ژوند سیند ته ورته دی، چې روان وي او شاته نه راګوري څومره، چې ځی بېرته نه را ګرزي. دغه راز څومره، چې زموږ عمر پخېږي په هماغه کچه مو د عمر شپې او ورځې کمېږي. نو راځئ، چې په خپل ژوند کې ګلونه وکرو تر څو له ښکلی بوی څخه یې نور ګټه واخلي او راتلونکي نسل ته مو د یادګار په توګه یو څه پرې اېښي وي.
ژوند څه دی؟
ژوند مانا دا، چې له هېڅ څخه پیل کول او ډېر څه ته ځان رسول!
د دې لپاره، چې د ژوند اخر ته ځان ورسوو، ښه ده، چې په ډېر دقت د حرکت لاسونه په خپلو لاسونو کې ونیسو او په ستونزو کې له ښوېدو څخه مخنیوی وکړو. ژوند د خوښیو او خفګانونو یوه ټولګه ده. ګورو، چې یوه لحظه یې غم او بله یې خوښې ده او د دوی دواړو ترمنځ فاصله ډېره کمه ده، نو ښه خبره داده، چې د خوښۍ له دې وړې او کمې فاصلې څخه په عظمي ډول ګټه پورته کړو.
ژوند د خدای پاک له لوري یوه ډالۍ ده!
ژوند زموږ لپاره د یوه امانت په څېر دی، چې په ساتلو او پېژندلو کې یې باید پوره دقت وکړو.
ژوند پیانو ته ورته دی، چې سپینې توکمې یې د خوښئ او تورې یې بیا غمونه دي، د دې لپاره، چې تاسو له خپل شعر سره ښکلې نغمه وغږوئ نو له دواړه ډوله توکمو څخه به ګټه اخلئ.
ژوند یعنې له لوړو او ژورو څخه تېرېدل. په ژوند کې هغه کسان بریالي دي، چې له دې لوړو او ژورو څخه ځان و ایستلای شي.
ژوند هغه رود خانې ته ورته دی، چې کله له وچو تېرېږي او کله هم په بې سره او پایه اقیانوسونو ورګډېږي.
د دې لپاره، چې په ژوند کې مو بریا او خوښي په برخه وي د غره په څېر باید کلک او استواره اوسئ.
که له ژوند سره وجنګېدو، تل به بریالي و، او که له دې جنګ نه په شا شو، بیا وروسته ارمان ګټه نه لري.
وایي مرګ له ژونده وپوښتل: «لامل یې په څه کې دی، چې ته خوږ او زه تریخ یم؟
ژوند وخندل او ویې ویل: « لامل یې دادی، چې زه یو خیال او ته حقیقت یې»، نو څه ډول چې فکر او خیال کوئ ژوند به مو په هماغه ډول پر مخ ځي.
ژوند هغه ګل ته ورته دی، چې د ازغیو، شنو پاڼو او ښکلي بوی درلودونکی دی. پام مو وي، چې کله د کلونو غنچه جوړوئ، شنې پاڼې، ازغي او ښایسته بوی ټول سره ګاونډیان دي.
ژوند هغه لوی او سپین کاغذ ته ورته دی، چې د نقاشۍ لپاره تیار شوی وي. په دې سپین کاغذ، چې څه لیکې لیکلای یې شې، کولای شې خوښۍ او خوشالۍ رسامي کړې او یا هم ستونزې او کړاونه، پرېکړه به ستا له عظمته ډک وجود او ذهن کوي. کولی شې له دې ازادۍ څخه داسې ګټه واخلې چې ژوند درته په جنت بدل کړې او یا هم خدای مه کړه په دوزخ.
مه هېروئ، چې که موږ په ژوند کې موخه ولرو او له مهال وېش سره سم ژوند وکړو، لرې به نه وي، چې په ډېره اسانۍ سره له هغه ستونزو ځان خلاص کړو، چې په ژوند کې ور سره مخ کېږو.
دا هم مه هېروی، چې زموږ ژوند په اوس پورې تړلی. په نن کې ژوند وکړئ او ژوند یو غنیمت وګڼئ.
څه، چې په ژوند کې ډېر اړین او مهم دي هغه زموږ اوستاسو لید لوری دی. څه ډول، چې فکر کوی ژوند به مو په هماغه ډول مخ ته ځي، نو ښه ده، چې تل مثبت فکر وکړو او ژوند ته په ښه سترګه وګورو.
ژوند یعنې په کوتل باندې ختل، نه را کوزېدل هغه کسان، چې را کوزېږي په دې مانا، چې په ژوند کې یې ماتې خوړلې ده او هغه کسان، چې په دې پېچومي خېژي ژوند به یې متحرک او له خوندونو ډک وي.
ژوند له مرګه نه بېلېدونکی شی دی.
تر څو، چې ژوند نه وي مرګ نشته او که مرګ نه وای ژوند به نه وای.
په اسمان کې له وړې تر لویې سیارې ټولې یو وخت رالوېدونکې، ماتېدونکې او له منځه تلونکې دي.
راځئ داسې ژوند وکړو، چې هېکله مړه نه شو، هڅه به مو دا وي، چې داسې ژوند وکړو، چې ان مرګ ونه شي کولای غافله مو کړي او دا هغه وخت ممکنه ده، چې د شپې په وروستۍ برخه کې د تېرې ورځې په اړه له ځانه حساب وغواړو. تل باید د الهي امور په چوکاټ کې ژوند وکړو، او له ځانه داسې څه په مېراث پرېږدو، چې له کبله مو یې تل نوم ژوندی وي.
ژوند د فوټبال لوبې ته ورته دی، چې هېکله هم د وړاندوېنې وړ نه دی، نو ځکه یې خوند هم په همدې کې دی. د غم او ښادۍ، د ښکلا او بدرنګۍ، د شپې او ورځې او بلاخره د مرګ او ژوند تر منځ فاصله دومره کمه ده، اصلأ د اندازې وړ نه ده. تل باید د حقیقت په لټه کې اوسئ. په ژوند کې دبریالیتوب له پاره باید انسان په خپل ځان کې نیکمرغي ولټوي ، په الله باندي قوي ایمان دهغه په پریکړو رضا اوصبر او دضمیر پاکي او لوړ اخلاق غوره کول دې نېکمرغۍ ته د رسېدو اصلي عوامل او شرطونه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *