د نومبر شپږمه:   نوراحمدعایل

  • ۱۸۶۰ زېږدي کال د نومبر په شپږمه نېټه ابراهم لېنکن د امريکا د شپاړسم ولسمشر په توګه وټاکل شو، نوموړی د جمهوريت غوښتنکو له ګوند څخه لومړنی بريالی شوی ولسمشر و، او په امريکا کې په دې مشهور دی چې: غلامي ته يې د پای ټکی کېښود او هم يې همدې غلامانو(تورپوټکو) ته د رايې ورکولو حق ورکړ، له دې کړنې سره دده او د سويلي ولايتونو تر منځ اختلاف پيدا شو؛جنوبي ولايتونه دده له اتحاديې جلا شول او د امريکا کنفېډرېشن يې تشکيل کړ، همدغو ايالتونو هم يو کال وروسته د ۱۸۶۱ زېږدي کال د نومبر په شپږمه د دوی پرخلاف خپل ولسمشرجېفرسن ډيويس د شپږو کلنو لپاره د خپل کنفېډرېشن دمشرپه توګه وټاکه او په دې سره امريکا په يو وخت کې د دريو کلنو لپاره د دوو ولسمشرانو څښتنه وه ؛چې بالاخره دکنفډرېشن په نظامي ماتې تمامه شوه.

لېنکن د ۱۸۶۵ زېږدي کال د اپرېل په۱۴ مه د جان ويلکس بووټ نومي (د تياترهنرمند) له خوا په ګولۍ وويشتل شو؛ جان ويلکس بوت د لېنکن د غلامي ضد قانون او غلامانو ته د رايو ورکولو د حق سخت مخالف و بالاخره يې د لنکن د وژلو نقشه جوړه کړه او له سپينې ماڼۍ د باندې يې په تياترکې وواژه؛ په خارجه وزير وېليم سيوارډ يې هم ډزې وکړې خو هغه بيرته رمټ شو.لېنکن له مخالفتونو سره،سره دغلامي د قانون د له منځه له امله په امريکايي ولس کې درناوی لري او د يوې نظرپوښتنې له مخې چې په دې وروستيو کې د (سترامريکايي) تر عنوان لاندې شوې وه، وروسته له رونالډ رېګن څخه په دويمه درجه کې راغلی و.

  • ۱۸۱۳زېږدي کال د نومبر په شپږمه نېټه مکسيکو هېواد له اسپانيې څخه ازادي تر لاسه کړه.
  • ۱۹۶۲ زېږدي کال د نومبر په شپږمه نېټه د ملګروملتونو عمومي غونډې په لومړي ځل د سويلي افريقا د توکم پالو کړنو پرضد لايحه جوړه کړه،او له ټولو غړو هېوادونو څخه يې وغوښتل چې له سويلي افريقا سره اقتصادي او پوځي اړيکې وشلوي.

۱۶۵۹ زېږدي کال دنومبرپه شپږمه نېټه فرانسه او اسپانيه د خپل منځي جګړو په پای ته رسولو هوکړې ته ورسېدل.

  • ۱۸۹۸ زېږدي کال د نومبر په شپږمه نېټه عثماني دولت اړ شو ،چې په مديترانې سمندرګي کې د کرت له ستراتېژيک ټاپو څخه خپل ځواکونه راوباسي. کرت ټاپو د يونان تر ولکې لاندې ستر ټاپو دی.

عثماني دولت له عباسي خلافت وروسته تر ټولو پراخ اسلامي دولت و،چې ۷ نيم ميليون کيلومترمربع پراخوالی یې درلود؛ له مشهور پاچاهانو څخه يې دويم سلطان محمد يا سلطان محمد فاتح دی،چې ويې کړای شول په پينځلسمه ميلادي پېړۍ کې له ( ختيځ روم امپراتوري) څخه د قسطنطنيې يا اوسني استانبول له نيولو وروسته د( ختيځ روم امپراتوري) ټغر ورټول کړي. تاريخ ليکونکي دې وخت ته د منځنيو پېړيو پای او د رنسانس پيل وايي.

  • ۱۹۱۷ زېږدي کال د نومبر په شپږمه نېته په روسيه کې بولشېويکانو د هېواد واګې په خپل لاس کې واخيستې او له دې سره د ۱۹۱۷ زېږدي کال د انقلاب دويمه مرحله پيل شوه.

بولشيويک چې روسي ويی دی ،مانا يې اکثريت ده،چې د مارکېسيسټې روسيې د کارګرو سوشل ډيموکراټ ګوند يوه برخه وه، په ۱۹۰۳ زېږدي کال کې ددې حزب په دويمه کنګره کې ؛د لينين په مشري له مونوشويک (اقليت) څخه بېله شوه او بالاخره يې د شوروي کمونيسټ ګوند تشکيل کړ.

  • ۱۹۲۱زېږدي کال د نومبر په شپږمه نېټه مشهور امريکايي ليکوال جېمزجونز زېږېدلی ، جونز په خپلو اثارو کې په دويم نړيوال جنګ او په امريکايي ټولنه د هغه پراغېز باندې غږېدلی، نوموړي په خپل رومان(له دغه ځايه تر ابديت پورې) باندې شهرت ته ورسېد، اوپه همدې رومان يې په ۱۹۵۲ زېږدي کال کې د امريکا د کتاب ملي جايزه هم وګټله او بيا وروسته فلم هم پرې جوړ شو. نورمشهور اثار يې : نرۍ سره ليکه،ځينې په منډه منډه راغلل،تمانچه،او نور دي.
  • ۱۷۰۰ زېږدي کال د نومبر په شپږمه نېټه د امريکا د ماساچوسټ ايالت د بوسټون بندر په نړۍ کې د غلامانو د پېراو پلور په تر ټولو ستر مرکزمشهور شو.
  • ۱۹۱۸ زېږدي کال د نومبر په شپږمه پولنډ هېواد له روسيې څخه له جلاکېدو وروسته جمهوري شو
  • ۱۸۴۴ زېږدي کال د نومبر په شپږمه نېته اسپانيې د امريکا په لويه وچه کې خپلې ډېرې پخوانۍ مستعمرې (ډومينيکن) ته خپلواکي ورکړه.
  • ۱۹۵۲ زېږدي کال د نومبر په شپږمه نېته امريکا د خپل لومړني هايدروجني بم لومړنۍ ازموينه وکړه.هايدروجني بم له اتومي بم څخه ۲۰۰ ځلې ډېر تخريبي دی،د چاودنې په وخت کې په ميليونونه سانتي ګرېډ تودوخه توليدوي

دتر ټولو ستر هايدروجني بم ازموينه په ۱۹۶۱ زېږدي کال کې روسيې کړې ؛ ددې بم نوم تزار و او د امريکا له خوا په هيروشيما باندې د اچول شوي اتومي بم څخه ۲۵۰۰ ځلې زيات تخريبي و.د امريکا د هايدروجني بم جوړونکی اډوارډ ټيلر و، چې د نړۍ زياتره پوهان يې د همدې کار له امله په سمه خوله نه يادوي. نوموړی په ۲۰۰۳ زېږدي کال د ۹۵ کلنۍ په عمر مړ شو، او همغه مهال جورج بوش اډوارډ ټيلر د امريکا د تاريخ په سترو متفکرانو کې حساب کړ. په نړۍ کې امريکا ، روسيه،چين،برتانيا او فرانسه هايدروجني بمونه لري.

  • ۱۹۹۰ زېږدي کال د نومبر په شپږمه ميا محمد نوازشريف د پاکستان د لومړي وزير په توګه وټاکل شو.
  • ۲۰۰۷ زېږدي کال د نومبر په شپږمه نېټه د افغانستان دبغلان ولايت په پلخمري ښار کې،د يوه ځانمرګي بريد(چې ويل کېږي) په پايله کې د افغانستان د ولسي جرګې دغړي سيد مصطفی کاظمي په شمول د ولسي جرګې ۶ نور غړي محمد عارف ظريف ، نازک مير سرفراز ، صاحب الرحمن همت ، صبغت الله ذکي او عبدالمتين ووژل شول. ياده دې وي ،چې په دې بريد کې تر ۱۷۰ پورې نورعامو خلکو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

سيدمصطفی کاظمي له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ پورې د سوداګري وزير، د ولسي جرګې د اقتصادي کميسيون رييس او د افغانستان د ملي جبهې وياند و.

  • د نومبر شپږمه په ډومينيکن، تاجکستان او تاتارستان کې د اساسي قانون د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
  • د نومبرشپږمه په فنلېنډ او سويډن کې د بيرغ د ورځې په نامه نومول شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *