کله تنګ شمه له ځانه کله تنګ راباندې ځان شي 
کله ژوند راته دښمن شي کله ژوند راته جانانه شي

کله څاڅکی د شرابو راته ټوله ګټه، ګټه 
کله بحر د شرابو راته ټول تاوان، تاوان شي

چې اخلاص او ښکلی ذوق یې، زړه له ټولې دنیا موړ کړي 
بیا په ځان سړی میین شي بیا د ځان ښکلی جانانه شي

ربه ستا د خیال تصویر دی ربه ستا د نوره ساز دی 
که ستا خیال او نور مجرم شي ګنهکار ولې انسان شي؟

اشرف مفتون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *