تاند- د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د جګړې د هلوځلو د ارزونې په خپل وروستي راپور کې ویلي، د راتلونکي کال په پای کې د امریکا د محاریو پوځیانو له وتلو وروسته به افغان امنیتي ځواکونه زیاتې روزنې، مشورې او د مالي ملاتړ په شمول نورو مرستو ته اړتیا ولري.
د پینتاګون له راپور سره سم، چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، له ۲۰۱۴ وروسته به افغان امنیتي ځواکونه په عملیاتو او په پېچلیو جنګي شرایطو کې تکنالوژۍ، هوايي ملاتړ او لوېیستیکي مرستې ته اړتیا ولري.
په راپور کې د سړک د غاړې د چاودېدونکو موادو او بمونو په شنډولو کې د افغان ځواکونو د کمزورتیا یادونه شوې ده. دا مواد د افغان ځواکونو تر ټولو زیات وژونکي ګڼل کېږي.
راپور د امریکا د جګپوړو قومندانانو هغه غوښتنه تاییدوي چې وايي یو شمېر امریکايي پوځیان باید په افغانستان کې په کلونو نور پاتې شي چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي او د ترهګرۍ پرضد خاص ځواکونه عملیات وکړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تراوسه پوري پرېکړه نه ده کړې چې څومره پوځیان به په افغانستان کې پرېږدي. د امریکا حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر صفر ته د راوستلو نظر هم نه دی رد کړی. دوی ویلي چې که له افغانستان سره امنیتي موافقې ته ونه رسېدل ممکن خپل ټول عسکر له له دې هیواده وباسي.
د پینتاګون په راپور کې د افغانستان د وسله والو مخالفانو بلوا لا هم تهدید بلل شوې خو ویل شوي چې له ۲۰۱۱ څخه د وسله والو مخالفانو بلوا په کافي اندازه کمزورې شوې ده.
د پینتاګون په دې راپور کې، چې په ۱۸۱ مخونو کې لیکل شوی او د افغانستان امنیتي او اقتصادي پرمختګونه او همداراز ستونزې څېړي، د سږ کال د مارچ تر دېرشمې پوري شپږ میاشتې رانغاړلي او په مجموع کې یې د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګونه مثبت بللي دي.
په راپور کې ویل شوي چې افغان ځواکونه اوس اکثره عملیات په خپله کوي او د جګړې په میدان کې یې اجراات خورا اغېزمن ثابت شوي، هیڅ مهمه اډه یا د کومې ولسوالۍ مرکز یې په جګړه کې پر وسله والو مخالفانو بایللی نه دی او د افغانستان د نفوس د لویې برخې ساتنه کوي.
راپور د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې د فساد د کمېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان په ملي امنیتي ځواکونو کې فساد د نړیوالو ځواکونو د ناکامۍ او د افغانستان د دولت د کمزورتیا اصلي عامل ګڼل کېدای شي.
راپور وايي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو پناهځایونه، د حکومت اداري فساد، او په سیمه ییزه کچه د افغانستان د حکومت د ظرفیتونو ټیټوالی به د ترلاسه شویو پوځي بریاوو او د تلپاته امن او باثباته افغانستان لپاره تر ټولو لوی خطرونه وي.