دوه درې كاله وړاندې د ښاروالۍ له خوا په كابل ښار كې ځينې د چنار ښايسته ونې په پياده روونو كې كيښودل شوې . دا چنارونه د دفاع وزارت مخې ته بيا تر زړو مكروريانو تر پله پورې په داسې كتار كې ودريدې چې ډير ژر يې ښكلو شنو پاڼو د خلكو پام ور واړاوه او داسې تمه كيده چې دوه نور كلونه هم تير شي نو له دوى څخه به لويې ونې جوړې شي او د كابل پر سيند او د پياده رو پر خوا به خپل ساړه سيوري ودروي .
خو داسې ښكاري چې دا تمه اوس د كابل د وچ سيند غوندې جل وهلې ده او دا ونې به ډير ژر مړې شي . په كابل كې د ګرمۍ د اوج ورځې دي او په دې ګرم موسم كې چې باران د مياشتو په فاصله كې اوري ، د ونو نه اوبول د هغوى د وژلو په مانا دي . دا ونې په تيرو لسو ورځو كې د ډير بد حالت سره مخ شوي دي او داسې ځايونه په كې پيدا شوي چې پر ليكه څنګ پر څنګ تر لسو پورې ونې يې يوازې په دې څو ورځو كې وچې شوي او نورې يې هم د ځنكدن په حال كې دي .
دا ونې پر خپل څنګ هره ورځ د تيريدونكو لسګونو زورو خلكو پام خپلو وچو او زيړو پاڼو ته ور اړوي چې دوى په داسې بد وضعيت كې دي خو هيچا يې هم د غم خوړلو اواز پورته نه كړ . كابل ښاروالي د دې ونو څخه يوازې د سوونو مترو په فاصله كې ده او دفاع وزارت ترې په ميترونو لرى دى ، ځينې دوكانداران يې تر څنګ دي خو هيچا هم پر دې ونو رحم ونه كړ او هغوى يې د سختې تندې څخه ونه ژغورلې .
شايد دوى وايي چې موږ روژه يو نو ونې دې هم روژه ونيسي ! يا موږ دې ارامه يو ، پر يوه ځاى دې ناست يو خو ونې دې له منځه لاړې شي ځكه خو ونې دي ، انسانان خو نه دي ؟! خو دې ته يې پام نه دى چې د ونو اوبه كول يوه اسلامي دنده ده چې مسلمانان بايد دا كار وكړي ، د دوى يو اخلاقي دنده ده چې ساتنه يې وكړي ، اوبه ور كړي او د ځناورو له شر څخه يې وساتي . د دې تر څنګ د ځينو خو مسوليت دى چې دې ونو ته اوبه ور كړي ، كابل ښاروالۍ د لسهاو موټرو سره دې ته بوديجه لري چې دا ونې اوبه كړي خو ولې دا مسوليت نه تر سره كوي ؟
ولسمشر كرزي په خپلې وروستۍ راډيوي وينا كې پر عامو خلكو غږ كړى و چې د خپل چاپيريال له پاره د زيان رسوونكو كارونو څخه منعه شي . ده د مارغانو ، حيواناتو او ونو په اړه په يوه ځاى كې ويلي و : هر هغه څه چې زموږ د چاپيريال سره تړلي وي او له منځه تګ يې چاپيريال ته زيان رسوي بايد له دې كاره را وګرځو . زموږ ځینې هېوادوال یو شمېر صحرایي او غرني مرغان او حیوانات، لکه : هوسۍ، غرڅان، ځینې ښایسته مرغان، ښکاري مرغان او نور دې ته ورته حیوانات او پرنده ګان ژوندي نیسي او په کورنو کې یې ساتي او یا یې په بازارونوکې خرڅوي . دغسې چې ښکار په طبیعت کې د موجودو حیواناتو او مرغانو نسل له تباهۍ سره مخامخوي د دغو حیواناتو او پرنده ګانو ژوندي نیول هم په طبیعت کې د حیواناتو او پرنده ګانو د نسلونو د کمېدو خطر راپیښوي او کیدای شي چې ځینې نسلونه یې بالکل ورک شي. په لوی لاس د دغو نسلونو ورکول ستره خطا او ګناه ده.
ولسمشر كرزي په خپلې وينا كې دا هم ويلي دي چې د مارغانو او نورو ژويو نسل له يوې مخې له منځه وړل په چاپيريال كې د ګډوډۍ سبب ګرځي او تعادل له منځه وړي چې ور سره به پر چاپيريال ناوړه تاثير وكړي او بيا به زموږ خپل ژوند له مشكلاتو سره مخ وي .
ولسمشر كرزي له ټولو هېوادوالو څخه غوښتي و : له طبیعي موجوداتو څخه بې رویې او ناوړه استفاده ونه کړي، ځنګلونه و نه وهي، د حیواناتو، مرغانو او د نورو طبیعي موجوداتو له ښکار او ژوندي نیولو څخه ځان وساتي، څو مو د ژوند چاپیریال له آفاتو ژغورلی او سالم پاتې شي او ورسره زموږ د وطن هوا پاکه او اوبه مو ډیرې وي.
كه د ولسمشر كرزي دا خبرې د ولس له پاره وې او هغوى يې دې برخو ته متوجه كول نو د هغه اداره بايد د دې برخو له پاره خاص پروګرامونه هم ولري او په هيڅ وجه غفلت ونه كړي . د دفاع وزارت له مخې نيولې او بيا تر زړو مكروريانو پورې ونو باندې د دولت په لكونو افغانۍ مصرف راغلى دى ، پخوا كابل ښاروالۍ ويلي و چې دا ونې له بهر څخه را وړل شوي دي او تر دې دمه چې دوه درې كلونه پرې تير دي اوس له داسې بد وضعيت سره مخامخ شوي چې څوك اوبه نه شي ور كولى . دا ونې له تندې جل وهلي ، نژدې نيمايي يې وچې شوي او نورې يې د وچيدو په حال كې دي .
شايد دا يوازې د دفاع وزارت مخې ته ولاړې د چنار ونې نه وي چې وضعيت يې داسې بد دى بلكې نورې ونې هم په دې سختې ګرمۍ كې د وچيدو سره مخ دي ، له ولسمشر حامد كرزي دا هيله كيږي چې د خپلې ادارې مسول چارواكي دې ته متوجه كړي چې د كابل ښار او نورو سيمو شنې كړې ونې او نيالګي پر وخت اوبه كړي او له نورو افتونو څخه يې وساتي . موږ به ووينو چې د دفاع وزارت مخې ته دا ونې د ځنكدن له حالته د اوبو په ور كړې وځي او كه همداسې د خپل ژوند وروستۍ ورځې په تندې تيروي او ساه ور كوي .