اروا پوهانو هغه لارې چارې په ګوته کړې چې پر مټ یې خاوند او مېرمن د نړۍ د نورو جوړو په نسبت ښه او خوښ ژوند لرلی شي.
غوره جوړې، د نورو هغو په نسبت کومې ځانګړنې لري؟
په دې لیکنه کې تاسو له همدغه ځانګړنو خبروو، راځئ په ګډه سره یې ولولو:
۱- غوره جوړې تل د پیسو په اړه یو له بل سره سلا کوي
ډېری جوړې د دې پر ځای، چې په خپل ژوند کې پر مالي مسایلو خبرې وکړې، نور څه ته ډېر ارزښت ورکوي او په دې اړه یې ترمنځ هېڅ خبرې نه تبادله کیږي، په ذهن کې یې هماغه د مجردۍ د دورې فکرونه وي. تر ډېره داسې فکر کوي چې یوازې د خپل ځان د لګښت مسولیت ور په غاړه دی، په داسې حال کې، چې داسې نه ده، کله چې شریک ژوند شروع کیږي هر څه تغیر کوي، د خاوند پر اوږو یو دروند بار اېښودل کیږي، چې ترې لاندې تلل ځانګړی مهارت او خپلې لارې چارې لري.
غوره جوړې دغه ځانګړنې لري:
د ځان لپاره دوه ډوله بانکي حسابونه جوړوي یو یې یو شریک بانکي حساب، چې خپلې ګډې پیسې په کې ساتي او بل هم داسې بانکي حساب چې د ورځني ژوند ستونزې او اړتیاوې ترې پوره کړي. دوی تر ډېره په خپلو کې سره مشوره کوي، چې کوم څه ډېر اړین دي، چې ویې پېري د هرڅه لپاره ځانګړی پروګرام جوړوي او په داسې ډول مخته ځي چې د ناببره ستونزو پیدا کېدو څخه په اسانۍ سره وکولای شي ځان وباسي.

۲- دوی له مالي اړخه یو بل ښه درک کوي
غوره جوړې پر دې پوهیږي چې لاسته راغلې پیسې په څه ډول ولګوي، دغه ډول کسان خپل مقابل اړخ په پوره توګه پېژني، چې د ژوند ملګری یې څه ډول کس دی. ایا داسې کس دی چې اقتصادي مسایل په ښه توګه درک کوي او که په ډېره اسانۍ سره لاسته راغلې پیسې په بې ځایه او په بې ضرورته شیانو لګوي؟ هغوی له یو بل سره مرسته کوي چې څنګه کولای شي له اقتصادي ستونزو ځان وباسي او حل لارې چارې ورته پیدا کړي.
۳- په خپل ژوند کې شریک بانکي حساب لري
غوره جوړې په خپل منځ کې یو شریک بانکي حساب لري او تر ډېره فکر کوي چې دغه حساب کولای شي دوی سره نږدې وساتي، چې دغه ډول شریک بانکي حساب د دوی لپاره ضروري هم دی، ځکه چې کولای شي د خپل ورځني ژوند، هغې پیسې، چې دوی یې باید له خپل حسابه ورکړي لکه ، د برېښنا بېل، د خوراکي توکو لګښت او نورې ورځنۍ اړتیاوې له همدغه بانکي حسابه خلاصې کړي. دغه راز دوی هر میاشت خپلې ګټلې او د لګښت پیسې سره محاسبه کوي تر څو خپلو موخو ته په اسانۍ ورسیږي او له کومې جدي ستونزې سره مخ نه شي.
۴- د هغوی لپاره پیسې وسیله ده نه هدف
غوره جوړې پر دې پوهیږي چې پیسې یوازې د دوی لپاره یو ډول وسیله ده. دوی دا په ښه توګه درک کولای شي، چې د پیسو په وسیله یوازې کولای شي خپلو موخو ته ورسیږي او خپلې ورځنۍ چارې په اسانۍ مخ ته یوسي.دوی هېڅ کله هم دا فکر نه کوي، چې پیسې دې دوی خوښ وساتلی شي، بلکې مادیات یوازې د ژوند د پر مخ بېولو یوه اله او وسیله بولي، معلومه خبره هم ده چې پیسې هېڅکله هم چاته خوښي نه شي وربښلی، ډېری داسې کسان پېژنم چې له مالي اړخه ښه پر ځان بسیا دي، خو له خپل ژونده یې خوند نه دی اخیستی، تل یې ژوند له کړاونو او ستونزو ډک دی، ډېرې نورې اسانه لارې چارې دي چې په عملي کولو سره یې کولای شئ له خوښیو ډګ ژوند ولرئ.
۵- هغوی د خپلو عوایدو یوه برخه د ساعت تېرۍ لپاره ځانګړې کوي
که غواړی چې تاسو هم د دې ډول جوړو په څېر شئ، باید د ژوند یوه برخه مو مېلې، چکر وهلو، پارک ته تلو او نورو هغه څه ته ځانګړې کړئ چې تاسو پرې خوشاله کېدای شئ. که تاسو له روحي اړه ارامه وی، کولای شئ، په ډیره اسانۍ خپلو مالي ستونزو ته د حل لاره پیدا او لا پرمختګ وکړئ، له دې سره په څنګ کې د ورځې یو ځانګړی وخت د ورزش لپاره هم ځانګړی کړئ او که وخت نه لری، بسنه کوي، لږ تر لږه د ورځې د نیم ساعت لپاره پلي وګرځئ.
۶- غوره جوړې په خپلو مالي مسایلو کې سپما کوي
له سپما څخه موخه دا ده چې تاسو له خپلو پیسو څخه په سالمه توګه ګټه واخلئ. تاسو پوهېږی چې کوم شی؟ څه وخت وپېرئ؟! يا په بله وینا له اخیستلو مو موخه څه ده؟ سخي و اوسئ خو له خپلو پیسو سره بې باکي مه کوئ، د نور خلکو په غوښتنه مو د ځان لپاره شی مه اخلئ، کله مو چې ورته اړتیا پیدا کړئ هغه وخت بیا کولای شئ د خپلې خوښې وړ شی وپېرئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *