تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله سبا/دوشنبه/ په درې ورځني رسمي سفر ایران ته ځي.
ښاغلی عبدالله به په تهران کې له ایراني چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو خبرې وکړي.
تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د تېر ۲۰۱۵ م کال په اپریل میاشت کې تهران ته سفر کړی و.
عبدالله عبدالله به د ایران د سفر په لړ کې چهاه بهار بندر ته هم لاړ شي چې ټاکل شوې ده د هند په مرسته پراخ شي څو له دې طریقه له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د هند د تجارتي راکړې ورکړې ممکنې شي.
له اجرايي رييس عبدالله سره په دې سفر کې به د کورنیو چارو، اقتصاد او بهرنیو چارو وزیران ملګري وي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، ښاغلی عبدالله به له ایراني چارواکو سره په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر مسلو، سرحدي امنیت او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي.
ایراني چارواکي لېواله دي چې له افغانستان سره د اوبو پر مسلې هم خبرې وکړي. ایران ادعا لري چې افغانستان هومره اوبه نه ورکوي چې د دغه هیواد حق دی.