د جمعې په ماښام په پاړه چنار کې انتحاري او بمي چاودنو تر دوه سوه زیات کسان شهیدان او یا ټپیان کړل. پاړه چنار چې د افغانستان سرحد ته نږدې واقع دی، له پیښوره دوه سوه پنځوس کیلومتره لرې پروت دی. په پاړه چنار کې شاوخوا پنځوس زره کسان اوسي چې اکثره یې شیعه مسلمانان دي. د جمعې د ماښام په وحشیانه حمله کې هم کابو ټول قربانیان شیعه ګان دي.
زموږ په ګاونډ ملک پاکستان کې د یو داسې وحشت او افراط تخم کرل شوی دی چې نه یوازې افغانستان بلکې تر څه حده پورې منځنۍ اسیا، هند او تر څه حده پورې چین هم ګواښي خو تر ټولو لوی قربانیان یې د ډیورند د کرښې د دواړو غاړو اوسېدونکي دي.
د افراط او وحشت دغه پلویان په افغانستان کې معمولا په دې نوم قتل عام کوي چې دلته خارجیان راغلي دي، په پاکستان کې د وژلو لپاره مختلفې بهانې ورته موجودې دي. کله کله وژل په دې نوم وي چې د پاکستان حکومت له امریکایانو سره دوست دی نو په دې اساس په دې ملک کې وژل پروا نه کوي. کله بیا د دیني عقیدې په خاطر وژل روا ګرځول شوي دي. مثلا شیعه مسلمانان او دغه راز قادیانیان او مسیحیان په ډېرې اسانۍ سره وژل کېږي. دغه راز د پیپل ګوند غړي او د ځینو نورو ګوندونو غړي هم به دې نوم وژل کېږي چې سکیولر نظریات لري. البته، په هغو ګوندنو هم رحم نه کېږي چې ملایان یې مشري کوي او ځانونو ته اسلامي وایي. په پاکستان کې کله نا کله هغه کسان هم وژل کېږي چې ماشومانو ته واکسین لګوي. په تېره بیا د پولیو د ناروغۍ یعنې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین ډېر ناسم ګڼل شوی دی او تر اوسه پورې د پولیو په واکسناتورانو باندې څو ځله حملې شوې دي.
په افغانستان کې چې ناټو د خپلو عسکرو وتل پیل کړي دي، د قتل او تشدد پیروانو د افغانستان په خپلو عسکرو او پولیسو باندې حملو ته زور ورکړی دی چې په نتیجه کې افغان حکومت اړباسي چې له دوه زره څورلسم کاله وروسته هم د خارجي عسکرو د پاتېدو موافقه وکړي. که دغه موافقه وشوه، دوی به بیا په دې پلمه حملې کوی چې دلته خارجي عسکر دېره دي او په همدې خاطر یرغلونه کوي. د افغانستان په ګڼو ځایونو کې اوس ان یو خارجي عسکر هم نشته خو د تشدد پیروان او پلویان پکې بیا هم وینې بهوي، بیا هم په لارو کې ماینونه خښوي او بیا هم ګډوډي رامنځ ته کوي.
په اروپا کې په نولسمه پېړۍ کې ځینې ډلې راپیدا شوې چې د انارشیستو په نوم یې شهرت وموند. د انارشیزم پیروان په دې مشهور وو چې د دولت او نظام مخالفت کوي. دوی په عمل کې ګډوډي غوښته. ځینې انارشیستان د تشدد پیروان نه وو. دوی به یوازې په خپلو تبلیغاتو او نظریو کې د موجود نظم مخالفت کاوه خو ځینې نور یې د تشدد پلویان وو. تشدد پسندو انارشیستانو په اروپا کې ډېر ترورونه وکړل او ګڼ شمېر کسان یې ووژل. دوی به په ټولنه کې موجودو بې عدالتیو ته اشاره کوله او د هغو د ختمولو لپاره یې د زور له لارې د ټولنې د موجود نظام ړنګول غوښتل. انارشیستان هیچرته کامیاب نه شول ځکه چې دوی د راتلونکي وخت لپاره کومه نقشه او منطقي پلان او پروګرام نه درلود، صرف دې ته خوشحاله وو چې وینې بهوي او شور ماشور یې جوړ دی.
د ځینو پوهانو په نظر هغه کسان چې د ډیورند دواړو غاړو ته یې د وینو رودونه روان کړي دي، په حقیقت کې د اروپا د نولسمې پیړۍ د انارشیستانو پیروان دي. دوی صرف دې ته خوشحاله دي چې ټولنه ګډوډه شي او وینې وبهېږي. کله چې په کابل کې د استاد رباني حکومت و، جنګ د هغه د حکومت د ړنګولو لپاره و. کله چې تالقان هم نیول شو او دا تصور پیدا شو چې نور به نو په افغانستان کې وینه نه بهېږي، په امریکا کې چاودنې وشوې او له امریکا سره جنګ پیل شو. اوس چې امریکا د وتلو خبرې کوي، له افغان عسکرو او پولیسو سره جګړې ته شدت ورکول کېږي. لنډه دا چې په هر حال کې قتل، په هر حال کې وینې، په هر حال کې ګډوډي. په جوماتونو، امام باړو، زیارتونو، لویو لارو، بازارونو، روغتونونو او نورو ځایونو کې بمي او انتحاري حملې د ګډوډۍ له زیاتېدو او د ټولنې له تباه کولو پرته بل هیڅ مقصد نه شي لرلای.
خو انسان مدني او اجتماعي موجود دی، وحشي نه دی. د ټولنې د ګډوډۍ لپاره که هر څومره تلاش وشي، بیا به هم خلک نظم او سستم او ژوند او ترقي غواړي. د انارشیستانو هڅې په نهایت کې خامخا ناکامې او بې فایدې وي.
اروپایي انارشیستانو مختلف تمایلات لرل. مثلا ځینو یې د کمونیزم د پلویتوب دعوه کوله، ځینو یې د فمینیزم بیرغ اوچت کړی و او یو شمېر نورو یې په اروپا کې د عام دین یعنې د عیسویت د پلویتوب په پلمه په عیسوي ټولنو کې جنجالونه جوړول. د ډیورند دواړو غاړو ته د روان تشدد پلویان هم په ظاهره وایي چې دوی د دین لپاره او د خدای لپاره تشدد کوي خو نور نو په دې فکر نه کوي چې د اسلام لپاره مبارزه دا ده چې مسلمانان قتل عام شي؟ د اسلام او مسلمانانو خیر په دې کې دی چې د مسلمانانو ملکونه او دولتونه کمزوري شي؟ ایا ثواب په لمانځه او روژه او عبادت او د خدای مخلوق ته په خیر رسولو کې دی او که په دې کې دی چې د افغانستان پلونه، سړکونه او ښوونځي ړنګ شي او د افغانستان عسکر او پولیس او مامور او نور خلک ووژل شي؟ د اسلام خیر په دې کې دی چې شیعه مسلمانان قتل عام شي؟ خدای په دې خوشحاله کېږي چې د جمعې په مبارکه ورځ د روژې په ماښام دې د روژه ماتې په وخت په پاړه چناریانو باندې انتحاري حمله وشي؟ دغه تشدد پسندې ډلې که د یزید په وخت کې وای، د کربلا پېښې ته به سخته خوشحاله وې ، ځکه د ښځو او ماشومانو په شمول د هر مسلمان وینې پکې بهېدلې!
د ګڼو صاحب نظرانو په اند، د پاکستان جاسوسي ادارو په اوله کې د دغو افراطي او خونکارو ډلو ملاتړ د دې لپاره وکړ چې افغانستان ورباندې وځبي خو په وروستیو کلونو کې وینو چې خونکارو ډلو په پاکستان کې هم د خلکو د وینو رودونه وبهول. اوس د پاکستان له حکومت او چارواکو څخه د ډیورند د کرښې د دواړو غاړو د خلکو او بلکې د ټولې دنیا غوښتنه دا ده چې له افراط سره په مبارزه کې جدي شي او د تشدد پلویان په ښو او بدو ونه وېشي. د پاکستان پوځ په سوات کې د تشدد د پلویانو ګیلم په څو ورځې کې ټول کړ خو په پاړه چنار یا کوټه یا باجوړ یا تیراه کې یې نه ټولوي. سوات چې له افغانستان سره همسرحده نه و او بلکې اسلام اباد ته نږدې و، له تشدد پسندو کسانو په لنډه موده کې وژغورل شو مګر هغه سیمې چې افغانستان ته نږدې دي، د تشدد پسندو ډلو له منګولو نه را ایستل کېږي.
په حقیقت کې د روژې په دې مبارکه میاشت کې د پاړه چنار د بې ګناه او مظلومو خلکو د قتل عام ګناه د پاکستان د استخباراتي ادارو په غاړه ده چې په سیمه کې یې د تشدد تخم وکاره او د افغانستان د خوړلو په خامه تمه یې د بې شمېرو مسلمانانو وینې وبهولې. د پاکستان پوځ او پټې ادارې که غواړي چې خپلې تېروتنې جبران کړي، نو یوازینۍ لاره یې دا ده چې په قبایلي سیمو کې هم هاغسې عملیات وکړي لکه په سوات کې چې یې وکړل. په سوات کې اوس نه تشدد شته، نه څوک پول او سړک ړنګوي، نه ښوونځی سوځوي او نه د نجونو د تعلیم مخه نیسي. له راپورونو سره سم په تېرو شپږو میاشتو کې تر سل زره ډېرو نجونو د سوات په ښوونځیو کې د شمولیت لپاره نومونه ثبت کړي دي چې دا د سوات د سیمې په تېر تاریخ کې هیڅ ساری نه لري.
خلک ژوند غواړي، ترقي غواړي، خیر غواړي او خوشحالي غواړي، خو که ورته پرېښودل شي.
دا جگړی د (آی اس آی) لخوا په لر او بر پښتنو کښی د پښتنو د وژلو لپاره په لاره اچول شوی چی اوس خپله هم پکښی سوزی نو ښه به داوی چی پښتانه سره یو ځای شی تر څو د ( آی اس آی ) دا پلانونه شنډ کړی .
رحمان بابا وایی :
کوهی مه کنه د بل سړی په لار کښی
چیری ستا به د کوهی په غاړه لار شی
ته چی بل چاته په خوارو سترگو گوری
لا ړومبی به ستا صورت د خاورو خوارشی
آدم زاد په معنی واړه یو صورت دی
هر چی بل آزاروی هغه آزار شی