زیارکښ اونیزه_ لوګر
خروار د لوګر هغه وروسته پاتې ولسوالي ده، چې د ډالرو په باران کې هم بې سرکه، بې ښوونځي، بې روغتونه پاتې شوه او اوس یې د کانونو او تاریخي اثارو لوټ هم پیل شوی. په تېرو څوارلسو کلونو کې د حکومت ناپامي دا ولسوالي د وسله والو په اډې بدله کړه، خو کله چې د حکومت ور پام شو، ولسوالي یې د کافرکوټ له سیمې خواجه انګور سیمې ته ولېږدوله، چې ورسره په دې ولسوالۍ کې د تاریخي اثارو او کانونو قاچاق هم زور واخیست.
کافرکوټ د خروار ولسوالۍ هغه سیمه ده، چې لرغونتیا یې سلګونه کلونه وړاندې زمانو ته رسېږي. په دې سیمه کې د لرغونپېژندونکو د څېړنو په پایله کې یو لرغونی ښار وموندل شو، چې له سرو زرو، سپینو زرو او ګچو څخه جوړې مجسمې او لوښي په کې ترلاسه شول. د لرغونپیژندونکو په وینا تاریخي شالید یې د بودایانو (۲۶۰ میلادي) او د کوشانیانو (۱۶۵ میلادي) کلونو ته رسېږي. په دې توګه کافرکوټ سیمه زرګونه کلونه کلتوري، تاریخي او مذهبي مېنه اوسېدلې ده، خو اوس د دې مېنې چور روان دی.
په کافرکوټ کې غیرقانوني کېندې له ډېر وخت مخکې روانې وې، خو کله چې له یادې سیمې څخه د خروار ولسوالي خواجه انګور ته ولېږدول شوه، دا کېندنې نورې هم زیاتې شوې.
د لوګر والي محمد حلیم فدايي هم په خروار کې غیرقانوني کیندې مني، هغه وايي:« موږ راپورونه لرو، چی کېندنې روانې دي او حتی داسې راپورونه هم لرو، چې هلته تاریخي اثار غلا کېږي او پلورل کیږي. موږ په امنیتي جلسه کې په دې اړه خبرې کړي دي، چې څنګه د تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی وکړو؟!»
د لوګر والي محمد حلیم فدايي وايي، چې د ولسوالۍ لېږد یې د ولس په خوښه کړی، هغه زیاتوي:« ولسوالي د کلي په منځ کې وه، د پراختیا او بیارغونې لپار یې هیڅ امکانات او ځمکه نه وه، ځینو خرواریانو هم دا شکایت کاوه، چې ولسوالي د دوی پر کاریزونو جوړه شوې ده او نېږدې ۵۰۰ متره کاریز یې بند کړی، چې له امله یې د دوی ځمکې له کرنې لویدلې وې؛ نو ځکه مو ولسوالي له یادې سیمې بلې سیمې ته ولیږدوله، ترڅو هلته ورته د ټولو ودانیو لپاره ځمکه وي او ودانۍ ورته جوړې شي او ولس ته موثر خدمتونه وړاندې شي.»
د خروار ولسوالي سپین ږیري او مشران بیا وايي، چې ولسوالي د دوی له مشورې پرته خواجه انګور ته لېږدول شوې ده، چې په همدې وجه د ولسوالۍ مهمې تاریخي سیمې اوس وسله والو او قاچاقبرانو ته په لاس ورغلي دي. د ولسوالۍ له لېږد وروسته غیرقانوني کېندنې پیل شوي او د تاریخي اثارو او کانونو د قاچاق ترڅنګ د خروار د لیسې او د ملي اردو د ودانیو وسایل هم غلا شوي دي.
دوی ادعا کوي، چې د ولسوالۍ د لېږد موخه په سیمه کې د تاریخي اثارو او کانونو قاچاق ته زمینه برابرول وو، چې اوس یې بدې پایلې ټول په سترګو ویني.
د مدني ټولنې غړی انجینر مطیع الله احمدزی هم دا له امکانه لرې نه بولي، چې خروار ولسوالي دې په قاچاقبرابو خرڅه شوې وي. هغه زیاتوي، کله چې حکومت له یوې مهمې تاریخي سیمې څخه ولسوالۍ بل ځای ته لېږدوي، اعتراف هم کوي، چې تاریخي اثار او کانونه کېندل کېږي، خو دا چې دوی یې د مخنیوي لپاره هېڅ نه کوي، معنی دا چې دوی هم ورسره شریک دي.
خو د خروار ولسوال ثمرګل راشد بیا وايي، د ولسوالۍ لېږدول د دولت پروګرام دی او اړتیا نشته، چې په دې اړه له قومي مشرانو سره مشوره وشي.
ولسوال زیاتوي، دولتي چارواکو په وار- وار دغې ولسوالۍ ته د اساسي پروژو د پلي کولو او په ځينو نورو برخو کې د کار ژمنې ورکړي دي، خو تر اوسه پورې دا هر څه یوازې د ژمنې تر حده پاتې شوي، راشد وايي:« د خروار ستونزې ټولې په امنیت پورې تړلي، دلته د امنیتي ځواکونه تشکیل ډېر کم دی او نه شي کولای چې د ولسوالۍ امنیت په سمه توګه خوندي کړي، خروار د نورو ولسوالیو په پرتله ډېره وروسته پاتې ولسوالي ده، خلک یې ډېر مسکین او ناداره دي، کرنیزې ځمکې په کې کمې دي او د خلکو سترګي یوازې د دولت مرستو ته پاتې وي.»
راشد په خروار کې د تاریخي اثارو او کانونو کېندل او قاچاق مني، خو وايي په دې اړه یې د لوګر ولایت مقام او مرکزي دولت ته هم معلومات ورکړي، چې تر دې دمه یې د مخنیوي لپاره عملي هڅې نه دي شوي.
راشد د مېراڼۍ په سیمه کې د کرومایټو د قاچاق خبره هم تائید کړه، چې هره ورځ د لکونو افغانیو په ارزښت کرومایټ ترې په غیرقانوني ډول ایستل کېږي او پلورل کېږي، خو دا چې ولې یې مخنیوی نه کېږي، د خروار د ولسوال ځواب دا دی، چې سیمه د مخالفینو په ولکه ده او دوی یې د مهارولو وس نه لري. هغه وايي خروار ته۷۰ تنه د ملي اردو سرتېري او ۱۸ تنه پولیس د امنیت په خاطر ورکړل شوي، خو د دوی په وړاندې د وسله والو مخالفینو شمېر څو چنده زیات دی. راشد وايي، ولسوالي یې د قاچاقبرانو لپاره ښه خلاصه ده، خو که د لوګر ولایت مقام او مرکزي حکومت ورته پاملرنه ونه کړي، د دې ولسوالۍ ډېر نور تاریخي اثار او کانونه به هم لوټ شي.
بلخوا د لوګر والي محمد حلیم فدايي بیا له ولس څخه غوښتنه کوي، چې د تاریخي اثارو په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي:« په لوګر کې تاریخي سیمې ډېرې دي او دولت د ټولو سیمو د خوندي کولو توان نه لري؛ نو اړینه ده چې د لوګر ولس د تاریخي سیمو ساتنه وکړي او په دې برخه کې له دولت سره همکاري وکړي. که ولس مرسته ونه کړي، موږ به له داسې یوې شتمنۍ څخه بې برخې شو، چی سبا ورځ به له یوه تاریخي پیغور سره مخ یو. تاریخي اثار د ولس خپل مال دی او داسې ساتنه بایدې ترې وکړي، لکه له خپل کور څخه یې چې کوي.»
په خروار ولسوالۍ کې روغتيايي خدمات، کاروبار، امنيت، ښوونه او نورې لومړنۍ اړتياوې په نشت شمار دي، خو په دې وروستیو کې د لوګر چارواکي وایي، چې خروار ته یې پاملرنه زیاته کړې او سږ کال یې په دې ولسوالۍ کې یوه لیسه هم فعاله کړه، خو د دې لیسې په اړه د خروار مشران بیا وايي، چې د عمومي لیسې په حاضریو کې تر نهم ټولګې پورې د زده کوونکو نومونه لیکل شوي، خو په کلنۍ ازموینه کې تر څلورم ټولګي زده کوونکو ازموینه ورکړې ده.
د خروار ولسوال او خلک وايي، په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ستونزو ترڅنګ د پوهنې، روغتیا، بیارغونې او ځينو نور برخو کې ډېرې ستونزې شته، چې دولت باید جدي پام ورته وکړي.
موږ الحمد لله هر څه لرو هغه چه اوس نلرو هغه سالمه اداره او صالح قیادت دی که موږ خپل صالح او متدین خلکو ته واک وسپارو نه هغه چه د مجاهد په نامه فساد او انحصار چلوی یا هغه ماستر او دکتور چه ملی ګټی نه پیژنی او فساد تقویه کوی او د دینی تربیی په نامه څه نه پیژنی او نه یی اهمیت ورته قابل درک وی ،دی صنف د تعلیم یافته وو ته داسلامی ښوونی او روزنی علما ، تعلیم یافتګان بی تربیه ورته وایی ځکه چه تر خدمت یی ،فساد ډیر لوی وی ،هر څه خرڅوی یا معامله ورباندی کوی لکه پورته ذکر شوی تشویش چه د و لسوالی د خرڅولو په ارتباط ښودل شوی .
خلاصه که صالح قیادت او سالمه اداره نه وی د ټولی دنیا کمکونه موږ نشی مړولی مګر که صالح قیادت او سالمه اداره ولرو کیدای شی چه ګدایی ته هم اړ نشوخو کار سړی غواړی