محمدقاسم اتل
افغانستان د عجایبو هېواد دی عام افغانان کمو بدلونونو لپاره هم لیواله دي او په دې تمه دي چې ګواګي د پخوا په پرتله دارګ حاکم داځل خپلو تیرو چټلیانو ته متوجې شوي وي او شاید د خپل واک په دې وروستیو کې یې پام نیکو ته واوړي خو عام ولسونو د تمه بې ځایه او یوازي دخپل ځان تیرویستنه ده، هغه څوک چې په مصلحت کې پیدا او په مصلحت کې دعمر زیاته برخه تیره کړي وي نو څنګه دا ډول توقع ترې کول چې ګواګي نیکو ته به یې پام شي هسې خیالي خوبونه دي، عام ولس هم ګرم نه دي په ټولنه کې که یو څوک په ځوانۍ او دبدبه کې ډير هم خراب او ناوړه عملونه ترسره کوي خو کله چې یې عمر په شپیتو شي نو خلک ورته دعا کوي چې خدایه! پام یې نیکو ته واړوی او اخري خاتمه یې ښه کړی، دراګ واکمن هم دخپل عمر وروستۍ ورځې شماري او عام ذهنیت هم دخپلې ټولنې د ارزښتونو ته په کتو د واکمن څخه همدا تمه لري.
دارګ واکمن دعادي انسانانو څخه بیخې جلاء او بل ډول فکر لري دا بیچاره خو دخپل ځان او راتلوونکي دنوم او شهرت ساتلو په خیالونو کې غرق تللی دی، هغه د سهار تر شپې او بیا دشپې تر سهار په واک کې دپاتې کیدو لپاره سل دامونه ګږدي او خلاصوي هغه بې چاره خو دکمشنرانو په ټاکنه کې هم د خپلو ارګ میشتو زور دارانو او معامله ګرو خوښې ته لیدلي او په پټو سترګو یې دپخوا څخه په چمتو شوي لیست لاسلیک وکړ.
په تیرو دولسو کلونو کې په ارګ کې داسی فرمول جوړ شوي ته به وایي سم دمحمد بن موسی فرمول دی چې هر ډول مسله او ستونزه ور اچوه او نیتجه یې درته په ثاني کې راباسي، دارګ فرمول د محمد بن موسی فرمول ته هم ماتې ورکړې ده ځکه دمحمدبن موسی فرمول په یو لړ قواعدو ولاړ دی او هر معادله چې داصولو خلاف وي نه حلوي، خو دارګ فرمول څه عجیب شان دی، دا داسی خطرناک فرمول دی چې موږ ویره لرو چې راتلوونکی واکمن به هم په همدې حساب او کتاب کوي، هماغه د وچې او لمدې خبره ده بس دچا په قسمت به مرګ او دچا په قسمت به ژوند رسیږي.
((فرمول= پښتون+ تاجک+هزاره+ ازبک+ اقلیت))
(( ۱۰۰=۳۰٪+۳۰٪+۲۰٪+۱۵٪+۵٪ ))
دکمیشنرانو او په ارګ کې د هرډول معاملې او ویش فرمول همدا دی دې فرمول موږ د۶۰٪ څخه ۳۰٪ ته ورسولو خو کله چې سل سلنه یو څه پوره نه کړي دکموالي په صورت کې بیاهم پښتون قرباني دی او دغه سلنه کله کله ۲۰٪ رسیږي، بس هماغه مسله ده کوم د هقان ته چا ویلي و چې تیرکال او سږ کال دی حاصلات څنګه و هغه دکال تر کال خربوالی وښود ورته یې ویل چې راتلونکي کال څنګه ارزوی هغه ورته وخندل چې منی مې چې کال ته له دې هم بدتر شم.بس یوم البتر ده خدای دی راله خیر کوي!
دقانون له مخې کمیشنرانو په ټاکنه کې افغانستان تابعیت،دیریش کلنۍ عمر، علمیت او لوړې زده کړې،پنځه کلنه تجربه، ښه نوم او نیک شهرت و!
خو په عمل کې د کمیشنرانو په ټاکنې کې قانون دمعمول په څير ترپښو لاندې او دارګ فرمول ته هرڅه دحل په اړه و اچول شول، دارګ په فرمول کې بله جالبه خبره داده چې معادلې توري هم دارګ دحاکمو دخپلوانو او مقربینو لخوا ټاکل کیږي نو معلومه ده چې پایله یې قربات او شخصي پیژندنه ده.
نور الحبیب نثار سره د زړه خواله:!
کمیشنرانو پوست ته دراتګ په اړه یو شمېر هېوادپالو ځوانانو نثار صیب هم تشویق کړ چې ښې زده کړې، ټاکنیزه تجربه، نوم، شهرت،استعداد پوه او زکاوت لري نو فورمه ورته ډګه کړه دغواروي کمیټې دی کور ودان وي د نثار صیب دکتورا ته یې ارزښت ورکړی و د شارټ لیست په سرکې لومړی کس و چې دکتورا لري او پاتې نور یې ارزه برزه کسان و، نو دفرهنګي ملګري او روڼ اندي خوښ و چې که خیر وي داځل خو په لیست کې دنه سړیو سره سړي هم ښکاریږي چې دا لا کومه معجزه ده؟
بس شارټ لیست چې کله دارګ واکمنو ته ورسیدل نو هماغه دارګ فرمول لپاره یې معیار کم اهلي،بې سوادي،بد نوم،خپلوي، قرابت،مجرمتوب او په ارګ کې شناخت او پيژندنه معیار وګرځیدل، نو په سر کې دروند استاد نورالحبیب نثار په یادو معیارونو او په تول برابر نه و
استاد نثار نه کرزی، نه مارشار، نه خلیلي، نه خرم،نه سپنټا او نه ….. پيژندل بس یوازې په خپلو زده کړو دکتورا او کاري تجربه او ښه نوم باندې یې باور درلود اوبس!
نثار صیب! زړه مه بدوه دا لومړی ګوزار نه دی چې په علمیت او وړتیا باندې کیږي بلکې له تا مخکې ولسي جرګې او د دولت نورو مسولینو وار د مخه علمیت او مسلکیتوب نفعې کړل ولسي جرګې مسلکي وزیر جنرال بې واکه کړ.
داوسنیو کمیشنرانو راتلوونکی:
داسی نظام چې دظرفیتونو د بحران سره مخ دی او همدغه ګوتو په شمېر لنډغر،محدود غله او چپاولګر دیوې څوکۍ نه لرې او بلې ته دزد او خورد په مقابل کې پيژندل کیږي او دسترنج همدغه محدودې پيژندل شوي دانی اوړي را اوړي او هره ګومارن یې په معاملو ولاړه او د څو کورنیو کسان د نرو او ښځو او ورنو په شمول همدا نظام په ټیکه نیولی نو د ټاکنو په کمیسیون کې دیادو کمیشنرانو راتلونکی هم دارګ په سیاسي معاملو او جوړ جاړیو به څرخي او د واکمن حاکم په اشارو به نڅاوې کوي او همدې پیل شوي ډول ته به خپلې څڼې غورځوي اوبس.