تاند- د افغانستان د ملي اردو یوه هیلي کوپتر نن /شنبه/ په لوګر ولایت کې ولوېده او پکې ۳ تنه سپاره کسان مړه شول.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري وویل چې د ملي اردو دا ایم آی -۱۷ څرخکه د تخنیکي ستونزې له کبله لوېدلې ده.
د جنرال وزیري په وینا په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
د لوګر ولایت د والي ویندوی سلیم صالح پېښه تایید کړه، ویې ویل چې څرخکه ماسپښین مهال یوه نیمه بجه وغورځېده او په نتیجه کې یې ۴ تنه وژل شوي دي.
صالح وايي چې دا پېښه د تمرین په ترڅ کې په محمد اغه ولسوالۍ په شکار قلعه سیمه کې شوې ده.
تېر کال د لوګر په ازره ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ملي اردو یوه روسۍ څرخکه وویشته چې وروسته یې د هغې پېلوټ او عمله په پټه روسیې ته وسپارل.