يوه ملګري مې ټوکه کوله، وايي، زه د افغانستان په کليو بانډو کې خپل خپلوان داسې پېژنم، چې دوى په حجره کې په پټي کې او ان په جومات کې يوه بل ته برګ ګوري، پس شا د يوه بل غيبت کوي او معمولاً له يوه بله مرور وي. که لږ غور وکړو، دا خبره به له يو څه مبالغې سره تر ډېره حده د ټول افغانستان او ټولې پښتونخوا تر حده رښتيا معلومه شي. د بشري علومو پوهان وايي، د انسانانو تر منځ سيالي د پر مختګ لپاره غوره انګېزه ده، خو زموږ بدمرغي ته ګوره، چې نژدې هره سيالي مو هم منفي وي، هغه څه ته له يوه بله وړاندې کېږو، چې زيان راته رسوي، يانې موږ اکثر د علم په تر لاسه کولو کې سيالي نه کوو، د ځان او اولاد لپاره د ژوند د ښو شرايطو چمتو کولو کې سيالي نه کوو، خو د ډېرو ولور په راکړه ورکړه کې، په بې ځايه او ناوړوه دودونو کې له يوه بله د مخکې تګ کوښښ کوو. ډېر لږ اورو، چې زموږ په کليو بانډو يا ان ښارونو کې دې څوک د خپلو بچو د ښوونځي د معيار په باب پوښتنه ګروېږنه وکړي، خو نن سبا د فقير افغانستان زیات شمېر کم عمره ماشومان هم د ګاډو او مبايلونو د نويو ماډلونو په باب معلومات لري، چې کورنۍ ورسره په دې معلوماتو تر لاسه کولو کې مرسته کوي. که کره شمېرې ولرو اوس هم ښايي په اوسط ډول د افغانستان يو اوسېدونکي د داسې ډېرو هېوادونو له اوسېدونکو ډېر او بې ځايه لګښت ولري، چې حکومتونه يې افغانستان ته بسپنه ورکوي. زموږ د ښارونو ودونو کې استعمالېدونکي کالي، خواړه او د کلیو برجورې کلا ګانې او ګران بیه موټر د دې لګښتونو ثبوتونه دي. دا ټول داسې څه دي، چې عادي شمېرل يې د لوړې کچې حماقت دى، ځکه همدا کړنې دي، چې منفي ذهنيت رامنځ ته کوي. له اسانه لارو د شتمنۍ تر لاسه کولو ته خلک هڅوي او د شتمنۍ تر لاسه کولو لنډه لار د جرم او فساد تر کوره تللې ده. يو ځل په يوه ټولنه کې له رواج موندلو وروسته فساد او ورسره تړلي جرمونه خپل کار په خلاص مټ کوي او د دې ناولو پدېدو کار په ټولنه کې د لاقانونيت رامنځ ته کولو تر څنګ طبقاتي ټولنيز نظام رامنځ ته کول دي، پوړونه جوړول دي او محروميتونو ته وده ورکول دي. بيا که شاعر ډېرې چيغې وکړي، چې:

څو منۍ اوسپنې رواړي، لس کلنو په اوږو دي

غربت څومره زورور کړل ماشومان زما د کلي

تجربو ثابته کړې، چې دا چيغې هم درودونو ته درمل نه دي، بلکې يو ډول د محروميت دغه احساس ته شدت ورکول دي. څه موده مخکې د کارپوهانو له خوا وویل شول، چې د افغانستان د اقتصاد ډېره برخه پر جرم ولاړه ده، که دا رښتیا نه بولو، نو بیا به د ملګرو ملتونو هغه رپوټونه هم دروغ بولو، چې وايي، د کوکنارو په کرونده کې لومړی نمبر یو. په هغو غوښتنو به هم سترګې پټوو، چې همدا ملګري ملتونه وايي، نورو هېوادونو ته د خپلو ځوانانو د قاچاقي تګ مخه ونیسئ. د نورې نړۍ انسانانو ته ښايي دا ډېر عجيبه ښکاره شي، چې زموږ په ټولنه کې نژدې خپلوان د يوه بل ضد وي، که پر يوه تېرى کېږي، بل پرې پټه خوله وي او ان ځينې خو داسې هم شته، چې د تربور د خونې په ورانېدو يې غوا لنګه شي. خو هغه چې ټولنپوهنې سره دلچسپي لري، پوهیږي، چې دا هر څه د محروميت زېږنده دي. د ماضي خبرې ښايي له نن سره توپير ولري، خو د نن ورځې محروميت په مرورتوب، ګوښه کېدو او يا په زور زياتي سره له منځه نه ځي، بلکې ګډون او د نورو له ګټو سره د خپلو هغه شريکول داسې هنر دى، چې کولاى شي، يو انسان او په ټول کې يوه ټولنه د نورو د سيالۍ جوګه کړي. څوک يې مني او که نه، خو راتلونکي وخت د هغو دى، چې زيار ګالي، تعليم او تربيه تر لاسه کوي، نرمه او پسته خبره کوي، د ز ور ازمېلو پر ځاى  پردليل او منطق باور لري، د نورو د زغملو وړتيا ولري او داسې نور متمدین خصلتونه خپلوي، چې د سر دښمن يې هم ورسره مناسب او معقول چلند ته اړ کېږي. کله چې سړى په کوچنيو خبرو د خپل هېواد ځينې کسان په داسې حال کې ويني، چې له خولې يې کنځل بادېږي، تهديدونه کوي، نو د يوه وتلي عالم خبره ورپه زړه کېږي، چې وايي، هر بريالى انسان بايد خاکسار او عاجز وي. ګواښونه، کنځل او ژر لاس او ګريوان کېدل، هغه څه دي، چې موږ يې تل له نورو څو ګام شاته ساتلي يو. انساني رویې د عمرونو په اوږدو کې پوخوالي مومي او عمرونه پکار دي، چې بدلون په کې راشي، خو که د همدې بدلون لپاره لومړي ګام اخیستو ته اړتیا ده.

له محور ورځپاڼې په منننې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *