تاند- د افغانستان د مالیې وزارت د ناټو او امریکايي ځواکونو پر لېږدېدونکو وسایلو او کانتینرونو له لسګونو ملیون ډالره وضع کړې مالیې تېر شو.
د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان د مالیې وزارت دې پرېکړې هغه لانجه پای ته ورسوله چې د کابل او واشنګټن ترمنځ پر دې حساسه مسله رامنځته شوې وه.
د ورځپاڼې د راپور پر اساس دا مسله له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د لوژیستیکي وسایلو د وړلو په لار کې خنډ له مخې لېري کړ.
د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه تقریباً ټول وځي، له ځان سره د ملیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې، وسایل او موټرونه وړي.
د افغانستان د مالیې وزارت دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د امریکا کانګریس افغانستان ته خبرداری ورکړ چې که دوی پر امریکايي ځواکونو یو ډالر مالیه وضع کړي په مقابل کې به یې د امریکا له پنځو ډالرو مرستې بې برخې شي.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د مالیې وزارت له دې درکه له امریکايي پوځیانو اویا ملیون ډالره جریمه په دې خاطر واخلي چې دوی د اویا زره ټرکونو، چې له افغانستانه پوځي وسایل لېږدوي، ګمرکي اسناد ورک کړي دي.