د نومبر پينځمه:  نوراحمدعايل

  • ۱۵۵۶ زېږدي کال د نومبر په پينځمه نېټه ۱۳ کلن مغولي پاچا جلال الدين محمد اکبر ځواکونو د پاني پت په دويم جنګ کې د يوه هندو پوځي جنرال هيحون ځواکونو ته چې د پاچاهي د ترلاسه کولو لپاره يې هلې ځلې کولې؛ ماتې ورکړه . له دې مخکې په ۱۵۲۶ زېږدي کال کې د پاني پت په لومړۍ جګړه کې د اکبرپاچا نېکه بابر د سلطان ابراهيم لودي لښکروته په ماتې ورکولو سره د مغولي سلطنت بنسټ ايښی و.
  • ۱۸۵۴ زېږدي کال د اکتوبر په پينځمه نېټه د کريميا جګړې په لړ کې د نرسنګ بنسټ اېښودونکې فلورانس نايټ اينګل اودهغې ملګرې نرسې ترکيې ته ورسېدې چې د برتانوي ټپي سرتېرو مرسته وکړي.
  • ۱۹۱۳ زېږدي کال د نومبر په پینځمه نېټه د اکاډمي جايزې ګټونکې برتانوۍ فلمي لوبغاړې يوين ليهه نړۍ ته سترګې وغړولې ، نوموړې په (ګون وردي ونډ) او(ای سټريټ کارفيډ ډايزير) فلمونو باندې په نړيواله کچه وځلېده.
  • ۱۹۹۶زېږدي کال د نومبر په پينځمه نېټه په پاکستان کې صدر فاروق احمدخان لغاري د بېنظيربوټو حکومت برطرف کړ پارلمان يې ړنګ کړ او په هېواد کې يې معراج خالد دعبوري حکومت لومړی وزير وټاکه.
  • ۲۰۰۶ زېږدي کال د نومبر په پينځمه نېټه عراقي محکمې د عراق پخوانی ولسمشرصدام حسين د بشرضد جرمونو په تور په اعدام محکوم کړ.
  • ۱۴۹۲ زېږدي کال د نومبر په پينځمه نېټه کرسيټوفر کولمبوس د امريکا د لويې وچې په کيوبا کې له کچالو، روميانو او تمباکو سره اشنا او له ګټو يې خبر شو ،کچالو او سره بادنجان ددې سيمې خلکو د غلې پرځای خوړل ، نو کرسټف کولمب فکر وکړ، ددې لپاره چې په اروپا کې د غلې د قحطي چې په هرو څو کلونو کې يو ځل راځي مخه ونيسي؛ ښه ده چې ددې شيانو تخم اروپا ته ورسره يوسي او د غنمو پرځای يې وکري.
  • ۱۶۰۵ زېږدي کال د نومبر په پينځمه نېټه د برتانيې د پارلمان په باروتو د الوزولو پلان شنډ شو، دا باروت چې په بوشکو،بوشکو د پارلمان د وداني په ځمکتل کې اېښودل شوي و، د ساتونکو لخوا کشف شول او په تور يې(Guy Fawkes) نومي سړی ونيول شو،چې بيا وروسته اعدام شو.
  • ۲۰۰۸ زېږدي کال دنومبر په پينځمه نېټه بارک حسين اوباما د امريکا د څلورڅلوېښتم ولسمشر په توګه له خپل انتخاباتي سيال اود جمهوري غوښتنکو د ګوند له غړي جان مکېن څخه رايې وګټلې او د امريکا څلورڅلوېښتم جمهورييس ونومول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *