تاند- د جرمني استخبارات وايي، افغانانو اروپا ته د غیرقانوني پناه غوښتونکو د رسولو د قاچاق شبکه جوړه کړې، او توقع کېدای شي چې له افغانستانه اروپا ته په نژدې راتلونکي کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر نور هم زیات شي.

د جرمني الګمانیې څایتونګ ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د دغه هیواد د استخباراتو (BND) په حواله وویل:«په افغانستان کې د خورا حرفوي قاچاق شبکه جوړه شوې ده. دې شبکې خپل فعالیت له ترکیې او یونانه پوري خوا ته تر ایټالیا او فرانسې پوري غځولی دی.»

د جرمني د استخباراتو رييس ګریهارد شیندلر (‌‌‌) فرانکفورتر الګمانې څایتونګ ته همداراز وویل:«په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي وضعیت خرابېدا له انساني قاچاقبرو سره مرسته کړې چې له افغانستانه تښتېدونکو خلکو ته لاره هواره کړي څو اروپا ته راشي. له همدې کبله موږ اروپا ��ه د افغان پناه غوښتونکو د شمېر د زیاتېدو اټکل کوو.»

د جرمني حکومت خبرداری ورکړی چې ډېر شمېر افغان پناه غوښتونکي به په جرمني کې د اوسېدو اجازه ترلاسه نه کړي ځکه چې دا کسان په خپل هیواد کې په نسبي ډول له امنیتي او اقصتادي پلوه په ښه وضعیت کې دي.

د جرمني حکومت او استخبارات همداراز وايي، په کومو سیمو کې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه کېږي، د هغو سیمو بېوزله خلک دومره پیسې نه لري چې قاچاقبرو ته یې ورکړي څو دوی پرې اروپا ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *