرته پخندا په یوه کور اوپریوه سترخان دودی خوری تاسی ورشی دعوامو سه پوشتنه وکری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *