په شکين کې د محلي او سيمه ييزو پوليسو د دوه سوه کسيز ځواک مشران وايي، د زرګونو طالبانو له احتمالي بريد سره مخامخ دي او که د دوی د مقاومت کرښه ماته شي، د سروبي، نکه، ارګون او زيړوک په شمول ګڼې ولسوالۍ به د وسله والو ياغيانو پر وړاندې سقوط وکړي.

د شکين ولسوالۍ خلک وايي، سيمه يې په کاکلزو او واڼه کې د طالبانو د استحکامي اډو له خوا محاصره ده. ځايي خلک چې سيمه ييزو پوليسو کې يې قومي اربکيان درولي د وسلو له نشتوالي سرټکوي او په کابل نيوکه کوي، چې ملي اردو سرتېري يې مرستې ته نه وراستوي.

دوه میاشتې وړاندې چې بهرني ځواکونه له شکين ووتل، د واڼه طالبانو په شکين کې قومي مشران وګواښل چې خپل اربکيان کورونو ته ستانه کړي او دوی ته مخه خوشي کړي، خو د محلي پوليسو ځايي مشر رازمحمد وايي، تر اخرې سلګۍ جګړه کوي، ځکه له طالبانو سره نه له پاکستانيو ملېشو سره مخامخ دي.

راز محمد تر دولسمه ټولګيه زده کړې لري، خو اوس قومي مشرانو د محلي ساتونکو په مشرۍ ګومارلی دی. د رازمحمد تر قوماندې لاندې دوه سوه سرحدي پوليس او اربکيان ګډ جنګېږي. ځايي خلک رازمحمد ته د استوروي قهرمان په سترګه ګوري. شپه مهال هغه له خپلو سرتېرو سره په شخصي جامو کې له شکين څخه د وتلو لارو په اوږدو کې کراس کمينونه وهي او ګڼ طالبان يې پدې توګه له پښو غورځولي دي. راز محمد ته له اولس کيلومترۍ څخه په واڼه دېره طالبانو پيغام راواستاوه، چې مخه ورخوشي کړي، نو دوی تیار دي، چې له راز محمد سره معامله وکړي، خو د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سره طالبان ندي توانيدلي، چې د رازمحمد مقاومتي ليکې ړنګې کړي.

شکين د پکتيکا ولايت سرحدي ولسوالي ده، چې په سروبي، نګه، ارګون، زيړوک او شرنه يې لارې سپرې دي. هغه طالبان چې د جنګ او چريکي بريدونو لپاره پکتيکا په نښه کوي، له يادې ولسوالۍ څخه د تېرېدونکې لارې استفادې ته سخت اړمن دي. له دوه میاشتو راهيسې د پکتيکا د ګڼو ولسواليو ولسوالان او امنيه قوماندانان له مرکز کابل څخه غواړي، چې د ملي اردو تشکيلات ور زيات کړي او د امنيت په برخه کې يې ملا وتړي، سره له دې چې د بهرنيو پوځونو له وتلو سره د لنډمهال لپاره شکين ته د ملي اردو یو شمېر سرتېري واستول شول، خو دغه سرتېري بېرته را ايستل شوي دي.

ځايي قومي مشران وايي، د واڼه طالبان يې ګواښي، چې که د رازمحمد او محلي پوليسو پر وړاندې ونه درېږي او دوی ته لاره ورپرېنږدي، نو د کورنيو غړي به يې ور ووژني، خو دوی بيا بيا د طالبانو غوښتنه رد کړې ده.

په واڼه هره اونۍ د سرحد له خوا د مزايلو شپږ تر اوه حملې کېږي، که څه هم په دغو بريدونو طالبان تورنېږي، خو ځايي خلک وايي، ټولې مرمۍ له پاکستانيو پوستو راوېشل شوې دي.

په شکين کې د قومي امنيتي ځواک غړی وايي، که لږ هم بېغوري وکړي او د دوی ليکه ماته شي، نو په يوه ورځ به ټوله پکتيکا د طالبانو په لاس سقوط شي. د معلوماتو پربنسټ په واڼه او کاکلزو کې د طالبانو داسې استحکامي اډې فعالې دي، چې د ټول افغانستان د جنګ نقشه پکې جوړېږي او چريکي ګروپونه ورتنظيموي.

که څه هم خلک د ورغلې درې سوه کسيزې اردو ورتګ ته په درنه سترګه ګوري، خو په کابل نيوکه کوي، چې پرته له دليله یې د اردو کنډکونه بېرته له سيمې راوایستل.

په شکين کې قومي مشران وايي، د خپلو زلميانو په سمبالولو لګيا دي، چې د طالبانو پر وړاندې تر مرګه وجنګېږي، خو د وسلو له کمي سر ټکوي. په شکين کې لا هم یو شخصي يا دولتي روغتون او یو متر پوخ سړک وجود نلري. د بندونو یا عمران په نامه د بیارغونې هېڅ پروژه پکې بېلګه نلري. بازار يې له سرحد سره په پوله دي، په سيمه کې يې کلداره چلېږي او که پاکستان وغواړي لارې بندې کړي، تر بيګا یې په قحطۍ هم وژلی شي.

قوماندان راز محمد پدې مشهور دی، چې د شپې مهال په شخصي جامو کې له خپلو سرتېرو سره د طالبانو کاروانونه په کمين کې تالاترغی کړي، نو ځکه خو له ويرې هلته د طالبانو ګرځېدل ستونزمن شوي، اما له سرحد څخه هره شېبه د خونړۍ حملې وېره پرځای ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *