تاند- د امریکا د کانګریس په یوه راپور کې ویل شوي چې هند غواړي پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق هدف ته ونه رسېږي او همداراز پاکستان د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د هند د سوداګرۍ مخه ونه نیسي.
پاکستان له ډېرو کلونو (غالباً د ضیاالحق له واکمنۍ را په دې خوا) راهیسي هڅه کوي چې افغانستان تر خپل کنټرول لاندې ولري او د ستراتیژیک عمق هدف ته ورسېږي. که څه هم پاکستان په وروستیو کلونو کې ویلي چې نور په افغانستان کې په ستراتیژیک عمق پسې نه دی او افغانستان ته د یوه خپلواک هیواد په سترګه ګوري.
د امریکا کانګریس ته په وړاندې شوي راپور کې په افغانستان کې د هند هدفونه او غوښتنې تشریح شوي او ویل شوي چې هند په دې لټه کې دی چې پاکستان په افغانستان کې ستراتیژیک عمق ترلاسه نه کړای شي.
راپور دغه راز د هند بل هدف دا بللی چې پاکستان یې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د سوداګري راکړو ورکړو مخه ونه نیسي.
په دې تحقیقاتي راپور کې، چې د امریکا د کانګریس د غړیو لپاره د یوه سند په توګه چمتو شوی دی، په افغانستان کې د هند پالیسۍ هم په لنډون تشریح شوي دي.
په دې راپور کې، چې د کانګریس د تحقیقاتي خدماتو څانګې ترتیب کړی، همداراز د امریکا – پاکستان پر اړیکو هم رڼا اچول شوي چې د ۲۰۱۱ م کال په مې میاشت کې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر کور د امریکايي کومانډو ځواکونو له حملې وروسته خړپړې شوي دي.
راپور وايي، هند غواړي چې په افغانستان کې د دغه هیواد پر هدفونو (سفارت او کونسلګریو) د سختدریځو د حملو مخه ونیسي.
په افغانستان کې د هند پر سفارت او کونسلګرو څو ځلي پاکستان پلوه سختدریځو لکه لشکر طیبه او حقاني شبکې حملې کړي دي.