هر وخت، چي د شعر په خلوت کي د غزل له مخه پلو پورته کوو، نو موږ ته ډېر وخت داسي شرنګیدلي الفاظ لکه د کوچۍ د لنډۍ زني شنه خالونه په مخ راځي.
هو، د همداسي پستو، مینه ناکو او جانانه خبرو منظم اوډولو ته د شعر پوهان غزل وايي.
غزل د شعرپه چوکاټ کي هغه فورم دی، چي خورا خوندور او په خپلو مینه ناکو پېیلو رنګینو الفاظو د هر لوستونکي توجه جلبوي.
که څه هم د غزل لمن لنډه خو دالنډوالی يې د لفظي او معنوي ښکلاوو په مټ دونده پیاوړی دی، چي اکثره د شعر مینه وال غزل لولي او غزل اوري.
په پښتو ادب کي د اکبر زمینداوري څخه رانیولې، بیا تراوسه پوري، چي هر پښتون شاعرغزل لیکلې، نو خپل محبوب يې په داسي ناز اونوازیاد کړی دی، چي لوستونکي ته داهیله پيداکیږي، چي کاشکي مي یوځل دده دلبر لیدلی وای!
د خوږمن زړګي ارام ،صنم، دلبر،معشوق،د سترګو تور، زړګی، د زړګي سر او نور هغه نازولي صفتونه دي، چي پښتو غزلونو ته يې یو بېل خوند او رنګ ورکړی دی.
د اوسنیو شاعرانو په کتار کي ځوانیمرګ عبدالقدیم پتیال یو له هغو شاعرانو څخه دی، چي په شعر کي يې د نورو اړخونو ترڅنګ د میني پله خورا زرینه ده.
د پتیال شعري ټولګه انکارنومیږي.
دا ټولګه د شعر مینه والو ته پر نظمونو سربیره پنځه ویشت ټوټې غزلونه هم وړاندي کوي.
د پتیال غزل په رښتیا غزلیز شور او کیف لري.
ځوانیمرګ شاعرعبدالقدیم پتیال په خپله شاعرۍ کي زړه په یوچا پوري تړلی او دغه کس ته يې د غزل په نازکه ژبه د (جانان ) په نامه ور ږغ کړي دي.
پتیال د میني په دریاب کي غرق او په ښکاره نارې وهي، چي هیڅوک يې د (جانان) له لیدو نه سي راګرځولای.
که هرڅومره دا لار له طوفانونو او پېچومو سره مخ وي، خو پتیال خپل جانان ته ځان رسوي او په لیدو يې نه مړیږي
(موږ له موج سره اشنا یو، ترتوپانه به ورځو

د لمرونو قاصدان یو، تراسمانه به ورځو
منصوري قهرمو ويښ دی، دارمونه سي ګرځولای
د خپل سرپه نذرانه کي ترجانانه پوري ځو. )
جانان او پتیال لکه نوک او ورۍ بیلتون يې په منځ کي نه ځایږي، مرګ قبلوي، درد مني ، خو وصلت له لاسه نه ورکوي.
پتیال وايي، په دې لارکي يې مبارزه ریښتنې او هیڅ وخت به له خپلو جانانه خبرو وانه وړي، خو که بیخي حالت خراب سول، نو د جانان له غلچکي دیدونو څخه يې راګرځول د چا دتوان خبره نه ده، ځکه په دې لار کي يې وختي لا ځان دمرګ لاس ته سپارلی او د وصال په بدل کي مرګ ستربریالیتوب ګڼي.
( په بېلتون کي دي ایره سم ، په وصال لکه اوربل سم
ستا لیدولو ته جانانه ! کله کله سم دم غل سم
سم دم خاوري سوم ملګرو! د جانان د تګ لپاره
خو یار تګ کړي پرهندارو، زه بې څنګه د پښو پل سم ؟ )
پتیال ته د جانان له لیدولو، مجلس او خبرو څخه ماسوا ژوند یو خیال انځور ښکاري.
پتیال وايي، هغه مهال به يې بریالیتوب نصیب او د ستوریو په څېربه ځلېدلی وي، چي د جانان کور ته ځان ورسوي.
د پتیال زړه ، فکر او خیال ټول له جانان سره دی او که جانان ته ونه رسیږي، نو دژوند په یخو او سړو شپو کي ويښ پاته کیدل يې بې ګټي دي.
( په لپو ستوري مو راوړي دایمان ترکوره
د اور پرلاره به ورځو نن د مغان ترکوره
موږ په غلطه لار روان وو، ځان مو نه پېژندی
نه مو دیدن سو او نه ولاړو د جانان ترکوره )
اکثره وخت د جانان مینه پر پتیال دومره غالبه سوې ده، چي پر سپوږمي او ستوریو يې هم ناټ نه کښېني او په خورا مینه ناک انداز داسي د جانان پرمخ پرتې اوښکي د ستورو له کتارونو او له دې حالت څخه راپیداسوی ښایست د لمریز نظام یو کتار ګڼي.
(اوښکي دي پرمخ دانه دانه، د ستورو هار دی
حسن دي جانانه ! د سپوږمۍ او لمر کتار دی)
که چیري د ستورو، سپوږمۍ او لمرټولي ښکلاوي سره راغونډه سي، خوبیاهم د ده د جانان پرمخ د پرتو اوښکو ښایست ته نه سي رسیدلای، چي دانو د شاعرانو په خبره د مبالغې اوج دی.
دلته ماته د یو بل شاعر، چي نوم يې زما له ذهن څخه وتلی دی، یو بیت هم راپه زړه سو، چي د پتیال له دغه بیت سره څه ناڅه سرخوري
(یاره زه تشبه درکړم له څه سره ؟ د ګل سره ازغي دي د سپوږمۍ پرمخ داغونه دي. )
دهمدغه یار او نګار ستاینه پتیال په خدای ورکړي استعداد څنګه ښه بیان کړې ده، چي په مطلق لوستلو د شعر دمینه والو زړه ته ځان رسوي.
خدای تعالی (ج) انسان یوعجیبه مخلوق پیدا کړی دی، کله چي په یوڅه پسي تلاښ کوي او وروسته خپله ورکه په لاس ورسي، نو له ډېري خوشحالۍ څخه پرزیاتو انسانانو یوډول حیرانوونکی حالت راسي.
ډېره کله داسي سوي دي، چي ددغه حالت په سبب انسان له ځانه پردی او یا دا خوشحالۍ ورته یوه افسانه اود خوب لیدل ښکاره سي.
پتیال هم ځینی وخت، د جانان کورته رسیدو هیجاني کړی او وصلت ورته یوه افسانه ښکاره سوې ده، چي بیايې دغه حالت د شعر په مینه ناکه ژبه داسي بیان کړی دی
( په زړګي کي مي د یار هره پلمه ده پټه پټه
د جانان ترکوڅې پوري افسانه ده پټه پټه
هسي نوم يې ددنیا دی، کنې جوړه قتلګاه ده
ترهرپل لاندي خونکاره توره سره ده پټه پټه )
یوازي د جانان کورته رسیدل او دهغه لیدل دومره مهم نه دي، لکه څومره چي د هغه خوشحالي او له حپل مین سره همږغي اړینه ده.
زموږ ځوانیمرګ پتیال هم دغه ټکي ته متوجه سوی دی.
نوموړی وايي، که چیري جانان زما په ملګرتوب خوښ وي او یوڅو ګړیه مي څنګ ته په ورین تندي ومني ، نو بیا له هیڅ چا څخه نه ویریږي او نه په دې کار کي د چا لارښووني ته اړتیالرم.
د پتیال په قول، که جانان راضي و،نو نوري لاري يې په کار نه دي او پردې پل ځان له جنجالي سیند څخه د حقیقت ښارته رسول ګڼي.
( چي رضا دي سوه جانانه ، څه به بېره له بل څه کړو
نه طاعت ته به حاجت وي، نه امام راڅخه غواړي )
که پتیال هرډول د جانان په اړه وږغیږي، پرلوستونکو او اوریدونکو ځکه نه غمیږي، چي د موضوع لپاره فصیح او بلیغه بیان ، ژوره مطالعه او روان قلم لري.
همدغه ځانګړتیاوي ددې سبب سوی دي، چي یوه موضوع په بیلا بیلو خوندورو الفاظو داسي رانغاړي، چي هم يې رنګ او هم يې کیف له نوښتونو ډک دي.
د بیلګي په ډول يې د پورته بیت په ډول یوبل بیت هم لولو، چي موضوع يې تقریبا یوه ، خو د الفاظو په پېیلو کي دومره نوښت کړی دی، چي لوستونکي ته ګرسره نوې خبره ښکاري.
(نه جنت نه دوږخ غواړو، بس جانان چي په لاس راسي
ګرانه شېخه صدقه دي سم درګیرکړه خلوتونه )
همدارنګه پیتال په یو بل غزل کی بیا د جنت هیله د جانان خوشحالۍ ته قربانی کوي او وايي، اې جانانه ماته ستا رضا په کار ده او که ته راضي سوې، نو له ما څخه نوري هیلي او اسرې پاته دي.
نه مي نیت د میخانې دی، نه پرشونډو توبه ګرځي
بس پر زړه مي ستا د میني هرګړی سره لمبه ګرځي
تردرګاه، چي درسیږم ستا رضا ته اې جانانه
نه د ډارکیسه کي یمه ، نه جنت نه اسره ګرځي )
زه د ځوانیمرګ شاعر عبدالقدیم پتیال په اړه خپلي خبري ددوی د ارواح خوښۍ په موخه په دغو دوو بیتونو سره راټولوم، چي بیايې هم د جانان په یادونه سره رنګ او ښکلا زیاته سوې ده.
(له جانان سره په زړه کي تل داغم وي
هسي نه زما ویشتو ته کاڼي کم وي
کله کله د پتیال زړه ورک سي، غیب سي
خو، چي ګورې نو په لاس کي د صنم وي. )
02 – 11 – 2015
دغه مقاله د ځوانیمرګ شاعر عبدالقدیم پتیال د لومړي تلین په جوړه سوې غونډه کي هم لوستل سوې ده