ټاپي  یوازې له دې اړخه مهمه نه ده، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د غازو لېږدونکې نل لیکه ده، بلکې ټاپي په دې مهمه ده، چې د غازو دنل لیکې تر څنګ یو ګډ لیدلوری (دیدګاه) دی.
ګډ لیدلوری په دې مانا چې هم یې د سیمې هېوادونه (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) په هکله نه یوازې همنظره دي، بلکې د دغې مهمې او لویې پروژې د ساتنې او د امنیت د تامین مسوولیت یې هم منلی او په دې برخه کې یې خپله ژمنتیا لا وار دمخه اعلان کړې ده.
همدارنګه د سیمې د هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې موجوده موافقې او مخالفې سیاسي او جنګي ډلې هم د ټاپي په هکله په لویه کې واحد نظر او لیدلوری لري، ځکه  ټاپي د افغانستان او د افغانستان د خلکو د ښه او روښانه راتلونکي په موخه ښه پل او نېک پال بولي.
د ټاپي ښېګڼه داده، چې کومه شخصي یا سیاسي پروژه نه ده، بلکې دا هغه مهمه اقتصادي پروژه ده، چې بریالی تطبیق یې د جنګ ځپلي افغانستان او افغانانو لپاره خورا ارزښت لري، ځکه د همدغې پروژې له لارې افغانستان هر کال نږدې پنځه سوه ملیون ډالر نغده مالیه ترلاسه کوي. په افغانستان کې د زرګونو ځوانانو لپاره کاري زمینې برابروي. د وخت په تېرېدو سره افغانستان کولی شي چې د خپلو کانونو د راېستلو او فابریکو لپاره د اړتیا وړ غاز له دغې نل لیکې څخه وکاروي او همدارنګه افغانستان کولی شي چې خپل له اړتیا زیات غاز د همدې نل لیکې له لارې په نورو وپېري.
ټاپي پروژه د اقتصادي ودې له پلوه افغانستان ته د دې لپاره مهمه ده، چې افغانستان پر ځان بسیاینې (خودکفایي) ته ور نږدې کوي او  افغان حکومت له خپلو نړیوالو متحدینو سره  په دې وروستیو کې په یو لړ نړیوالو کنفرانسونو کې  ژمنه کړې وه، چې افغانستان به د خودکفایۍلور ته هڅوي.  
د ټاپي پروژې ارزښت په دې کې دی، چې  په هېواد او کور دننه زموږ ګڼو ځوانانو ته د باعزته کار اسانتیاوې رامنځته کوي  او زموږ  د هېوادوالو په دسترخوانونو کې د مثبت بدلون د رامنځته کېدو لامل کېږي.
اوس مهمه داده، چې زموږ خلک او ولسونه په ګډه د خپل شخصي مال او شتمنۍ په توګه د دغې مهمې پروژې پالنه او ساتنه وکړي، خصوصاُ د هرات، فراه، هلمند او کندهار د خلکو او ولسونو همکاري په دې برخه کې نهایت مهمه ده، ځکه دغه مهمه پروژه د همدوی له سیمو څخه تېرېږي او په لومړي سر کې یې ګټې د همدغو سیمو خلکو او ولسونو ته رسېږي.
د سیمې په کچه د ټاپي ګټې دادي، چې د افغانستان ستراتیژیک موقعیت په سیمه کې ځلوي او عملاً دا ثابتوي، چې افغانستان مرکزي او جنوبي اسیا سره نښلوي. د افغانستان دغه موقعیت په راتلونکي کې زموږ لپاره ډېرې لویې او مهمې سیاسي او اقتصادي ګټې لري. د بېلګې په توګه کله چې موږ د اسیایي هېوادونو د وصل په نقطه او مرکز بدل شو، نو له دې سره افغانستان په یوه او یا دوو ګاونډیو د اتکا له احتیاج څخه راوځي، ځکه چې له ټولې سیمې سره یې اړیکې پیاوړې کېږي او له همدې لارې خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې په ښه توګه ترسره کولی شي.
د ټاپي بله مهمه ګټه داده، چې د هېوادونو او ملتونو ګټې او اړیکې سره نږدې کوي او مشترکې اقتصادي ګټې د هېوادونو او ملتونو د نږدېوالي، خواخوږي، ښې ملګرتیا او دې اسانتیا برابروي چې هېوادونه خپلې پوهې، وړتیاوې، امکانات او تجربې سره شریک کړي.
کله چې د هېوادونو اړیکې او ګټې سره نږدې او وتړل شي، نو د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادې ودې په برخه کې لویه مرسته کېږي، ځکه کله چې د مرکزي اسیا د غازو نل لیکه، د برېښنا مزي، د اورګاډي کرښه، نوري فایبر، نفت او نور مهم توکي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدېږي، نو بیا به د سیمې هېوادونه د خپلو هېوادونو په څېر د افغانستان د امنیت تامین ته زیاته پاملرنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *