تاند- په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته نژدې یوه انتحاري ځان والوزاوه.

د راپورونو له مخې، انتحاري د پولیسو له لوري پېژندل شوی و او مخکې تر دې چې هدف ته ځان ورسوي، په خپله یې ځان ته چاودنه ورکړې یا په تصادفي ډول ورسره موجود مواد چاودېدلي دي.

پولیس وايي چې د انتحاري په جسد پوري د ځانمرګو بریدونو واسکټ روغ پاتې دی خو د موټر په اتنۍ برخه کې ځای پر ځای شوي چاودونکي موادو یې انفجار کړی دی.

د پولیسو سرچینې وايي، داسي ښکاري چې موټر د جمپ په اثر چاودولی وي. په دې پېښه کې بل چا ته تاوان نه دی اوښتی.

تراوسه څرګنده نه ده چې د حمله کوونکي انتحاري هدف څه و.

One thought on “حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته نژدې انتحاري ووژل شو”
  1. الحمد الله د ملا صبور اخند ورور په خپل هدف کی ناکام شو.

ځواب دلته پرېږدئ