د برلین موزیم

تاند- له نن څخه ۷۱ کاله پخوا د ۱۹۴۹ ع کال د مې په دولسمه شوروي اتحاد له ۳۲۲ ورځو وروسته د لوېدیځ برلین محاصره پای ته ورسوله.

په ۱۹۴۵ ع کال کې د یالتا تړون پر اساس جرمني او برلین ښار په څلورو سیمو ووېشل شو او د هرې سیمې اداره او کنټرول امریکا، شوروي، بریتانیا او فرانسوي په غاړه واخیسته.

د برلین دېوال

ختیځ برلین د شوروي تر کنټرول لاندې راغله او د دې ښار لوېدیځه برخه د فرانسې، بریتانیا او امریکا تر څارنې لاندې شوه.

لوېدیځو ځواکونو په ۱۹۴۸ کې دویچې مارک د جرمني د اشغال شوې سیمې پولي واحد وټاکه.

د شوروي اتحاد زورواک مشر جوزیف ستالین دا اقدام د جرمنیانو لپاره د یوه هیواد جوړېدا وانګېرله او په ځواب کې یې لوېدیځ برلین ته تلونکي سړکونه بند کړل او ختیځه برخه یې پوره کلابنده کړه.

د ۱۹۴۸ ع کال د جون په پنځلسمه لوېدیځ برلین ته ټولې تللې لارې، چې د شوروي اتحاد د اشغالي سیمو په زړه کې وې، وتړل شوې او له خارج سره یې هر راز اړیکې پرې شوې. دا کار سبب شو چې څلور اړخیزې همکارۍ او همداراز د جرمني او برلین یووالی ختم شي.

خو د لوېدیځ برلین محاصره د شوروي لپاره یوه لویه ناکامي وه، ځکه چې امریکايي ځواکونو د دې ښار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هوا له لارې پراخ ګامونه اخیستي وو.

د لوېدیځ برلین د محاصرې په ۳۲۲ ورځو کې امریکايي ځواکونو په ۲۱۲۰۰۰ پروازونو یوملیون او اووه لکه ټنه وسایل، خوراکي او سونګ مواد لوېدیځ برلین ته ورسول.

په دې ډول د ۱۹۴۹ع کال د مې په دولسمه ورځ شوروي اتحاد پوی شو چې د لوېدیځ برلین محاصره ګټه نه لري او له دې کاره یې لاس واخیست.

خو کړکېچ سبب شو چې لوېدیځ هیوادونه د ۱۹۴۹ ع کال د سپټمبر په دولسمه فدرالي جرمني جوړ کړي او یوه میاشت وروسته یې شوروي اتحاد د جرمني په هغو سیمو کې، چې د شورویانو تر کنټرول لاندې وې، د جرمني دیموکراتیک جمهوریت تاسیس کړي.

په دوو هیوادونو د جرمني تجزیې تر ۱۹۸۹ پوري دوام وکړ .په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو له ماتې او د شوروي له دړې وړې کېدو وروسته د ختیځ برلین اوسېدونکو د برلین دېوال مات کړ او دوه جرمنیان سره یو شول.

جرمني (لوېدیځ) تراوسه پوري په سلګونو ملیارد یورو لګولي چې د ختیځ جرمني سویه له ځان سره برابره کړي.

One thought on “په دې ورځ د لوېدیځ برلین محاصره پای ته ورســېده”
  1. سلامونه،
    برلین او جرمنیان خو د هتلر د خواهشاتو ښکار شوی و، مګر آنګیلا مرکل د همهاغه شرقي برلین محصول او لیډره ده!
    که افغانستان پرتله کړو، ډیورڼډ لاین او لراوبر قومونه او قبایل په کومه ګناه دیوالي !!کیږي؟
    او همدا ۴-۵ استعماري مملکتونه ېې دا ۴۰ کاله زبیښي او د فدرام، ربانیها، دهزاد ها ، ځینې هزاره ها ، عودولا ها او دوموزها په مردارو خولو د یو او لوی افغانستان د څو ټوټه کولو چینجن ، بوین او خوسا پلانونه او نقشې جوړوي ؛
    خو الحمد لله افغان ولس په لوړه فیصدي د خپلو قومونو او شعوبو تر مینځ د پیړیو خیښیانو او دوستیو په اړیکو داسې نښتي لکه العروت الوثقی! ؛ نو که اصلي عُمري افغان طالبان هم (لکه لومړي امارت )ېې د هیواد ،وطن په تمامیت او لوی یو والي کې اوسوله مرسته وکړي ، ان شاءالله د بد نیتو ګاوڼډیانو او استعمارچیانو موخې به له خارو سره اِيرې شي.
    د همداسې ورځو په هیله . افغان دشمنان دې پر کورونا ویروس او نورو ویروسونو تباه شي.آمین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *