پر رباني مېلمستون برید شوی

تاند- د کابل ښار د تایمني واټ په یوه رستوران کې نن مازدیګر پنځه بجې چاودنه وشوه.

ویل کېږي چې دې رستوران ته بهرنیان زیات تلل. تر دې مخکې په لومړنیو راپورونو کې د چاودنې ځای قلعه فتح الله ښودل شوی و.

راپورونه وايي چې د دې چاودنې په تړاو یو تن مشکوک نیول شوی دی.

شاهدان وايي، نیول شوي کس د امنیتي ځواکونو یونیفورم اغوستی و.

امنیتي چارواکو تراوسه پوري د دې پېښې او د هغې په تړاو د چا د نیول کېدو په باب څه نه دي ویلي.

یوې بلې سرچینې بیا وویل چې چاودنه د یوه مېلمستون په دروازه کې شوې او غالباً انتحاري حمله ده.

د دې سرچینې په وینا داسي ښکاري چې له چاودنې وروسته نورو انتحاریانو مېلمستون ته د ننوتو هڅه کوله.

د چاودنې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه هم تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د خبر جزییات به وروسته همدلته خپاره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *