خبریال: یاقوت زابلی- د سویلي ولایت زابل امنیتي مسوولین وايي چې د سړک د غاړې د ماین چاودنې ددغه ولایت په شاه جوي ولسوالۍ کې د دریو سیمه ییزو پولیسو په ګډون نهه تنه وژلي او دولس نور يې ټپيان کړي دي 

ددې ولایت مرستیال والي محمدجان رسولیار تاند ته وویل چې پېښه د شاه جوي ولسوالۍ د کلاخیلو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده

نوموړي زیاته کړه چې د سړک د غاړې یو خښ شوي ماین په یوه له ګڼې ګوڼې ډکې سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو یو موټر په نښه کړ چې یاده مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړه.

د رسولیار په خبره په پيښه کې درې سیمه پولیس او شپږ ملکي وګړی وژل شوي او دولس تنه نور چې ملکي کسان ټپيان دي

دده په خبره چې د پيښي ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري د کلات او کندهار روغتونونو ته لیږدول شوي دي او امنیتي ځواکونو د پيښي د عاملینو په نیولو پسې پلټنې پيل کړي دي

د شاه جوي ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي وايي چې پيښه داسي مهال رامنځ ته شوه چې خلکو د روژه ماتي لپاره تیاری کاوه ځکه يې نو ملکي کسانو ته زیات زیان واړاوه.

هغه وویل چې له چاودنې وروسته سیمه ییزو پولیسو هم ډزي کړي چې یو شمیر کسان یې مړه او ټپیان کړي دي

 وايي په پيښه کې ښځې او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده

وسله والو طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا کوي چې ملکي کسان د سیمه ییزو پولیسو له لوري وژل شوي دي

قاري یوسف احمدي په رالیږل شوي ټلیفوني پیغام کې ادعا کړې چې چاودنې د سیمه ییزو پولیسو د یو قوماندان (مجاهد) تر څنګ شپږ امنیتي سرتیري وژلي او د هغوي موټر يې ویجاړ کړی دی

نوموړی وايي له چاودنې وروسته امنیتي سرتیرو پر عامو خلکو ډزي کړي شپږ تنه یې وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي

خو د زابل مرستیال والي محمدجان رسولیار د امنیتي ځواکونو له لوري پر عامو خلکو ډزي کول ردوي او زیاتوي چې طالبان د خپلو ناوړه کړنو د پټولوي لپاره دا ډول څرګندونې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *