د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ

تاند- د ناټو سرمنشي وايي، دا تړون به په افغانستان کې نوی جنګي ماموریت پیل نه کړي، خو د یاغیانو خلاف په جګړه کې به د افغانستان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو سرمنشي ینس ستوتنبرګ د چهارشنبې په ورځ په هسپانیا کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د ناټو د غړیو د حضور د دوام په اړه د هغوی د پرېکړې هرکلی کوي خو په دې ټینګار کوي چې د ناټو ځواکونه به نوی جنګي ماموریت پیل نه کړي.

ده همداراز وویل:«موږ د تېر کال په پای کې په افغانستان کې خپل عملیات ختم کړل، خو څه چې مو پرېکړه کړې، هغه دا ده چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته دوام ورکوو… او پوښتنه دا ده چې دا کار څرنګه کوو، کوم او څومره پوځیان د څومره وخت لپاره:؟…»

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د سږ کال (۲۰۱۵) د جنورۍ له لومړۍ څخه پیل شو چې پر اساس یې د ناټو پوځیان افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې غونډې ، چې د دسمبر په لومړۍ او دوهمه جوړېږي، د بحث مهمه موضوع په افغانستان کې د دې تړون د غړیو هیوادونو د ځواکونو د حضور په اړه وي.

د ناټو غړیو، په تېره بیا امریکا وروسته له دې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه بدله کړه چې طالبانو حملو ته زور ورکړ او د خبرو اترو پروسه یې هم ودروله.

د دوشنبې په ورځ پاکستان وویل چې اوس د سولې د خبرو د بیاپیلولو لپاره مناسب وخت نه دی.

One thought on “د ناټو سرمنشي وايي، ځواکونه به یې د افغانستان په جګړه کې برخه وانخلي”
  1. د ناتو د سرمنشی دی کور وران شیچی ّه جگئه کی برخه نه اخلی نوبیا څه کوی؟نظامی تعلیم ا وتربیه ؟ ها ها!
    تاسو د ناتو بغار ی وانه وریدی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *