یو دولت په تمامه مانا تر هغې یو بشپړ او سم دولت نه شمیرل کیږي چې دري اورګانونه ونه لري اجرایه ، قضایه ، مقننه هر یو اورګان خپلې دندي او خپل مسوولیتونه لري اساسې قانون د هر یو اورګان دنده روښانه کړي وي او له خپل برید څخه باید تیري ونه کړي تر څو هر اورګان خپله دنده تر سره کړي او د یو بل سره یې ټکر رانشې. اما مونږ یواځې په مقننه قوه لږ رڼا اچوو. مقننه قوه د هیواد قانون جوړونکې اورګان دي د هیواد اړین او بنسټیز قوانین د دې اورګان په واسطه رامنځته کیږي دغه اورګان د نړۍ په مختلفو هیوادو کې په مختلفو نومونو یادیږي چې مونږ او تاسي یې په پارلمان او یا ولسې جرګې سره پیژنو ددي جرګې په تالار کې ناست خلک د هیواد د خلکو ټاکل شوي استازي وي چې د خپلو خلکو نماینده ګې کوې څرنګه چې مونږ د ډیموکراسۍ په تعریف کې وایو چې د خلکو حکومت د خلکو له لوري دخلکو لپاره نو ټاکل شوي استازي چې د خپلو خلکو نمایندګان دي د هغوۍ په خوښه د هغوۍ او د هیواد د نیکمرغۍ د ټولنیز عدالت د پلي کیدو هر چا ته د خپل حق ورسپارل او نور اړین قوانین ددوۍ له لوري جوړیږي. چې خبره اوږده نشې د افغانستان ولسې جرګې په ریښتیا خپله دنده تر سره کړي ؟ دا موجود وکیلان په ریښتیا د خلکو استازې دي؟
ایا دا وکیلان پوهیږي چې ددوۍ دنده څه ده؟ ګوندیز پلورالیزم د ډیموکراسۍ یو اصل دي کوم هیوادونه چې ډیموکراټيک سیسټم ولري هلته ګوندیز پلورالیزم موجود وي په داسې هیوادو کې د یو قانون په سر که د ګوندونو په سر شخړه راودریږي په اکثریت رایو پریکړه کیږي اما په داسي پرمختللو هیوادو کې د ملې ګټو، ملې اشخاصوپر ضد ،قومې ، توکمیز، او ژبنیز تاوتریخوالي ته لمن نه وهل کیږي.
بدبختانه چې په افغانستان کې ولسې جرګي د ستونزو د هوارولو پر ځاي ستونزي زیږولي دي په ځاي ددي چې اړین او مهم قوانین جوړ شې داسې قوانین چې ملې ګتې خوندي کړي مونږ په جرګه کې د وکیلانو ترمنځ د شخړو د فزیکي بریدونو شاهدان یو چې دا نن سبا یوه عادي مسله ګرځيدلي افغانستان چې د یو حساس او باریک پړاو نه تیریږي دښمنانو د افغانستان او افغانانو په نشت پسې لاسونه رانغاړلي په ولسې جرګه کې داسي بي مسوولیته څرګندونې د هیواد د بربادۍ ویجاړۍ د ملي حاکمیت او حتي د افغانستان د سرحداتو او جغرافیایې بدلون سبب کیدلاي شې ولسې جرګه په ځاي ددي چې د ملي وحدت سمبول اووسي د ټول هیواد ګټې خوندي کړي د ملې نفاق مرکز ګرځیدلي په پارلمان کې د پوهنتون او دانشګاه پر سر د دوه ښځینه وکیلانو ترمنځ خبري په ناندریو بدلي شوي یو وکیل انورسعادتې د افغانستان اصلې اوسیدونکې او د نړۍ یو بهادر با ننګه ستر ټبر ته د بد اخلاقۍ ځانمرګو بریدونو پیغور ورکوي او ددي ستر قوم سپکاوي کوي. په پایله کښې ویلي شو چې په ولسې جرګه کښې راټول تش په نامه د خلکو استازي د بهرنیو څارګرو ادارو ګوډاګیان دي چې شپه او ورځ یې د خپلو بادارانو د ګټو د خوندي کولو لپاره یوه کړي ډیري وکیلان په کره د باندینیو هیوادو ننګه او د هغوۍ د ګتو ساتنه او خوندیتوب کوي په دي جرګه کښې راټول جنګ سالاران د نشه یې توکو قاچاقبران د مافیا غړي دغه وکیلان چې د قومې پیژندګلوۍ او پیسو په زور راغلي تش په نامه وکیلان چې په دي هم نه پوهیږي چې د ولسې جرګې اصل دنده او کار څه دي سهار د موټرو په کاروان کښې راشي او له رخصتۍ وروسته یې بیا لوي امنیتي کاروان بدرګه کوي پخپله نشه عیش او عشرت ددوبۍ ایران او نورو هیوادو په تجارتو کښې ډوب وکیلان به د ولس له درده څه خبر شې د ولس چغې فریاد به د هغوۍ تر غوږو چیرته ورسیږي دوۍ ته د ملې ګټو څخه خپلي شخصي ګټې ډیري مهمي دي دوۍ په هیواد میین او په کارپوه وزیران د خپل یو ټانکرقاچاقي تیلو او یا د شرابو دانتقال اجازت د نه ورکولو یا هم د قانون په اساس د ورکړل شویو ساتونکو پرته د نورو ساتونکود نه ورکولو او یا هم خپلو خپلوانودوستانو ته په دندو نه ورکولو وزیر احضار عدم سلب او د خپلې دندي څخه یې د خپلو ګټو په خاطر ګوښه کړي بس ددي جرګي لویي لاسته راوړنې د وزیرانو د سلب اعتماد نه پرته بل د پام وړ اقدام نه دي ترسره کړي. ولسې جرګې غړوځینې داسې نادودې وکړی چې ددې جرګې نوم او حیثیت ته یې تاوان ورساوه بسم الله خان محمدي د کورنیو چارو له وزارته سلب اعتماد شو ځکه چې دامنیت په ټینګښت کښې پاتي راغلي باید له دندې ګوښه شې بسم الله خان له دندي لري کړاي شو موده وروسته بسم الله خان د دفاع وزیر په توګه ولسې جرګي ته وروپیژندل شو هماغه تش په نامه وکیلانو چې بسم الله خان یې سلب اعتماد کړي و د دفاع وزیر یې وټاکه ایا یو تن چې د خپل هیواد داخلي امنیت نشې ساتلي د هیواد پولي او هیواد به له باندني یرغل نه څنګه وساتې؟
وکیل صاحبانو ولس او خلک په جرګې پوري وخندول دوي د پیسو په مقابل کښې او د سیاسې جوړجاړي له لاري بسم الله خان بیا تاید کړ. وروستي ښکار چې ددي قصابانو او لیوانو له لوري تر سره شو د مجتبي پتنګ سلب اعتماد و . کرزي صیب به دا دومره وزیران له کومه کړي دا ځینې وکیلان صاحبان وايې چې قحط الرجال خو نه دي کرزي دي نور وزیران وروپیژني که ستاسو دا حال وي قحط الرجال به څنګه نه رامنځته کیږي چې غیر د وزیرانو د سلب اعتماد نه مو بل کار نشته . پخپله چې هر ډول خیانت تر سره کوي وایې مونږ ته خو قانوني مصؤنیت دي دوي په دي هم نه دي خبر چې قانونې مصؤنیت په څه مانا؟ تر کومه بریده؟ د څه لپاره؟ که قتل کوم ما ته قانونې مصؤنیت دي که ملي خیانت تر سره کوم ماته قانونې مصؤنيت دى. قضاوت تاسي وکړۍ دا ولسې استازي به دا ډول وي دا قانون جوړول به دا ډول وي دوۍ په دا خپله کاري دوره کښې قوانین جوړکړي د هغې د پلي کیدوهڅې یې کړي او که قوانین یې مات کړي او تر پښو لاندي یې کړي؟