تاند- د اتریش کابینې یوه نوې مقرره تصویب کړه چې پر اساس یې په دغه هیواد کې د افغانانو د پناه غوښتنې شرایط سختېږي.

څو ورځې وروسته له دې چې جرمني اعلان وکړ چې افغانانو ته د پناه ورکولو شرایط سختوي او اکثره افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته لېږي، اتریش دا نوی قانون تصویب کړ.

دا قانون د خپلو کورنیو له غړیو سره د پناه غوښتونکو د یوځای کېدو موده، چې پخوا یو کال وه، درو کلونو ته اوږدوي.

دا مقرره همداراز پناه غوښتونکي مجبوروي چې د خپلې کورنۍ د غړیو تر ورغوښتلو مخکې ثابته کړي چې مناسب عواید، روغتیايي بیمه او د هستوګنځای لري.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر (Johanna Mikl-Leitner) او آر ایف راډیو ته وویل:«دا سیاسي پرېکړه ده، د کورنی د بیا یوځای کېدو مقررات سختوي او په ځانګړي ډول افغانان متاثره کوي. خو دا زموږ لپاره مهمه ده چې دلته مقررات وضع کړو او بې له شکه په دې توګه اتریش ته (د پناه غوښتونکو) د راتګ لپاره لېوالتیا لږه کړو.»

جرمني او اتریش یوازیني هیوادونه نه دي چې د کډوالو پرمخ خپل مقررات سختوي. د دوشنبې په ورځ د ناروې د پناه غوښتونکو ریاست په ټویټر کې اعلان وکړ چې له روسیې څخه ناروې ته افغانان بې ضرورته ورغلي او هغوی به بېرته روسیې ته ولېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *