د کندهار نوی والي

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۸-۱۲

کندهار، افغانستان- په لومړي ځل د کندهار د ولايت مقام لپاره ۷۰ کسيز مشورتي بورډ جوړ سو.

په دې اړه نن په ولايت مقام کي پراخه غونډه جوړه سوې وه چي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ملي امنيت رئيس جنرال قدرمحمد، تاجرانو، متنفذينو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.

ياد ۷۰ کسيز مشورتي بورډ ولايت مقام ته د سالمو مشورو، له دولتي ادارو څخه د نظارت، په حکومت کي د خلکو د ونډي او د فساد د مخنيوي په موخه جوړ سو. دغه مشورتي بورډ د کندهار والي په مشرۍ د دغه ولايت له سپين ږيرو، تاجرانو، روشنفکرانو او علماوو څخه جوړ دی.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي غونډي ته د وينا پر مهال خوښي وښوده چي په لومړي ځل يې دومره قوي ۷۰ کسيز مشورتي بورډ تاسيس او جوړ کړ. نوموړي زیاته کړه چي دغه مشورتي بورډ به ولايت مقام ته سالمي مشورې ورکوي او د کندهار له حکومتي ادارو څخه به نظارت کوي. نوموړی وايي په دې مشورتي بورډ کي يې د کندهار مخلص او ژمن خلک راغونډ کړي او باوري دی چي په مرسته به يې مثبت تغيرات راسي.

د کندهار ښاروال انجنېر روښان ولسمل وويل پخوا د حکمت د ضعف ټکی دا وو چي د پرمختيايي پروژو د پلي کولو پر مهال يې د خلکو مشورو او نظرياتو ته پاملرنه نه کوله او هر څه به د چارواکو په خوښه کېدل، خو دا ځل به ښاري پرمختيايي پلان او عادي بوديجه د خلکو د استازو په وړاندي د ولس د لومړيتوبونو په پام کي نيولو سره جوړوي، تر څو متوازن پرمختګ ته زمينه برابره سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *