خبرپاڼه
نېټه١٣٩٢، ٠٥، ٠٦
کندهار افغانستان- دکندهار ولايت په مېوند ولسوالۍ کي تېره ورځ ځانګړو افغان امنيتي ځواکونه د عملياتو پر مهال (٣٠) پارسله وچ ترياک نيولي دي.
دغه مواد د يادو امنيتي ځواکونو له خوا د بند تيمور په سيمه کي ترلاسه سوي چي پر همدې مهال د موجوده هيئت و مخ ته ټول حريق او سوځول سوي دي.
د دغه عملياتو پر مهال د يادو موادو سره يو ځاى (١)عراده بايفور موټر ،(١) کلاشنکوف، (٥) عدده شاجوره او (٥) عدده د کلاشنکوف مرمي د پوليسو لاسته ورغلي دي.
امنيتي ځواکونو دغه راز د يادو عملياتو پرمهال د ذکرسوو نشى توکو او وسلو سره يو ځاى يو تن مظنون هم نيولى چي دا مهال تر تحقيقاتو لاندي دي.
پاته دي نه وي چي د دغه عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو او د سيمي اوسېدنوکو ته کوم زيان نه دي اوښتى.